په خوست کې د افغانستان، پاکستان او ایران د یو شمېر ورزشکارانو په شتون کې د فري فایټ لوبې ترسره شوې. د خوست په ملي لوبغالي کې د یادو لوبو د نندارې لپاره ګڼ خلک راټول شوي وو. د لوبو منتظمینو وویل چې د دې مسابقاتو موخه سپورټ ته د خلکو هڅول او د نشه یي توکو له روږدو څخه د ځوانانو ساتل دي. نور حال په ویډیویي راپور کې.
ضلعي انتظامیې ویلي چې د خالي پر ورځ د پریس کلب په ګډون په شاوخوا ځینو نورو ودانیو کې د بم اېښودنې اطلاع وه، چې له امله یې بم ناکاره کوونکي ادارې هلته ورغللې او د پریس کلب په ګډون ځینې ځایونه یې د څه وخت لپاره وتړل.
په کرغزستان کې د پاکستاني زده کوونکو پر وړاندې د تشدد پېښو پر ضد د مې په ۱۸ مه په اسلام اباد کې د کرغزستان سفارت او په کراچۍ کې د پریس کلب مخې ته زده کوونکو احتجاجي مظاهرې کړې دي. مظاهره کوونکو د پاکستان له حکومته وغوښتل چې په کرغزستان کې د پاکستاني زده کوونکو د خوندیتوب لپاره سمدستي ګامونه واخلي او له کرغز حکومته یې غوښتنه کړې چې د تشدد په پېښو کې ککړ کسان دې ونیسي او سزاګانې دې ورته ورکړي. ویډیویي رپورټ