Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
Mashaalradio.com
Август
2023

Новости за 16.08.2023

په افغانستان کې پخوانۍ څارنواله له کړاوه د ډک ژوند کیسه کوي

Mashaalradio.com 

په افغانستان کې د نسکور شوي جمهوري حکومت د څارنوالانو ټولنه دعوه کوي چې طالبانو نېږدې ۳۰ پخواني څارنوال وژلي او ۴۰ یې شکنجه کړي دي. طالبانو د دې دعوې په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو ادعا کوي چې د ټولو وګړو امنيت یې خوندي کړی دی. د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه د طالبانو تر واکمنېدو وروسته ګڼې څارنوالانې هېواد پرېښودو ته مجبوره شوې دي خو یوشمېر یې لا هم په افغانستان کې پټ ژوند کوي. په دې ویډیو کې د هغې څارنوالې له کیسې خبرېږئ چې پخوا یې د داعش او طالب وسلوالو قضیې څېړلې.

ایا د پاکستان نګران وزیراعظم انوارالحق کاکړ به شفافې ټاکنې وکړای شي؟

Mashaalradio.com 

د پاکستان نګران وزیراعظم انوارالحق کاکړ د يوه سياسي ګوند پخوانی مخکښ او د اسټېبلشمېنټ يو نېږدې کس ګڼل کېږي، نو ایا هغه به راتلونکې ټولټاکنې په شفافه توګه وکړا شي.؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې کې بحث شوې دي.

د پنجاب جړاوالا کې پارېدلو کسانو د مذهب سپکاوي په تور پر کلیساګانو برید کړی دی

Mashaalradio.com 

په همدې حال کې په پاکستان کې د کلیساګانو مشر پادري ازاد مارشل پر اېکس، چې پخوانی نوم یې ټوېټر وو، په بیان کې ویلي دي چې په جړوالا کې پر عیسویانو د مذهب د سپکاوي ناسم تور لګېدلی دی او پارېدلو کسانو د عیسویانو پر عبادتځایونو بریدونه کړي دي.

نومیالۍ فلمي ستورې اینجېلینا جولي د مطیع الله ویسا د خوشې کولو غوښتنه کړې ده

Mashaalradio.com 

جولي د ویسا په نوم په یو لیک کې چې یو نقل یې مشال راډیو ته هم رسېدلی دی، ویلي چې د ویسا د خلاصون او د نجونو پر زده کړو د ټولو بندیزونو لیرې کولو غوښتنه کوي او خپل غږ پورته کوي چې نوموړی او نور فعالان خپل مهم کار ته د دوام ورکولو جوګه شي.

فلسطینۍ ښځه نجونو او هلکانو ته د اس سپرلي ورزده کوي

Mashaalradio.com 

د فلسطین په غربي څنډه کې یوه ښځه خلکو ته د اس سپرلي ورزده کوي. هغه وايي، پخوا به هلته یوازې سړیو د اس سپرلي زده کوله او ښووله، خو اوس یې نجونه هم زده کوي او د اس سپرلۍ او ځغاستې په څېر په لوبو کې برخه اخلي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Андрей Рублёв

Теннисист Рублев объяснил, почему проиграл сет в первом круге "Ролан Гаррос"






Врачи со всей России обменялись опытом в Хакасии

Компании ОЭЗ «Технополис Москва» в 2024 году примут на стажировку 400 студентов

Половина россиян заявили о готовности оплатить взнос по ипотеке для своих детей

Летом ульяновцы смогут по вечерам встречаться с прославленным актером-земляком Денисом Юченковым