عورت فاونډېشن: حکومت دې د پاکستان صوبايي او قامي اسمبلیو کې د ښځو څوکۍ زیاتې کړي
هغه بنسټ د نومبر پر ۲۲مه په کوټه کې "په جمهوریت کې د واک لرونکو ښځو کردار" تر عنوان لاندې په غونډه کې غوښتنه وکړه چې د ښځو څوکۍ دې تر ۳۳ سلنو لوړې شي.
هغه بنسټ د نومبر پر ۲۲مه په کوټه کې "په جمهوریت کې د واک لرونکو ښځو کردار" تر عنوان لاندې په غونډه کې غوښتنه وکړه چې د ښځو څوکۍ دې تر ۳۳ سلنو لوړې شي.
د هند په غرنۍ سیمه اتراکنډ کې د یو سرنګ پرېوتو په پېښه کې ۴۱ مزدوران بند پاتې دي. مزدوران هلته له ۱۰ ورځو راهیسې ایسار دي چې ورته د یو وړوکي پایپ او سوري له لارې اکسیجن، دواګانې، خواړه او اوبه لېږدول کېږي. حکومت هلته د رواني چارو پوهان هم وراستولي چې د یوې ځانګړې ټېنکالوژۍ په مرسته له بندو کسانو سره خبرې وکړي او و یې هڅوي چې همت و نه بایلي. د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورټ.
د منګولیا بولګان ولایت پخوا د پاک چاپېریال لپاره نوم درلود خو اوس یې اوسېدونکي وايي چې هلته د سیلګرو ورتګ ماحول ککړ کړی دی. بولګان غرییزه سیمه ده چې پکې په وروستیو کې پرمختیايي کارونه شوي چې ورسره هلته د ورتلونکو د سیلګرو شمېر هم لوړ شوی دی چې اکثر کثافتونه په لارو او کوڅو کې غورځوي. د اسوشيېټېډ پرېس له ویډیو جوړ رپورټ.
د پکتیا پوهنتون د ښوونې او روزنې له پوهنځي څخه د غلام حضرت په نوم یو سپین ږیری فارغ شوی دی. حضرت ته د خپلې زوکړې نېټه معلومه نه ده خو څه باندې ۶۰ کاله عمر لري او ۴۴ کاله یې لېسه ویلې وه خو لوړې زده کړې ورڅخه نیمګړې پاتې شوې. دی د زرمت ولسوالۍ اوسېدونکی دی او وايي چې په بایسېکل یې تر ګردېزه سفر کاوه او امتحانونه یې ورکړل. تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.
لرغونپوهانو د مراکش د رباط سره نږدې یو حمام موندلې دې. کارپوهان وايي چې هغه حمام په ۲۰۰۰ مربع میټره جوړ دې چې دویمې پيړۍ سره اړه لري. د ماهرینو په فکر دا ښايي په هغه وخت کې په هیواد کې تر ټولو لوی حمام وو. تفصیل د اسوشيېټېډ پریس خبري اژانس په ویډيي رپورټ کې چې ملیحه امیرزاده یې وړاندې کوي.