Добавить новость
ru24.net
Mashaalradio.com
Август
2023

Новости за 03.08.2023

شان خان وايي ټولنیزو شبکو هنرمندانو ته زیاته ګټه رسولې ده

Mashaalradio.com 

دا اوونۍ مو په هارون باچا هنري ګړۍ کې د جنوبي وزیرستان له سندرغاړي شان خان سره خبرې کړې دي. نوموړی اوسمهال په اسلام اباد کې اوسي او د پښتو تر څنګ یې په اردو ژبه هم سندرې ویلې دي. شان خان د نومیالي سندرغاړي کمال مسید زوی دی. دی وايي، ټولنیزو شبکو د ده په ګډون ګڼو پښتنو هنرمندانو ته ګټه رسولې ده. په خپرونه کې د خان د ژوند او هنر په اړه نورې خبرې او سندرې اورېدای شئ.

ناوې یې کور کې انتظار کاوه خو د اعجاز احمد مړی یې وروړ

Mashaalradio.com 

د باجوړ په چاودنه کې هغه ځوان هم ووژل شو چې شاوخوا ۱۰ ورځې مخکې یې واده کړی وو. د اعجاز احمد کورنۍ وايي، د نوموړي ناوې له دود سره سم په اوومه کور ته تللې وه او د جولای پر ۳۰مه خسرګنۍ ته ستنه شوه او د مېړه په انتظار وه خو هغه په چاودنه کې ووژل شو. په پېښه کې د احمد د ترور زوی لال زاده او د پلار د ماما زوی الحاج هم ووژل شول. په هغه ځانمرګي برید کې د ماشومانو په ګډون ۶۳ تنه وژل شوي او تر ۱۰۰ زیات کسان ټپیان دي. د باجوړ په خار کې د برید ذمه واري د اسلامي دولت (داعش) ډلې خراسان څانګې ومنله. په ویډیو کې د اعجاز احمد پلار او تره نور معلومات راکوي.

د پاکستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو پر دوه اړخیزو او سیمه ییزو چارو خبرې کړې دي

Mashaalradio.com 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د اګست پر دویمه پر خپله ووبپاڼه په بیان کې وویل چې د عبداللهیان په مشری ایرانی پلاوی له پاکستاني لوري سره په ملاقاتونو کې د دوه اړخیزه اړیکو او په ځانګړي ډول د سیمه ییز اتصال، انرژۍ، اقتصاد او پانګونې په اړه خبرې وکړي.

کراچۍ کې د یو پښتون سوداګر د وژنې ضد مظاهره شوې ده

Mashaalradio.com 

په کراچۍ کې کاروباريانو د يو پښتون سوداګر د وژنې پر ضد مظاهره کړې ده. پوليس وايي چې د اګست پر لومړۍ نېټه غلو عارف مسيد په سهراب ګوټ کې په خپل دوکان کې وژلی دی. مسید په کراچۍ کې د ټایرونو دوکان درلود. د اګست پر دویمه کاروباریانو او په کراچۍ کې اوسېدونکو ګڼو پښتنو په سهراب ګوټ کې تر یوشمېر ساعتونو پورې د کراچۍ او حیدراباد ترمینځ لوی سړک تړلی وو او د مسید په وژنه کې یې د ککړو کسانو د نیولو غوښتنه کوله. پولیسو مظاهرچیانو ته د پېښې د پلټنو او د ککړو کسانو د ګرفتارولو ډاډ ورکړ چې تر هغې وروسته احتجاج ختم شو. Читать дальше...

خوست کې پر جادو او سړکونو څراغونه روښانه شوي

Mashaalradio.com 

د افغانستان په خوست کې د ښاروالۍ لخوا د ښار پر عمومي جادو، سړکونو او کوڅو باندې لسګونه لوړ څراغونه له نصبېدو وروسته روښانه شول. د خوست اوسېدونکو د دې کار هرکلی کړی او غوښتنه کوي چې د ښار د ښکلا او د ښاریانو لپاره دې د ښاري خدمتونو د ډېرېدو لپاره نورې پروژې هم پلې شي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ ۱۱ مخکښه فعالان له زندانه خوشې شوي دي

Mashaalradio.com 

دا تر هغې وروسته ده چې د سیند های کورټ دوه کسیزه جرګګۍ د جولای پر ۳۱مه د حکومت له لوري د عامه نظم ساتنې د قانون له درېیمې مادې (۳ اېم پي او) سره سم، د هغوی ګرفتاري ناقانونه وګرځوله او سمدستي یې د خوشې کولو امر وکړ.


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Даниил Медведев

«Это очень лёгкое чувство». Даниил Медведев — об ощущениях перед началом Кубка Лэйвера






Аналитик Монтес указал на изоляцию Аргентины от 80% мира без вступления в БРИКС

Названы регионы с наибольшим снижением цен на загородные дома за лето

"Здесь слабость, там слабость": Хазин объяснил хитрый ход Путина против США и Китая

В России быстро распространяется новый вариант COVID-19 XEC