علي مردان ډومکي د بلوچستان نګران اعلا وزیر ونومول شو
د حکومت او اپوزېشن پارلیماني کمیټي د اګست پر ۱۷مه ناوخته په خپله شریکه غونډه کې پرېکړه کړې چې د سبۍ اوسېدونکی قبایلي مشر علي مردان ډومکي به نګران اعلا وزیر وي.
د حکومت او اپوزېشن پارلیماني کمیټي د اګست پر ۱۷مه ناوخته په خپله شریکه غونډه کې پرېکړه کړې چې د سبۍ اوسېدونکی قبایلي مشر علي مردان ډومکي به نګران اعلا وزیر وي.
د ورکو بلوڅانو د کورنيو غړواو مدني فعالانو د اګست په ۱۷ مه په کراچۍ کې د پریس کلب مخې ته احتجاجي مظاهره کړې ده. مظاهره کوونکو د دادشاه بلوڅ ترڅنګ د ورکو بلوڅانو د خوشې کولو غوښتنه کوله. دوی وویل چې په ورستیو کې د پاکستان له بېلا بېلو برخو د بلوڅ ځوانانو تښتونه زیاته شوې ده. تفصیل په ویډیو کې
د پاکستان پنجاب صوبې په جړاواله ښار کې د مذهب سپکاوي تر تور وروسته د چرچونو سوځولو د پېښو ضد د اګست پر ۱۷ مه کراچۍ کې مظاهره شوې ده. عيسايي ټولنې او مدني فعالو له حکومته لږکيو ته د خونديتوب غوښتنه کړې ده. تفصیل په ویډیو کې
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د اګست پر ۱۸مه سهار وختي پر فېسبوک پاڼه لیکلي چې پولیسو د غورځنګ غړي او پلویان په بېلابېلو لارو کې ایسار کړي دي.
د خیبر د جنګ ځپلې سيمې، دره ادم خېل جنت افريدي په عمان کې د مياشتې په ۵۰۰ درهمو مزدوري پيل کړې وه. اوس ورسره په دوبۍ کې د ميليونونو درهمو په کاروبار کې ۵۰۰ خلک په کار بوخت دي. هغه کیسه کوي چې څنګه تر دې ځايه ورسېد خو وايي د کامياب کاروبار تر څنګ یې لويه لاس ته راوړنه د لور تعليم دی چې يو کال پس به ډاکټره شي. افريدی او لور یې غواړي چې په وروسته پاتې ادم خېلو دره کې د ښځينه ناروغانو لپاره يو روغتون جوړ کړي. د جنت افريدي له کړاونو تر بریالیتوب کيسه په دې ويډيو کې وګورئ. دا ويډيو د مشال راډيو د همکار،... Читать дальше...