Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
Mashaalradio.com
Май
2024

Новости за 05.05.2024

ډاکتر احسان الله درمل د طب زده کوونکو لپاره یو مهم کتاب ژباړلی دی

Mashaalradio.com 

دا اوونۍ مو په مشال مرکه کې ډاکتر احسان الله درمل مېلمه کړی دی. نوموړي د طب د زده کوونکو لپاره د فېزیالوژۍ یا د انساني وجود د افعالو پوهنې یو مهم کتاب په پښتو ژباړلی دی. درمل د پکتیا اوسېدونکی دی خو لومړنۍ زده کړې يې د کورمې په سده کې کړې دي. ډاکتر احسان درمل په جرمني کې مېشت دي او هلته په طب کې لوړې زده کړي ترلاسه کوي. ډاکتر درمل په پښتو ژبه شاعري هم کوي. بشپړه مرکه واورئ.

پښین کې په ارزانه بیه د کتابونو د خرڅلاو نندارتون شوی دی

Mashaalradio.com 

د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه پښین کې د مې پر څلورمه او پینځمه په ارزانه بیه د کتابونو پلورلو نندارتون شوی دی. د سړک تر غاړې نندارتون ته د ښار ګڼ اوسېدونکي ورغلل او کتابونه یې واخیستل. د کتابونو پلورونکي وايي چې په نورو پښتون مېشته ضلعو کې هم ورته نندارتونونه جوړوي چې موخه یې خلک د کتابونو لوست ته وربلل دي. ویډیويي رپورټ.

د چمن احتجاجیانو د وژل شوي تن مړی د ډېپټي کمېشنر دفتر مخې ته ايښی دی

Mashaalradio.com 

د چمن د پرلتوالو وياند صادق اڅکزي د مې څلورمې پر ماخوستن له مشال راډيو سره په خبرو کې تور پورې کړ چې دوی چې د غرمې ډوډۍ خوړلو ته تللي ول نو د اېف سي ځواک سرتېرو یې پر احتجاجي کیمپ برید وکړ، خیمې یې وسوځولې او پر احتجاجیانو یې ډزې وکړې.

اسلام اباد کې د کورمې د ښوونکو د لومړي تلین په مناسبت مظاهره شوې

Mashaalradio.com 

په اسلام اباد د کورمې یوشمېر اوسېدونکو یو کال مخکې پر ښوونځي په حمله کې د څلورو استادانو او درې مزدورانو د وژنې پرضد مظاهره کړې. د مې څلورمې د احتجاج ګډونوالو وویل چې یو کال پوره شو خو حکومت لا هم د وژل شویو له کورنیو سره انصاف نه دی کړی. د ۲۰۲۳ز کال د مې پر څلورمه په کورمه کې د یو تن تر وژنې وروسته پارېدلي کسان په تري منګلو کې په ښوونځي ورغلل او هلته یې ښوونکي او مزدوران ووژل. تر دې وروسته تر ۲۰۰ زیاتو شیعه استادانو تر ډېسېمبر پورې په سني مېشتو ځایونو کې په ښوونځیو کې کار نه کاوه. د کورمې انتظامیه... Читать дальше...

جوزجان کې یوې ښځې د قالین ووبدلو کارخانه پرانیستې

Mashaalradio.com 

د افغانستان په جوزجان ولایت کې یوې ښځې د قالین ووبدلو کارخانه پرانیستې ده چې پکې ۵۰ ښځې کار کوي. مرضیې رسولي پخوا د ښځو سینګارتون چلاوه خو د طالبانو د حکومت تر بندیز وروسته یې کارخانه پرانیسته. نوموړې وايي، کارخانه یې د ښځو اقتصادي ستونزو هواري لپاره پرانیستې ده. د افغانستان په لاس ووبدلې قالینو په نړیوال کچ جایزې هم ګټلې دي. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیوګانو جوړ رپورټ.


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Ролан Гаррос

Прямая трансляция матча Рыбакиной с победительницей четырех "Больших шлемов"






Американский боксер Глэнтон прогулялся по центру Москвы

50 дней без еды. Россиянин выжил после голодовки

CNSA: Посадочный модуль китайского зонда успешно сел на обратной стороне Луны

Хакеры атаковали одну из крупнейших партий Германии