Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
Mashaalradio.com
Май
2024

Новости за 18.05.2024

بشکیک کې بریدګرو ډلو د بهرنیو زده کوونکو پر استوګنځايونو بریدونه کړي

Mashaalradio.com 

د کرغزستان په پلازمینه بشکیک کې بریدګرو ډلو د بهرنیو زده کوونکو پر استوګنځايونو بریدونه کړي دي. د کرغزستان حکومت وايي د زده کوونکو ترمينځ د تاوتريخوالي کې لږ تر لږه ۳۰ کسان ژوبل شوي چې ۱۵ يې پاکستاني زده کوونکي دي. حکومت زياته کړې داسې ښکاري چې د دې تاوتریخوالي هدف بهرني زده کوونکي او مهاجرین ول. له اماتور ويډيوګانوجوړ راپور.

د بن ډوډۍ مېله له يوې پېړۍ راهيسې لمانځل کېږي

Mashaalradio.com 

د هانګ کانګ په چنګ چاو ټاپو کې له څه باندې يوې پېړۍ راهيسې د يو ډول ډوډۍ چې "بن" نومېږي، مېله لمانځل کېږي. په دې مېله کې رنګين پرېډونه او نڅاګانې هم کېږي. د رويټرز اژانس له ويډيو جوړ راپور

کرغزستان کې تاوتريخوالي کې لسګونه زده کوونکي ژوبل شوي دي

Mashaalradio.com 

د کرغزستان په سرښار بشکيک کې د زده کوونکو ترمينځ تاوتريخوالي کې ګڼ زده کوونکي ژوبل شوي دي. د کرغزستان حکومت وايي، د تاوتريخوالې پېښه کې، چې د مې د ۱۷مې او ۱۸مې ترمينځ شپه په بشکیک کې وشوه، لږ تر لږه ۲۸ کسان ژوبل شوي دي. تاوتريخوالی د ځايي او بهرنيو زده کوونکو ترمينځ له لانجې وروسته پيل شو. په دې اړه احمد شاه اعظمي ويډيويي راپور لري.

نیویارک کې د رواني ناروغیو مرکز په هنري ميوزيم بدل شوی دی

Mashaalradio.com 

د امريکا په نیویارک ښار کې د رواني ناروغیو یو مرکز د ناروغانو په هنري ميوزيم بدل شوی دی. دا د هغه هېواد د ذهني یا رواني ناروغانو د هنر تر ټولو لوی مرکز دی. په هغه مرکز کې د هغوی لپاره د انځورونو جوړولو او بيا يې نندارې ته د اېښوولو ځايونه جوړ کړل شوي دي. په دې اړه د رویټرز اژانس ويډیويي راپور.

بشکیک کې د محصلینو ترمینځ تاوتریخوالي کې لږ تر لږه ۲۸ کسان ژوبل شوي دي

Mashaalradio.com 

د پاکستان دولتي خبري اژانس ای پي پي د پاکستان سفارت په حواله نن خبر ورکړي چې په بشکیک کې مېشت بهرني زده کوونکي چې پاکستانيان هم پکې شامل دي، څو ورځې وړاندې د مصري زده کوونکو سره نښتي شوي وي.

يوشمېر قاضيانو استخباراتي ادارې په عدالتي چارو کې په لاسوهنې تورنې کړي

Mashaalradio.com 

په پاکستان کې په وروستيو کې د عدليې او اېسټیبلېشمنټ ترمينځ ناندرۍ زياتې شوې دي. د اسلام اباد های کورټ شپږو ججانو د سپريم کورټ مشر قاضي ته ليک لېږلی وو چې د هغه هېواد استخباراتي ادارې د عدليې په چارو کې لاسوهنه کوي. په پاکستان کې د اېسټېبلېشمنټ اصطلاح اکثر د پوځي او استخباراتي ادارو لپاره کارېږي چې په سياسي او عدلي چارو کې يې د لاسوهنې تورونه په وار وار رد کړي دي. دا چې دغه ناندرۍ کومې خوا ته روانې دي او د دې نتيجه به څه وي؟ ګل اياز يې په اړه راپور جوړ کړی دی.


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Александр Зверев

Зверев и Рууд не пожали друг другу руки после полуфинала «Ролан Гаррос» – из-за проблем с желудком у норвежца






Московский музей современного искусства и Фонд Still Art представляют выставочный проект «Хорошее воспитание»

Воробьев поздравил 300-балльника из Лыткарина с успехом на ЕГЭ

Комитеты Мособлдумы поддержали законопроект о совершенствовании налоговой системы

Счетная палата проверит московского подрядчика по строительству школы в Новоспасском