د بغلان سېلاب ځپلي د ورکو خپلوانو لټون کوي
د افغانستان په بغلان ولایت کې ځينې سېلاب ځپلي د خپلو ورکو خپلوانو په لټون دي. په هغه ولایت کې سېلابونو له ۳۰۰ زیات کسان وژلي او په سلګونه کورونه يې وران کړي دي. د فرانس پرېس اژانس له ويډيو جوړ راپور.
د افغانستان په بغلان ولایت کې ځينې سېلاب ځپلي د خپلو ورکو خپلوانو په لټون دي. په هغه ولایت کې سېلابونو له ۳۰۰ زیات کسان وژلي او په سلګونه کورونه يې وران کړي دي. د فرانس پرېس اژانس له ويډيو جوړ راپور.
د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د سوات يو ځوان او پېژندلی سندرغاړی اياز خان دی. نوموړي يوشمېر غزلونه، سندرې او ټپې ويلې دي. دی په سيمه کې ولسي پروګرامونو ته هم ځي او وخت په وخت نوې سندرې خپروي. اياز خان وايي، د سوات ولس د يو سندرغاړي په توګه منلی دی او ډېره مينه يې ورکړې ده. د نوموړي دا خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.
له پاکستانه حج ته د تلونکو کسانو بهير پيل شوی دی او حکومت په لومړي ځل داسې موبایل ايپ جوړ کړی چې پکې خلک د سفر او نور اړوند معلومات لټولای شي. ټاکل شوې ده چې سږ کال له ۱۸۹،۰۰۰ زیات کسان د حج لپاره سعوي عرب ته ولاړ شي. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ويډيو جوړ راپور.
د بلوچستان اعلا وزير میر سرفراز بګټي د مې پر ۱۵مه په کوټه کې خبري غونډې ته وويل چې حکومت به د یو یو کرنيز کوهي لپاره کروندګرو ته ۲۰، ۲۰ لکه روپۍ ورکوي.
د بلوچستان په چمن ښار کې د پاسپورټ او ويزې شرط عملي کېدو خلاف پرلتوالو له هغه وروسته د چمن او کوټې ترمينځ لويه لاره تړلې ده، چې د هغوی په وينا د مې پر څلورمه د پاکستان د سرحدي ځواکونو په دزو دوه پرلتوال ووژل شول او تر ۱۰ زيات ژوبل شول. بلخوا اېف سي ځواک دا ادعا کړې ده. د پرلتوالو او حکومتي چارواکو تر مينځ په وار وار خبرې شوې دي خو تر اوسه نتیجې ته نه دي رسېدلي. د مشال راډیو خبریال صمد شبنم کوږک سیمې ته ورغلی او هلته د ګاډو له چلوونکو او احتجاج کوونکو سره خبرې کړې دي.