له پاکستانه افغانستان ته د ستنو شویو کډوالو شمېر شاوخوا ۳۵۰،۰۰۰ ته رسېدلی
له پاکستانه د بې اسناده افغانانو خپل هېواد ته د ستنېدنې بهیر روان دی او د نومبر پر ۲۳مه لسګونه کورنۍ افغانستان ته اوښتې دي. د پاکستان دولتي راډيو د حکومتي ارقامو پر اساس لیکلي چې د نومبر پر ۲۳مه ۳،۲۵۰ بې اسناد افغانان هېواد ته لېږدول شوي دي چې ورسره د تورخم، چمن، انګور اډې او خرلڅیو په ګډون له بېلابېلو لارو هېواد ته د ستنو شویو افغانانو شمېر شاوخوا ۳۵۰،۰۰۰ ته رسېدلی دی. د افغان کډوالو لپاره د پاکستان او افغانستان په بېلا بېلو برخو کې لنډمهالي کیمپونه جوړ شوي دي. دا تر هغې وروسته ده چې د پاکستان... Читать дальше...