Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
Mashaalradio.com
Август
2023

Новости за 10.08.2023

جلال خان یوسفزی وايي د نوي نسل لپاره د موسیقۍ زده کړو انتظام اړین دی

Mashaalradio.com 

د دې اوونۍ په "هارون باچا هنري ګړۍ" کې مو سندرغاړی جلال خان یوسفزی مېلمه دی. نوموړی د خیبر پښتونخوا د صوابۍ اوسېدونکی دی، د پېښور له اېډورډز کالج او پوهنتونه یې زده کړې دي او د سندرو ویلو تر څنګ په اسلام اباد کې وکالت هم کوي. په خپرونه کې له یوسفزي سره د هغه پر ژوند او هنر غږېدلي یو او سندرې یې هم درخپروو. بشپړه خپرونه واورئ.

په اردن کې ښځو ولې د موسیقۍ ځانګړې ډله جوړه کړه؟

Mashaalradio.com 

په اردن کې ښځینه موسیقارانو او سندرغاړو د نایا په نوم د موسیقۍ بینډ یا ډله جوړه کړې ده. دوی د موسیقۍ له لارې د ښځو د ځواکمنولو هڅې کوي. هغې ډلې په عربي او اروپايي هېوادونو کې د موسیقۍ پروګرامونه کړي دي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.

ذبیح الله مجاهد وايي د افغانستان خاوره د پاکستان ضد استعمالېدو ته نه پرېږدي

Mashaalradio.com 

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د اګست پر اتمه په بیان کې ویلي دي چې د پاکستانیو چارواکو تورونه ردوي او هغوی ته یادونه کوي افغانستان په خپله له جګړو وتلی هېواد دی او په بل هېڅ هېواد، په ځانګړې توګه په ګاونډيو هېوادونه، کې ناامني نه غواړي.

کراچۍ کې لسګونه کسانو د یو وکیل تښتونې ضد پرلت وهلی دی

Mashaalradio.com 

د کراچۍ په سهراب ګوټ کې ګڼو پښتنو کاروباریانو او فعالانو د اګست پر نهمه د خیبر پښتونخوا د یو وکیل حکمت الله مسید د تښتونې پرضد پرلت وهلی دی. دوی وايي، نوموړی د جولای پر ۱۷مه د سیند په کندکوټ کې غلو تښتولی دی او له کورنۍ یې د کروړونو روپیو تاوان غواړي. د سیند حکومت د تازه احتجاجي ناستې په اړه څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې ټینګار کړی دی چې د غلو پرضد یې عملیاتو ته دوام ورکړی دی او د حکمت الله مسید په ګډون ټول تښتول شوي کسان ازادوي. ویډیويي رپورټ.

نوی ډیلی تر جي ۲۰ سرمشریزې وړاندې له کوڅو سپي ټولوي

Mashaalradio.com 

په هند کې په سېپټېمبر مياشت کې د نړۍ د ۲۰ پرمختللو هېوادونو يا جې ۲۰ سرمشريزه کېږي. په دې لړ کې حکومت په پلازمېنه نوي ډيلي کې يو لړ ګامونه پورته کړي چې يو په کې د کوڅو سپي نيول هم شامل دي. د ښار اوسېدونکی وايي، حکومت هڅه کوي چې د هند ناپاکې برخې پټي کړي. ويډيو: فرانس پرېس اژانس


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
WTA

Камилла Рахимова вышла в полуфинал турнира WTA-250 в Рабате






Дипломатическая бизнес-встреча «Россия - Африка» прошла в Белом Особняке Villa Barvikha

Новый монитор Philips Evnia 49M2C8900L подарит игровой опыт высочайшего уровня

Спрос на машино-места в ЖК «Детали» в два раза превысил первоначальный прогноз

Компания ICDMC приняла участие в торжественном открытии выставки “Тульское качество”