Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2021

امریکا جانس له افغانستانه د ایستونکو وګړو همغږې کوونکې ګمارلې

0
د امریکا متحده ایالاتو له افغانستانه د امریکايي اتباعو او د هغو افغانانو چې له دوی سره یې کار کړی، د ایستلو د پروګرام لپاره نوې استازې ټاکلې ده.  


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې الزابیت جانس د سفیر جان بس پرځای له افغانستانه د وګړو د ایستلو د همغږې کوونکې په توګه ګمارل شوې ده.  


اغلې جانس تر دې مخکې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د خاص استازي د مرستیالې او په قزاقستان کې د امریکا د متحده ایالاتو د سفیرې په توګه دنده ترسره کړې ده.  


الزابیت جانس به له افغانستانه د هغو وګړو پر ایستلو چې امریکا ته د انتقال په شرایطو برابر دي، همدارنګه په امریکا کې د هغوی پر مېشتولو او په ټولنه کې به د دوی د ادغام پر مسائلو کار وکړي.  



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса