Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
Mashaalradio.com
Август
2023

Новости за 13.08.2023

د چارسدې یو اوسېدونکی د بابړې د پېښې حال بیانوي

Mashaalradio.com 

د چارسدې یو اوسېدونکی ابراهیم کاکا وايي، د ۱۹۴۸ز کال د اګست پر ۱۲مه په بابړه کې د خدايي خدمتګارو تحریک ګڼو غړو او پلویانو د خان عبدالغفار خان باچا خان د زنداني کېدو ضد مظاهره کوله چې د هغه وخت صوبايي حکومت امنیتي سرتېرو ورباندې ډزې وکړې او لسګونه کسان یې ووژل. عوامي نیشنل ګوند هر کال د اګست پر ۱۲مه د هغې پېښې د ښکار شویو د یادولو ورځ لمانځي. نور په ویډیويي مرکه کې.

سوره يا د يوې نجلۍ د نه کړي جرم سزا؟

Mashaalradio.com 

د پښتنو نجونو او ښځو ستونزو په اړه د "نوې نړۍ" خپرونې په دې برخه کې د ښځو پر ژوند د سورې پر اغېز غږېدلي یو. د پښتنو په ځینو سیمو کې د یو کس تر وژنې وروسته د راضي نامې او یا هم د دښمنۍ ختمولو لپاره د پړ یا ملامته کس کورنۍ خپله نجلۍ مخالف لوري ته ورکوي او هلته یې ودوي. له دې سره دښمني ختمه شي خو نجلۍ اکثر د ټول عمر له کړاو سره مخامخېږي. بشپړه خپرونه واورئ.

په خیبر کې د ناامنۍ ضد احتجاجي جلسه شوې ده

Mashaalradio.com 

د خيبر قومي او سياسي اتحاد په نوم د یوشمېر ګوندونو او ډلو اېتلاف په احتجاجي جلسه کې له حکومته غوښتنه کړې ده چې هلته دې د خلکو ژوند او مال خوندي کړي. د اګست پر ۱۲مه په باړه کې د امن لپار جلسه پر داسې مهال شوې چې په وروستیو کې په خیبر کې پر امنیتي سرتېرو یوشمېر حملې شوې دي. د پاکستان حکومت او پوځ وايي، د سیمې امنیت ته ژمن دي او د وسلوالو ضد یې اقداماتو ته دوام ورکړی دی. د خیبر پښتونخوا پولیس وايي، په خیبر کې یې د وروستیو حملو په تړاو یوشمېر مشکوک وسلوال نیولي دي. ویډیويي رپورټ.

پوځ وايي د بلوچستان ګوادر کې په نښته کې ۲ مشکوک وسلوال وژل شوي دي

Mashaalradio.com 

په ګوادر کې دا برید پر داسې مهال شوی دی چې تر دې مخکې د اګست پر نهمه او اتمه د بلوچستان په درو سیمو کوټې، قلات او ژوب کې په حملو او په نښته کې دوه سرتېري او درې مشکوک وسلوال ووژل شول او یوشمېر کسان ژوبل شول.

تحریک انصاف او عوامي نیشنل ګوند له انوار الحق کاکړه پر وخت د شفافو انتخاباتو کولو غوښتنه کړې

Mashaalradio.com 

د تحریک انصاف مرستیال مشر شاه محمود قریشي د اګست پر ۱۲مه په ویډیويي بیان کې هیله ښوولې چې لنډمهالی وزیراعظم به راڼه انتخابات کېدل باوري کړي. "هغه ته لویه ذمه واري سپارل شوې ده. دا مسوولیت په ملک کې د شفافو او له درغلیو د پاکو انتخابات کول دي. موږ غواړو چې په هېواد کې پر ټاکلي وخت انتخابات وشي."


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
WTA

Россиянка Рахимова вышла в полуфинал турнира WTA в Рабате






Новый монитор Philips Evnia 49M2C8900L подарит игровой опыт высочайшего уровня

«Ъ»: онлайн-заказы продуктов растут в регионах

Дипломатическая бизнес-встреча «Россия - Африка» прошла в Белом Особняке Villa Barvikha

Вашингтон лихо обходит свои же санкции: США начали затариваться нефтью из России на Кубе и "сбитый летчик" Байден - не помеха.