Добавить новость
ru24.net
Mashaalradio.com
Май
2024

Новости за 20.05.2024

جماعت اسلامي د غزې په اړه مظاهره کړې ده

Mashaalradio.com 

جماعت اسلامي د مې پر ۱۹مه په پېښور کې د"غزې میلیون مارچ" په نوم غونډه وکړه چې پکې د ګوند مرکزي او صوبایي مشرانو او پلویانو ګډون وکړ. جلسې ته په خپله وینا کې د ګوند مشرانو وویل چې ملګري ملتونه او د انساني حقونو نور سازمانونه دې د اسراییل او فلسطین ترمینځ د اوربند لپاره عملي هڅې وکړي. ویډیویي رپورټ:

کراچۍ کې هندوانو د نجونو د تښتونو او پر هغو د جنسي تېري ضد لاریون کړی

Mashaalradio.com 

د مې پر ۱۹مه په کراچۍ کې هندوانو د دوی د نجونو د تښتولو او ورسره د جنسي زیاتي کولو د پېښو ضد احتجاجي لاریون کړی دی. احتجاج کونکو وايي د مې پر ۱۲مه په کراچۍ کې د ډيفنس په سیمه کې د پاریه کماري په نوم یوه نجلۍ تر جنسي تېري وروسته وژل شوې ده. پولیس وايي چې د پېښې مقدمه يې درج کړې او پلټنې یې پیل کړي دي. ویډیویي رپورټ

ایرانیو ژغورنکيو د ولسمشر د هیلي کاپټر نسکورېدو په ځای کې مړي موندلي دي

Mashaalradio.com 

د ایران سرکاري خبري اژانس ارنا د مې پر ۲۰مه په یو بیان کې تایید کړې چې ولسمشر ابراهیم رییسي، د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان او ورسره نور یو شمېر چارواکي د هیلي کاپټر غورځېدو په پېښه کې وژل شوي دي. ژغورونکو نن سهار (مې ۲۰مه) د الوتکې د نسکورېدو په ساحه کې مړي موندلي دي.

اسلام اباد کې د کشميري شاعر د لادرکۍ ضد مظاهره شوې

Mashaalradio.com 

په اسلام اباد کې د مې پر ۱۹مه فعالانو د کشمیري شاعر احمد فرهاد د ورکېدنې ضد احتجاج وکړ. دا په داسې حال کې ده چې د مې پر ۱۵مه، نامعلومو کسانو احمد فرهاد له خپل کور څخه بيولی دی او لا هم ورک دی. احتجاج کوونکو غوښتنه کوله چې احمد فرهاد دې خوشې کړل شي او یا دې عدالت ته وړاندې کړل شي. ویډیویي رپورټ:


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Уимблдон

Экс-теннисист Ольховский: россияне могут хорошо выступить на Уимблдоне






Дерматолог Егорова рассказала, как загорать на солнце без вреда для кожи

Под подозрением фасоль. Число отравившихся блюдами из доставки выросло

Участники СВО из Химок получат социальную поддержку в рамках госпрограммы

Собянин рассказал о росте турпотока из Китая