Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
Mashaalradio.com
Май
2024

Новости за 02.05.2024

د بلوچستان هنګول پارک کې د هندوانو کلنۍ مېله شوې ده

Mashaalradio.com 

د بلوچستان په هنګول ملي پارک کې د هندوانو د هېنګلاج ماتا یاترا (سفر یا زیارت) په نوم درې ورځنۍ مېله شوې ده. په هغه مېله کې هندوان لومړی د یوې غونډۍ پر سر داسې اورشیندونکي (اتش فشان) ته ورخېژي چې د اور پر ځای خټه او اوبه غورځوي او بیا د درې په یوه غار کې د هېنګلاج ماتا مندر ته ورځي. هندوان دا عقیده لري چې هېنګلاج ماتا یې د اولاد سوالونه قبلوي. هغه زیارت هر کال د اپرېل په پای کې کېږي. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.

د بلوچستان ټرانسپورټرانو د نویو امنیتي اقداماتو پرضد کاربندیز ته دوام ورکړی دی

Mashaalradio.com 

د بلوچستان حکومت تېره میاشت په نوشکي د نهو مسافرو په ګډون د ۱۱ کسانو تر وژنې وروسته امنیتي پلان ته بیاکتنه وکړه او پر لویو لارو یې د مسافرو خوندیتوب لپاره د ګاډو ډرېورانو ته نوې لارښوونې وکړې.

د بن لادن د وژنې تر ۱۳ کلونو وروسته د سیمې امنیت ته کتنه

Mashaalradio.com 

د مې پر دویمه د ترهګرې ډلې القاعدې د پخواني مشر اسامه بن لادن د وژنې ۱۳ کاله پوره شول. نوموړی په ۲۰۱۱ز په اېبټ اباد کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې وژلی وو چې له وجې یې د اسلام اباد او واشنګټن ترمینځ تعلقات خراب شول. پوښتنه دا ده چې وسلواله ډله القاعده اوس په سیمه کې په څه حال کې ده؟ د دې پوښتنې ځواب لپاره مو له خبریال او شنونکي مشتاق یوسفزي سره مرکه کړې ده.

پاکستان: ورښتونو او سېلابونو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۴۳ ته رسېدلی دی

Mashaalradio.com 

په خیبر پښتونخوا کې د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې صوبايي ادارې (پي ډي اېم اې) ویاند احسان داوړ د مې پر لومړۍ نېټه مشال راډيو ته وويل چې په هغه صوبه کې د ورښتونو پر مهال تر ۳،۵۰۰ زیاتو کورونو ته هم زیان اوښتی دی.

له دوکۍ تښتول شوي د سکرو ۷ کیندونکي ازاد شوي دي

Mashaalradio.com 

د کلا سیف الله اوسېدونکي یو کان کیندونکي قایم شیخ د مې پر لومړۍ مشال راډیو ته وویل چې ټولې شپې یې په داسې غرنۍ سیمه کې تېرې کړې دي چې پکې انسانان نه تر سترګو کېدل. دی وايي، تښتوونکو ورسره ښه چلند کاوه او هېڅکله یې ورباندې تشدد نه دی کړی.

بې وخته واورې د افغانستان کروندګر اندېښمن کړي دي

Mashaalradio.com 

ورښتونه رحمت او د ځمکې ابادي بلل کېږي، خو د افغانستان میدان وردګو کروندګر او باغوانان وايي، وروستیو بارانونو او بې وخته واورې ورته زیانونه اړولي دي. دوی وایي، په اپرېل کې واورې په باغونو کې د مېوه لرونکو ونو ګلونه ورژول. میدان وردګ د مڼو، زردالو (خرماڼۍ هم بلل کېږي) او الوبالو د پیداوار لپاره مشهور دی او باغواني د ګڼو خلکو د روزګار ذریعه هم ده. د رویټرز اژانس له ویډیوګانو جوړ راپور.


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Ролан Гаррос

Российская теннисистка Самсонова вышла в 3-й круг Открытого чемпионата Франции






Прощайте, школа и полмиллиона: сколько стоит обучение в вузах для детей знаменитостей

Эксперты заявили о сокращении числа сделок с жильем в России на треть

Пятерых пострадавших при взрыве газа в Грозном доставили в Нижний Новгород 

Курьеры мошенников помогли «избавиться» от сбережений жительнице Приморья