Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
Mashaalradio.com
Август
2023

Новости за 27.08.2023

د پوتین له اشپزۍ د ملېشې تر مشرۍ: د اېوګېني پرېګوژېن ژوند ته کتنه

Mashaalradio.com 

د روسیې د پلټنو کمېټۍ د اګست پر ۲۳مه د الوتکې پرېوتو په پېښه کې د واګنر ملېشې د مشر اېوګېني پرېګوژېن مړینه تایید کړې ده. کمېټۍ د اګست پر ۲۷مه وویل چې د شخصي جېټ الوتکې پرېوتو په پېښه کې یې د ۱۰ واړه وژل شویو کسانو پېژندګلوي کړې چې د مساپرو له هغه لېسټ سره سم دی چې چارواکو مخکې اعلان کړی وو. دا په داسې حال کې ده چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اګست پر ۲۴مه د اېوګېني پرېګوژېن او نورو وژل شویو کسانو له کورنۍ سره خواخوږي وښوده. خو پر دې سربېره د روسیې چارواکو په پېښه کې د ۶۲ کلن پرېګوژېن مړینه نه... Читать дальше...

کراچۍ کې د ورکو بلوڅانو موندلو لپاره مظاهره شوې ده

Mashaalradio.com 

د سيند نګران حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي خو د ماړيپور یو لوړپوړي پولیس چارواکي فيضان علي د اګست ۲۶مې پر ماخوستن مشال راډيو ته وويل چې مظاهرچیانو د کراچۍ بندر ته تلونکی سړک تړلی وو نو ځکه پولیس ورغلل چې لاره پرانیزي.

امریکايي عدالت یو پاکستاني ته له داعش سره د مرستې د هڅو په تور د ۱۸ کلونو بند سزا اورولې ده

Mashaalradio.com 

د امریکا د عدلیې وزارت د اګست پر ۲۵ پر خپله ووبپاڼه لیکلي چې د عدالتي اسنادو له مخې، ۳۱ کلن محمد مسعود په پاکستان کې د طب ډاکټر وو او پخوا یې د مېنېسوټا ایالت په راچسټر ښار کې په یو کلېنېک کې د څېړنو د همغږي کوونکي په توګه کار کاوه او په امریکا کې په کاري ویزه اوسېده.

خوست کې د ملګرو ملتونو په مرسته د بیارغونې پروژې روانې دي

Mashaalradio.com 

په خوست کې د طالبانو د حکومت د ښاروالۍ چارواکي وايي، هلته د ملګرو ملتونو په مرسته د بیارغونې ۱۷ پروژې روانې دي چې پکې سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده. دوی وايي، په هره پروژه د څه د پاسه یو لک امریکايي ډالرو لګښت راځي. دا په داسې حال کې ده چې دوه کاله مخکې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې له هغه هېواد سره نړیوالې مرستې کمې شوې دي او اقتصاد یې خراب شوی دی چې له کبله یې بې کاري زیاته شوې ده. ویډیويي رپورټ.

نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ د برېښنا بیو په اړه بیړنۍ غونډه ورغوښتې ده

Mashaalradio.com 

د اګست ۲۷مې بیړنۍ غونډه پر داسې مهال کېږي چې په تېرو ورځو کې د بجلۍ لوړو بیو پر ضد د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې مظاهرې شوې دي او په ځینو ځایونو کې خو خلکو احتجاجاً بېلونه هم سوځولي دي.

زانګو د بټګرام او شانګله د يوه کلي د خلکو بهر ته تګ يوازينۍ وسيله ده

Mashaalradio.com 

د شانګلې او بټګرام د يوه کلي ترمینځ د سيند پر سر زانګو (چېیر لېفټ) د تګ راتګ لپاره استعمالوونکې وايي چې بهر ته تلو لارې نه شته او یوازې زانګو يې د تګ راتګ مهمه وسيله ده. د بټګرام په الايي سيمه کې د اګست پر ۲۲مه په زانګو (چېیر لېفټ) کې د سکول زده کوونکو د بند پاتې کېدو تر پېښې وروسته د خيبر پښتونخوا حکومت په ټوله صوبه کې د زانګوګانو پر استعمال بنديز لګولی دی. ویډیويي رپورټ.


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Андрей Рублёв

Абсцесс остался позади // Андрей Рублев первым из игроков топ-10 вышел во второй круг






Подруге главаря красноярской ОПГ Наталье Довжанской грозит 15 лет тюрьмы

Москвичам рассказали, в каких зонах отдыха столицы можно купаться

В московском индустриальном парке пройдут испытания беспилотников

Алсу подала на развод с бизнесменом Абрамовым спустя 18 лет брака