Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
Mashaalradio.com
Август
2023

Новости за 31.08.2023

پاکستان کې د بجلۍ په بلونو کې د زیاتوالي پرضد سوداګرو کاربندیز کړی

Mashaalradio.com 

د اګست پر ۳۱مه د پېښور، کراچۍ او اسلام اباد په ګډون د پاکستان په یوشمېر ښارونو کې سوداګرو د برېښنا په بلونو کې د زیاتوالي پرضد کاربندیز وکړ. نګران حکومت وايي، د بجلۍ د بلونو د بیو د ټیټولو لپاره د پیسو له نړیوال صندوق سره به خبرې کوي.

سېلابونو د نړۍ د ګڼو سیمو خلک اغېزمن کړي

Mashaalradio.com 

د پاکستان او هند په ګډون د نړۍ په يوشمېر هېوادونو کې په دې وروستيو کې د ډېرو بارانونو له کبله ځينو سيمو کې سېلابونه راغلي دي. که څه هم دې سېلابونو مالي تاوانونه اړولي خو د مرګژوبلې په اړه يې کره شمېرې نه ده ورکړل شوې. په دې اړه نور تفصیل د رويټرز او اې اېف پي خبري اژانسونونه په اقتباس په جوړ شوي دې ویډیويی راپور کې وګورئ. .

بلال شفقت وايي، شپېلۍ د نړۍ تر ټولو ګران ساز دی

Mashaalradio.com 

د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د پېښور يو نوميالی شپېلۍ يا فلوټ غږوونکی بلال شفقت دی. نوموړی وايي، کورنۍ يې شاوخوا ۷۰ کاله مخکې له لاهوره پېښور ته کډه شوې ده. د شفقت د کورنۍ يوشمېر کسان بېلا بېل سازونه غږوي او شاګردان هم روزي. د شفقت په خبره، د سيمې له تقريباً ټولو نومياليو سندرغاړو سره يې په سټوډيو کې او يا هم پر سټيج په شپېلۍ همکاري کړې ده. دی دعوه کوي چې په تېرو ۲۵ کلونو کې يې د پښتو په سلګونه زره سندرو کې شپېلۍ غږولې. د نوموړي دا خبرې او غږولې ځينې نغمې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.

پاکستان کې د لادرکه کسانو کورنیو د خپلوانو د خوشې کولو غوښتنه کړې ده

Mashaalradio.com 

په پاکستان کې د اګست ۳۰مې نيټه د لادرکه کسانو د نړيوالې ورځې په مناسبت مظاهرې شوې دي. په کراچۍ او اسلام اباد کې شویو دغو مظاهرو کې د لادرکه کسانو کورنیو د خپلو خپلوانو د موندلو او خوشې کولو غوښتنه کړې ده.

پاکستان کې د سېلاب ځپلو لپاره جوړ شوي کورونه څه ځانګړتياوې لري؟

Mashaalradio.com 

د پاکستان په سیند صوبه کې د تېر کال تر سېلابونو وروسته هلته د هیرټېج فاونډېشن په مرسته د سېلاب ځپلو لپاره ځانګړي کورونه جوړ کړل شوي دي. دا کورونه د سېلاب او ګرمۍ په پام کې نیولو سره جوړ شوي دي. نور تفصیل د رویټرز خبري اژانس په دې ویډیويي راپور کې.


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Камилла Рахимова

Рахимова вышла в полуфинал турнира в Рабате






В Москве задержан высокопоставленный офицер департамента Минобороны по обеспечению гособоронзаказа

Москва сочла «охотой на ведьм» возможный запрет россиянам покупать недвижимость в Финляндии

Выставка-обозрение "Из истории русского искусства"

Форум для предпринимателей пройдет в Лобне 31 мая