Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2021

Новости за 03.10.2021

ژر به فیصله وشي چې افغان کرکټ لوبډله به د کوم بیرغ لاندې لوبېږي: فضلي

Mashaalradio.com 

د افغانستان کرکټ بورډ مشر وايي افغان ملي لوبډله به په متحده عرب اماراتو کې د شل اووریز جام د کولو لپاره د اکتوبر په ۷مه له کابله روانه شي. دا نړیوال جام د اکتوبر په ۱۷مه پيليږي او د افغان لوبډلې لومړۍ سيالي د اکتوبر په ۲۵مه ده. حاجي عزیز الله فضلي د اکتوبر په درېيمه مشال رېډيو سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل چې لوبډله یې د قطر له لارې اماراتو ته ځي. نوموړي زیاته کړه چې په راتلونکو څو ورځو کې به دا مسله هواره شي چې افغان ملي لوبډله به د کرکټ په دې شل اووریز نړيوال جام کې د طالبانو او که د افغانستان د تور، سور او زرغون بېرغ لاندې لوبېږي. Читать дальше...

نظر پوښتنه: افغانستان کې اوس‌‌مهال یوازې ۳۰ سلنه رسنۍ فعالې دي​​​​​​​

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، رسنۍ له چندان ښه وضعیت سره مخ نه‌دي. دې اندېښنو ته په کتو، د افغانستان د ژورنالېستانو ملي ټولنې په دې اړه د خپلې نظر پوښتنې پایلې له خلکو سره شریکې کړې. د دې نظر پوښتنې پر بنسټ، اوس‌‌مهال یوازې ۳۰ سلنه رسنۍ په افغانستان کې فعالې دي. په دې نظر پوښتنه کې راغلي، ۴۰ سلنه خبریالان له امنیتي اندېښنو سره ژوند کوي او نږدې ۶۰ سلنه نور یې چې ښځې هم په‌کې شاملې دي، له کاري او اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. د افغانستان  د ژورنالېستانو د ملي ټولنې د رسنیو... Читать дальше...

روسیې نن او پرون په کرونا ویروس د ۸۹۰ کسانو مړینه ثبت کړه

Pa.azadiradio.com 

د روسیې حکومت وايي، نن او پرون‌یې په کرونا ویروس د ۸۹۰ کسانو مړینه ثبت کړې چې دا د دې وبا له پیله تر ټولو لوړ شمېر ګڼل کېږي. د روسیې د کرونا پر ضد د مبارزې لپاره د کاري ډلې راپور وايي، په دې موده کې په کرونا ویروس د خلکو د اخته کېدو ۲۵ زره او ۷۶۹ مثبتې پېښې ثبت شوي چې ۴ زره ۲۹۴ یې په مسکو کې وې. د رسمي شمېرو له مخې په روسیه کې په ټوله کې په کرونا ویروس د خلکو د اخته کېدو اووه نیم ملیونه مثبتې پېښې او د دوو لکو او ۱۰ زرو کسانو مړینه ثبت شوې ده. ګومان کېږي چې په کرونا ویروس د ډېرو مړینو راپور نه‌ورکول کېږي.

د مصر یوه هوايي شرکت اسرائیل ته لومړۍ مستقیمه رسمي الوتنه وکړه

Pa.azadiradio.com 

د مصر یوه هوايي شرکت چې د دغه هېواد بیرغ ورباندې ښکارېده، اسرائیل ته لومړۍ مستقیمه رسمي الوتنه نن یکشنبه وکړه. دا په ۱۹۷۹م کال کې د دواو هېوادونو ترمنځ د سولې تړون تر لاسلیک وروسته لومړی وار دی چې د مصر هوايي شرکت یوه الوتکه اسرائیل ته مستقیمه الوتنه کوي. ایر سینای هوايي شرکت د دې لپاره چې کومه لانجه ونه‌شي، د دې شرکت له لوګو پرته له کلونو راهیسې اسرائیل ته الوتنې کولې. اوس به د دغه شرکت الوتکې چې د مصر هوايي شرکت ټاپه به ورباندې لګېدلې وي، هره اوونۍ د قاهرې او تل‌ابیب ترمنځ درې الوتنې کوي.

بې وزلۍ او بېروزګارۍ افغانان هېواد پرېښودو ته اړ کړي

Mashaalradio.com 

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې، د کابل لسګونه اوسېدونکو له هېواده د وتلو هڅې پیل کړې دي. دوی وايي، په افغانستان کې بېروزګاري او بې وزلي په زیاتېدو ده نو ځکه لومړی د هېواد سرحدي ښارونو او بیا ګاونډیو هېوادونو ته د تګ هڅه کوي. ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بشري ناورین خبرداری ورکړی دی او پر ګاونډیو یې د پولو د پرانیستو غږ کړی. د منځني اسیا هېوادونو ویلي چې افغان کډوال نه قبلوي. د رويټرز اژانس ویډیويي رپورټ.

سرچینې: طالبانو په ننګرهار کې ۳ کسان له داعش سره د ارتباط په تور اعدام کړي

Pa.azadiradio.com 

په ننګرهار کې ځینو سرچینو محلي خبریالانو ته ویلي چې طالبانو په دغه ولایت کې درې کسان له اسلامي دولت ډلې یا داعش سره د ارتباط په تور اعدام کړي دي. دوه مړي په مرکز جلال‌اباد کې ځړول شوي وو او درېیم تن په چپرهار ولسوالۍ کې. دولتي اژانس باختر هم په داعش پورې د درېیو تړلو کسانو د مړینې خبر ورکړی دی. طالبانو تېره اوونۍ په هرات ولایت کې د څلورو کسانو مړي، د ښار په بېلابېلو برخو کې ځړولي وو. دوی ویلي وو، دغو کسانو د یوه سوداګر او د هغه د زوی په تښتونه کې لاس درلود چې د تښتول شویو د خوشې کېدو په عملیاتو کې څلور واړه ووژل شول او یو طالب ټپي شو. Читать дальше...

اروپايي ټولنه: افغانستان په غمیزې بدلېدونکي اقتصادي او ټولنیز زوال سره مخ دی

Pa.azadiradio.com 

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالېسۍ مشر وايي، افغانستان د اقتصاد او ټولنیزو سیستمونو له داسې زوال سره مخامخ دی چې په بشري غمیزې بدلېږي. جوزف بورېل نن د خپل بلاګ په یوه مطلب کې ویلي، تر ټولو د ناوړه وضعیت د مخنیوي لپاره طالبانو ته په کار ده، هغو شرایطو ته غاړه کېږدي چې نړیوالو مرستو ته زمینه برابروي. ښاغلي بورېل لیکلي: "افغانستان له جدي بشري بحران سره مخامخ دی چې ټولنیز او اقتصادي زوال هم راروان دی او دا بحران افغانانو، سیمې او نړیوال امن ته ګواښ پېښوي." له کله چې طالبانو د اګسټ میاشتې په نیمايي... Читать дальше...

روغتیا سازمان: افغانستان کې د صحتمندۍ پروژې یوازې ۱۷ سلنه مرکزونه فعال دي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په دغه هېواد کې «د صحتمندۍ پروژې» یوازې ۱۷ سلنه روغتیايي مرکزونه فعاله دي. دې ادارې ویلي، په هرو درېیو دغو مرکزونو کې دوه‌یې اساسي درمل نه‌لري او که چېرې په دې برخه کې اقدام ونه‌شي، پاتې مرکزونه به هم د بندېدو له خطر سره مخامخ شي. په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان نن په خپل رسمي ټویټر کې لیکلي، دغه اداره له بسپنه ورکوونکو سره کار کوي چې د دغو روغتیايي مرکزونو فعالیت دوام ومومي. دغه سازمان ویلي، تر بل هر وخت په ملیونونو افغانان له زیانونو سره... Читать дальше...



د ګرجستان واکمن ګوند د ښاروالانو او محلي شوراګانو ټاکنو کې تر نورو مخکې شو

Pa.azadiradio.com 

په ګرجستان کې د ښاروالانو او محلي شوراګانو د ټاکنو لومړنۍ نتیجې ښيي، د ګرجستان د رویا په نوم واکمن ګوند تر نورو ډېر مخکې دی. په دغو ټاکنو کې چې د درغلیو ادعاوې په‌کې شوي دوو عمده سیاسي لورو په‌کې د بریا ادعا کړې ده. د ټاکنو د مرکزي کمېسیون د نن ورځې شمېرې ښيي چې د ټاکنو د ۹۹ فیصده شمېرل شویو رایو له مخې، د ګرجستان رویا ګوند ۴۶،۶ فیصده رایې ګټلي، خو د متحد ملي غورځنګ په نوم د اپوزېسیون عمده ډلې ۳۰،۷ فیصده رایې خپلې کړې دي. پاتې رایې د ۴۸ نورو ګوندونو ترمنځ وېشل شوې دي. دغه ټاکنې د جلاوطنه پخواني... Читать дальше...

اروپايي ټولنه د اوکرایني پوځیانو د روزنې پر یوه مأموریت غور کوي

Pa.azadiradio.com 

د اروپايي ټولنې د یوه داخلي سند له مخې دغه ټولنه د اوکراین په سرحد کې د روسیې د روانو پوځي فعالیتونو له کبله د اوکرایني پوځیانو د روزنې پر یوه مأموریت غور کوي. په داسې حال کې چې د کیف او مسکو ترمنځ کړکېچ اوج ته رسېدلی، د اروپايي ټولنې ځیني غړي له بلاروس غواړي چې د اوکراین لپاره د اروپايي ټولنې د پوځي مشورې او روزنې په نوم یو بې‌طرفه روزنیز مأموریت پیل کړي. دا خبر د اروپايي ټولنې د پالېسۍ د یوه سند له مخې د جرمني ویلټ ایم سونتاګ ورځپاڼې نن خپور کړی دی. د سند له مخې دا ډول یو پوځي مأموریت به... Читать дальше...

د کابل عیدګاه جومات ته څېرمه چاودنې مرګ‌ژوبله اړولې

Pa.azadiradio.com 

نن مازیګر د کابل عیدګاه جومات ته څېرمه چاودنې مرګ‌ژوبله اړولې ده. د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ذبیح‌الله مجاهد په یوه ټویټ کې د چاودنې خبر تأیید کړی او ویلي یې دي، چاودنه د ملکیانو پر یوه تجمع شوې ده. ښاغلی مجاهد وايي، په پېښه کې ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې، خو د دقیق شمېر په اړه‌یې څه نه‌دي ویلي. د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند سعید خوستي رسنیو ته وویل، ځیني مشکوک کسان نیول شوي هم دي. ښاغلی خوستی زیاتوي: "د کابل د عیدګاه جومات د عمومي دروازې مخې ته پر سړک چاودنه شوې چې په ترڅ کې یې ملکیانو ته تلفات اوښتي دي. Читать дальше...

د ایران پولې ته نږدې پوځي تمریناتو د تهران او باکو ترمنځ ترنګلتیا زیاته کړې

Mashaalradio.com 

د ایران تهران او اذربایجان ترمنځ ترنګلتیا له هغه وروسته زیاته شوې چې اذربایجان د ایران پولې ته نږدې پوځي تمرینات ترسره کړل او تهران هم ورته اقدام وکړ. اذربایجان په تېره سپټمبر میاشت کې د ایران د پولې په ۵۰۰ کیلومترۍ کې پوځي تمرینات ترسره کړل. په دې تمریناتو کې ایټمي وسله لرونکي پاکستان او د ناټو مهم غړي هیواد ترکیې ګډون کړی و. د هالېنډ په لیډن پوهنتون کې د ختیځ او مرکزي اسیا د څانګې رییس تورج اتابکي وایي، د ایران او اذربایجان په اړیکو کې د ترنګلتیا زیاتېده نور عوامل هم لري. دی وايي، "اذربایجان... Читать дальше...

طالبانو په ټول افغانستان کې د بې‌اسناده وسلو او موټرو پر پېر او پلور بندیز ولګاوه

Pa.azadiradio.com 

د بې‌اسناده وسلو او موټرو د خرڅلاو په اړه د طالبانو په مشرۍ حکومت د دفاع وزارت تازه اقدام. دغه وزارت نن یکشنبه «۱۴۰۰ کال د تلې ۱۱» رسنیو ته په یوه استول شوې اعلامیه امر کړی چې تر ثاني امر پورې په ټول افغانستان کې د بې‌اسناده وسلو او نقیله وسایطو پېر او پلور بند دی. د دې وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې دغه‌شان ټولو ولایتونو کې امنیتي ادارو ته امر شوی چې د دې چارې د مخنیوي لپاره جدي اقدامات وکړي. په دې اعلاميه کې دا هم ویل شوي، له کله نه چې طالبان واک ته ورسېدل د غیر مسؤله وسله‌والو له‌خوا،... Читать дальше...

قطر کې انتخابات؛ له ۲۶ ښځینه کاندیدانو هېڅ یوه د شورا مجلس ته انتخاب نه‌شوه

Pa.azadiradio.com 

رأی ورکوونکو د شنبې په ورځ د قطر د شورا مجلس په لومړیو انتخاباتو کې ګډون وکړ، خو دوی په دغو انتخاباتو کې له ۲۶ ښځینه کاندیدانو څخه یوه هم انتخاب نه‌کړه. له دې نهیلي کوونکې نتیجې وروسته هم قطرۍ ښځې وايي چې دوی نه‌دي کمزورې شوي. په قطر کې د ۴۵ چوکۍ لرونکي شورا مجلس لپاره ۳۰ غړي د انتخاباتو له لارې ټاکل کېږي او ۱۵ نور غړي د دې هېواد امیر ټاکي. په قطر کې پر سیاسي ګوندونو بندیز دی. عایشه حمام الجسیم ۵۹ کلنه ده. دا د نرسېنګ مدیره ده او په دغو  انتخاباتو کې يې د دوحې له مرخیه ولسوالۍ څخه ځان کاندید کړی و. Читать дальше...

د هرنايي اوسېدونکو په کوټه کې احتجاجي پرلت پیل کړی

Mashaalradio.com 

د بلوچستان د هرنايي یوشمېر اوسېدونکي تر ۱۱ ورځو پلي مزل وروسته د اکتوبر پر لومړۍ نېټه کوټې ته ورسېدل. دوی د هرنايي ژغورنې غورځنګ په نوم د یوه سازمان غړي دي او وايي، احتجاجي پرلت یې په خپله سیمه کې د پرمختیايي کارونو او بنیادي اسانتیاو لپاره پیل کړی دی. د بلوچستان حکومت وايي، په سیمه کې یې د پرمختیايي چارو لپاره پیسې بېلې کړې دي. ویډیويي رپورټ.

افغان وګړي وايي، پر تورخم ترې ناقانونه پېسې اخیستل کېږي

Mashaalradio.com 

په تورخم کې د پاکستان د وفاقي تحقیقاتي ادارې - ایف ای اې - یو چارواکي دا تور رد کړ چې ګواکې پر تورخم پوله مامور مېلشه ځواک او نور زمه وار کسان پاکستان ته له تلوونکو افغان وګړو په ناقانونه توګه پیسې اخلي.

عمران خان: د امریکا په ګډون نړیواله ټولنه دې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني

Pa.azadiradio.com 

پاکستان چې د طالبانو تر ټولو نږدې ملاتړی بلل کېږي، صدراعظم‌یې یو ځل بیا له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د طالبانو به مشرۍ حکومت په رسمیت وپېژني. عمران خان د ترکیې له حکومتي رسنۍ "ټي‌ارټي" سره مرکه کې د افغانستان د ګاونډیانو په ګډون د سیمې په هېوادونو هم غږ کړی چې د طالبانو په رسمیت پېژندلو لپاره یوه ګډه پالېسي جوړه کړي. ښاغلي خان ویلي، که پاکستان په یوازې ځان د طالبانو رژیم ته رسمیت ورکړي، ډېر اغېز به ونه‌لري، خو هغه په دې برخه کې د امریکا، اروپايي ټولنې، چین او روسیې پرېکړه مهمه بولي. عمران خان زیاته کړه... Читать дальше...

Новости России
Москва

Экзаменационный центр «Воронеж-НК» на базе Воронежского ТРЗ Желдорреммаш сертифицирует до 200 дефектоскопистов ежегодно.


په یمن کې د دوزخ کوهی

Mashaalradio.com 

دا کوهي چې ۳۰ ګزه ارتوالی او ۱۱۲ ګزه ژوروالی لري، په اړه یې ځینې خلک وايي چې دا د پېریانو بنديخانه ده. ځینې بیا وايي، دا د دوزخ دروازه ده او چې څوک ورته نېږدې شي نو ځان ته یې راکاږي. خو دې ته د کوهیانو او غارونو ماهرین ورکوز شوي دي، په دې رپوټ کې یې وګورئ چې په دې کوهي کې هغوی څه ولیدل؟

د اسپانیا یوه سیالۍ کې د افغان معلولو نجونو د باسکټبال لوبډلې کپټانې ګډون

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د معلولو نجونو د باسکټبال لوبډلې کپټانې پرون د اسپانیا په یوه سیالۍ کې ګډون وکړ.  نیلوفر بیات او د هغې د ژوند شریک رامش نیکزي ته موقع ورکړل شوه چې پر څرخچوکیو (ویلچېر) د اسپانیا د بیلباو ښار په سیالۍ کې ګډون وکړي.  اغلې بیات له سیالۍ وروسته خپل احساسات داسې څرګند کړل: "ډېر ښه احساس کوم. اوښکې مې نه‌شم درولی. د ټولو له هرکلي ډېره مننه. دلته لوبه راته لوی ویاړ دی." نیلوفر بیات له نږدې ۱۰۰ نورو افغانانو سره د اګسټ په ۲۰مه، یعنې د طالبانو تر واکمنېدو پنځه ورځې وروسته د اسپانیا پلازمېنې مادرید ته پناه یووړه. Читать дальше...

طالبانو بګرام هوايي اډې ته د چینايي الوتکو د ورتګ اوازې رد کړې

Pa.azadiradio.com 

طالبانو هغه اوازې رد کړې چې ګنې چینايي الوتکې بګرام هوايي اډې ته راغلې دي.  د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي وايي، بګرام اډې ته نه چینايي الوتکې راغلي او نه چینايي ځواکونه.  تېره شپه په ټولنیزو رسنیو کې اوازې خپرې شوې چې د بګرام هوايي اډې څراغونه ناببره روښانه شوي او د چینایانو څو الوتکې په دې هوايي اډه کې کېناستې دي.

د پاکستان صدراعظم د تاجکستان له ولسمشر سره د افغانستان پر حالاتو خبرې وکړې

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان صدراعظم عمران خان د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره د افغانستان پر حالاتو ټیلیفوني خبرې وکړې. د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، دواړو خواوو په دې ټیلیفوني خبرو کې چې پرون (شنبه) یې وکړې، د افغانستان په اوسني وضعیت، سولې او ثبات او بشري مرستو ټینګار وکړ.  عمران خان په ځانګړي ډول په اوس وخت کې له افغانستان سره د بشري مرستو اړتیا مهمه وبلله او د افغانستان د اقتصادي سقوط د مخنیوي لپاره‌یې له دې هېواد سره د اقتصادي راکړو ورکړو د ډېرېدو غوښتنه وکړه.  د پاکستان صدراعظم په داسې حال کې... Читать дальше...

نړۍ کې د کرونا ویروس له کبله د مړو شویو کسانو شمېر تر ۵ ملیونو واوښت

Pa.azadiradio.com 

په نړۍ کې د کرونا ویروس له کبله د مړو شویو کسانو شمېر د جمعې تر ورځې پورې تر ۵ ملیونو واوښت.  د کرونا د ډېلتا بڼې خپرېدو او د بې‌وزلو او شتمنو هېوادونو په منځ کې د واکسین په برخه کې نابرابري د کرونا وبا له کبله د مړینو د شمېر په زیاتېدو کې رول لرلی دی. په وروستۍ یوه اوونۍ کې تر نیمايي ډېر کسان په امریکا، روسیې، برازیل، مکسیکو او هند کې مړه شوي دي.  یوازې په وروستیو ۸ میاشتو کې دوه نیم ملیون تنه مړه شوي حال دا چې همدومره نور په یو نیم کال کې مړه شوي وو.  تېره اوونۍ په نړۍ کې په متوسط ډول د ورځې ۸ زره او په هره دقیقه کې ۵ تنه مړه شوي دي. Читать дальше...


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Елена Рыбакина

Первая ракетка мира расплакалась после финала турнира с участием Рыбакиной






Лучшие кадеты ПФО побывали на репетиции Парада Победы в Москве

Посол РБ в РФ Крутой: страна заинтересована в программах России по беспилотникам

В метро Москвы запустили поезд ко Дню Победы

Акции «М.Видео» упали на 10% на планах компании увеличить уставной капитал путем SPO