Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2021

Новости за 24.10.2021

کروندګر او مالداران: د طالبانو حکومت ته د عشر او زکات د ورکولو توان نه‌لرو

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر کروندګر، بڼوال او مالداران وایي چې کرنې وزارت ته د عشر او زکات د ورکړې توان نه‌لري. دوی ادعا کوي چې طالبانو د دوی کلیو او باڼډو ته د یو مکتوب په استولو سره، ورنه غوښتي چې د دوی حکومت ته عشر او زکات ورکړي. دوی د دغې نوې طرحې ته په غبرګون کې چې احتمال شته له مخې یې له دوی عشر او زکات ټول شي، ازادي راډیو ته وویل، د طالبانو حکومت باید د دې طرحې په ځای له کروندګرو د ملاتړ لپاره په پروګرامونو کار وکړي. ۲۸ کلن سمېع‌الله چې د کاپیسا ولایت د خم زرګر په کلي کې ۸ جریبه ځمکه لري، ازادي راډیو ته‌یې... Читать дальше...

هرات کې درې تنه له طالبانو سره نښته کې ووژل شول

Pa.azadiradio.com 

په هرات کې درې تنه له طالبانو سره په وسله‌واله نښته کې وژل شوي.  د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند سعید خوستي په خپل ټویټر باندې په یوه بیان کې وژل شوي کسان انسان تښتوونکي بللي دي.  هغه ویلي دا درې تنه د هرات د ۱۵مې حوزې په پل دوزان سیمه کې یوې ودانۍ ته ختلي وو چې د طالبانو له‌خوا محاصره او ووژل شول.  خوستي ویلي د طالبانو غړو ته زیان نه‌دی اوښتی.  مخکې له دې ځینو سیمه‌ییزو سرچینو ویلي وو چې په نښته کې د طالبانو د ملا منان نیازي انشعابي ډلې وسله‌وال ښکېل وو. د طالبانو لاس ته د هرات ښار... Читать дальше...

د طالبانو وسله‌والو تورخم کې 'دوه افغان خبریالان' وهلي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو وسله‌والو په تورخم ښارګوټي کې دوه افغان خبریالان وهلي دي. د راپورونو له مخې د طالبانو کسانو د طلوع‌نیوز پر خبریال صداقت غورځنګ او د جاج نیوز په نوم د یوې وېب‌پاڼې خبریال جاوېد رازمند باندې نن هغه وخت لاس پورته کړی چې دوی تورخم ته د افغان مسافرو په اړه د راپور جوړولو لپاره ورغلي وو.  د صداقت غورځنګ خبرې د طلوع پر فېس‌بوک خپرې شوي: "یو کتار و چې مسافر په‌کې درېدل. موږ چې کله ورورسېدو یو طالب راغی زما کمره او ترای پاټ‌یې واخیستل. په دې ترای پاټ (پایې) باندې یې په سر ووهلم. په قنداغونو... Читать дальше...

د طالبانو حکومت وايي د ایران کنفرانس کې ګډون نه‌کوي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت ویلي چې د ایران په کنفرانس کې ګډون نه‌کوي. دا خبره د طالبانو ویاند او د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ذبیح‌الله مجاهد نن رسنیو ته کړې ده.  تمه ده ایران د افغانستان د ګاونډیانو د بهرنیو چارو وزیرانو د یوې ناستې کوربه وي. په دې ناسته کې تمه کېږي چې ایراني چارواکي په افغانستان کې د ټول‌شموله او پراخ‌بنسټه حکومت په تشکیل باندې ټینګار وکړي.  مجاهد د ایران ناسته د افغانستان په ګټه بللې ده. د ایران تر ناستې وروسته تمه ده هند د سیمې د هېوادونو د ملي امنیت سلاکارانو یوه غونډه جوړه کړي چې په افغانستان باندې به بحث کوي.

د پاکستان تُندلاري تحریک لبیک ګوند خپل لاریونونه د درېیو ورځو لپاره وځنډول

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان تُندلاري اسلام‌پاله ګوند تحریک لبیک موافقه کړې چې خپل لاریونونه د درېیو ورځو لپاره وځنډوي.  د تحریک لبیک مشرانو وروسته له هغه دا پرېکړه کړې چې پاکستاني چارواکو ژمنه کړې د دغه تحریک په مشرانو باندې تورونه او دوسیې به لغوه کوي. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شېخ رشید احمد او د مذهبي چارو وزير نورالحق قادري دواړو ويلي چې له ناقانونه تحريک لبیک سره په مذاکراتو کې پرمختګ شوی دی.  شېخ رشید احمد اسلام‌اباد کې خبري غونډې ته وویل چې تېره شپه‌یې ټوله له یاد تحریک سره په مذاکراتو تېره کړې ده.... Читать дальше...

د غنمو په بدل کې د کار پروګرام؛ کابل کې '۴۰۰ کسانو' ته د کار زمینه برابره شوه

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت په کابل کې د خوړو د احتمالي بحران د مخنیوي، د لوږې د کچې راکمولو او د کاري فرصتونو د برابرولو په هدف د یوه پروګرام د پیل خبر ورکوي. د طالبانو حکومت چارواکي وایي، د دغه پروګرام چې د غنمو د وېش په بدل کې د کار د زمینې برابرول دي، په پیل سره ۴۰۰ کسان په کار شول. د دې پروګرام له مخې به هره ورځ د هر کس د کار په بدل کې هغه ته ۱۰ کیلو غنم ورکړل شي. د افغانستان د ملي پراختیا شرکت مرستیال ریاض‌الدین شریفي ازادي راډیو ته وویل چې یاد پروګرام د کلیو پراختیا، اطلاعاتو او فرهنګ، ملي پراختیا... Читать дальше...

محمد نبي عیسی‌خېل: لوبغاړي د لوبو لپاره پوره چمتووالی لري

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم د شل اوریزو سیالیو کپټان محمد نبي عیسی‌خېل ډاډ ورکوي چې لوبغاړي د لوبو لپاره پوره چمتووالی لري.  عیسی‌خېل دا خبره نن په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې چې د کرکټ نړیوالې شورا په فېس‌بوک په ژوندی بڼه خپور شو وکړه. نبي زیاتوي: "دا پنځه واړه لوبې دي. موږ یوې یوې لوبې ته ان‌شاءالله چمتووالی نیولی دی. د سکاټلنډ که بېټنګ دی یا بالېنګ دی موږ هر یوه ته بېل بېل پلان نیولی دی. زموږ کوښښ به دا وي چې د پلان په مطابق باندې لوبه مخته یوسو."   د کرکټ په نړیوال شل اووریز جام کې د افغانستان... Читать дальше...

غور: روږدي غواړي درملنه یې وشي خو امکانات کم دي.

Pa.azadiradio.com 

غور: روږدي غواړي درملنه یې وشي خو امکانات کم دي. په غور کې د روږدو د درملنې د مرکزونو مسوولان وايي، په دغه ولایت کې د هغو روږدو شمېر دېر شوی چې غواړي په دواطلبانه ډول نشه يي توکو ته نه ووايي او درملنه یې وشي، خو دوی په خبره چې امکانات يې دېر کم دي. نور په دې راپور کې.



تورخم کې پاکستان ته د تلونکو مسافرو ګڼه ګوڼه او بې‌نظمي؛ د تګ راتګ چارې سختې شوي

Pa.azadiradio.com 

د تورخم له لارې پاکستان ته د تلونکو مسافرو زیاتې ګڼې ګوڼې او بې‌نظمۍ د تګ راتګ چارې سختې کړې دي. تېره پنجشنبه کله چې ویزه لرونکو افغانانو ته د تورخم له لارې د اوښتو اجازه ورکړل شوه، تر ننه هره ورځ زرګونه افغانان چې ډېری یې ناروغ لرونکي دي، له ساعتونو ساعتونو انتظار وروسته یا بېرته کورونو ته ستنېږي او یا هم په تورخم کې د بلې ورځې په تمه شپې کوي. د تورخم له لارې ډېری تلونکي کسان هغه ناروغان دي چې پر سرطاني او نورو سختو ناروغیو اخته دي، د کومو چې په خپل هېواد کې درملنه ستونزمنه او له محبورې ورځې پاکستان ته ځي. Читать дальше...

له پاکستان خاورې افغانستان کې د امریکا د احتمالي عملیاتو راپورونو طالبان غوسه کړي

Pa.azadiradio.com 

طالب چارواکي هغه راپورونو غوسه کړي چې ګنې امریکا او پاکستان پر دې هوکړه کوي چې د متحده ایالاتو هوايي او استخباراتي دستګاوې د پاکستان له خاورې په ګټې اخیستنې سره، افغانستان کې عملیات وکولای شي. د طالبانو حکومت دغو راپورونو ته په اشارې وايي، که داسې یوه هوکړه وشي، پایلې به‌یې د هېڅ‌چا په ګټه نه‌وي. د دوی په وینا، پر افغان خاوره هېڅوک د برید اجازه نه‌لري. سي‌اېن‌اېن د شنبې په ورځ یوه راپور کې د یو شمېر امریکايي چارواکو له قوله ولیکل، امریکا او پاکستان پر دې موضوع هوکړې ته نږدې شوي چې امریکايي الوتکې... Читать дальше...

محقق: د کابل په لوېدیځ کې ۸  ماشومان د لوږې له لاسه مړه شوي

Pa.azadiradio.com 

د کابل په لویدېځ کې د لوږې له لاسه د اتو ماشومانو مړینه راپور شوې ده. سیاستوال او جهادي څېرې محمد محقق په خپله فېس‌بوک پاڼه نن د دغو ماشومانو د مړینې په اړه جزئیات خپاره کړي. محقق ادعا کړې چې دا ماشومان د کابل ښار ۱۳مې ناحیې اړوند اتفاق ښارګوټي کې مړه شوي او د سیمې ملا امام او کلیوالو خاورو ته سپارلي. ښاغلي محقق د محمد علي بامیاني په نوم د یوه ملا امام خبرې هم خپرې کړي چې د دې پېښې په اړه جزئیات ورکوي. بامیاني وایي: "هغوی اته کسان وو. مشر یې اته کلن او وړوکی یې یو-یو نیم کلن ښکارېده. پلار، مور او نږدې خپلوان‌یې نه‌درلودل، رورغلو. Читать дальше...

نن د کرکټ د نړۍ دوه سرسخته سیال ټیمونه هند او پاکستان لوبه لري

Pa.azadiradio.com 

نن ماښام د کرکټ د نړۍ دوه سرسخته سیال ټیمونه هند او پاکستان لوبه لري. د دوی لوبه د کرکټ د نړیوال شل اووریز جام په لړ کې د دوبۍ په سټډيوم کې ترسره کېږي.  د راپورونو له مخې د دې لوبې لپاره ټول ټکټونه پلورل شوي او تمه ده په ټلويزیونو باندې هم ملیونونه کسان ورته ناست وي. د هند د کرکټ په ملي ټيم کې د شل اووریزو لوبو څو وتلي لوبغاړي لوبډلمشر ویرات کوهلي، روهېت شرما او ځیني نور شامل دي.  د پاکستان په ټیم کې بیا د شل اووریزو لوبو تر ټولو غوره توپ وهونکی بابر اعظم، فخر زمان هم شته او په باولېنګ کې بیا شاهین افریدي او حسن علي باندې حساب کېږي. Читать дальше...

لښکرګاه کې د پلونو او پلچکونو د بیا رغولو چارې پیل شوې

Pa.azadiradio.com 

د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د ښاروالۍ له لوري د هغه پلونو او پلچکونو د بیا رغولو چارې پیل شوي چې په جګړو کې وران شوي ول. د لښکرګاه ښاروالۍ ویاند محمد طاهر ابشار وویل چې یاد پلونه او پلچکونه د ښاروالۍ په بودجه رغول کېږي. نوموړي د هغو پلونو او پلچکونو شمېر یاد نه‌کړ کوم چې بیا رغول کېږي، خو ویې‌ویل لومړیتوب هغو ته ورکوي چې د خلکو تګ راتګ پرې زیات وي. د هلمند ولسوالۍ او مرکز لښکرګاه د طالبانو او پخواني پوځ ترمنځ د سختو جګړو شاهد وو چې په‌کې ګڼې سیمې ورانې شوي.

په ازبکستان کې د ولسمشرۍ انتخابات روان دي

Mashaalradio.com 

په ازبکستان کې د اکتوبر پر ۲۴مه د نوي ولسمشر ټاکلو لپاره  انتخابات کېږي. تمه ده چې د مخالفه امېدوارانو په انتخاباتو کې د نه ګډون له وجې ولسمشر شوکت میرضیایېف په دویم ځل دا څوکۍ وګټي. د ولسمشر د څوکۍ لپاره د میرضیایېف پر وړاندې هغه څلور امېدواران ولاړ دي چې د حکومت زیات پلوي دي. درو نورو مخالفه ګوندونو ته د انتخاباتو لپاره د ځان رجسټر کولو او یا د خپلو امېدوارانو درولو اجازه نه وه. په ۱۹۹۱ز کال کې د ازبکستان له خپلواکۍ راهیسې دا شپږم ځل دی چې په ۳۵ میلیونه نفوس لرونکي دې هېواد کې ولسمشریز انتخابات کېږي. Читать дальше...

ملګري ملتونه: د افغان نجونو او ښځو د حقونو دفاع او ودې ته دوام ورکوو

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش وايي، تر څو چې افغان نجونې ښوونځیو او ښځې دندو ته ستنې شوې نه‌وي، خپلې هڅې به ونه‌دروي. ښاغلي ګوترش پرون شنبه پر خپله ټویټرپاڼه کښلي: "ملګري ملتونه په افغانستان کې پاتې کېږي او د نجونو او ښځو د حقونو دفاع او ودې ته دوام ورکوي." سرمنشي همداراز لیکلي چې دوی به تر هغو چې افغان نجونو او ښځو ته د زده‌کړو او کار حق نه‌وي ورکړل شوی، په کرار نه‌کېني. پر طالبانو د افغانانو او نړیوالو فشار دی چې د نجونو او ښځو حقونو ته غاړه کېږدي. طالبانو که څه هم په یو شمېر شمالي... Читать дальше...

طالبان: نوي جوړېدونکي ملي پوځ کې به پخوانیو مسلکي کادرونو ته هم ځای ورکړل شي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت وايي، ډېر ژر به نوی ملي پوځ جوړ او په‌کې به پخوانیو مسلکي کادرونو ته هم ځای ورکړل شي. د طالبانو حکومت داسې مهال په نوې جوړېدونکې ملي اردو کې پخوانیو مسلکي کادرونو ته د ځای ورکولو خبره کوي چې یوه ورځ مخکې یې د ملي دفاع سرپرست وزیر ملا یعقوب ویلي، د یوه ملي او خپلواک پوځ پر جوړولو کار روان دی. د طالب چارواکو له قوله، د نوې جوړېدونکې ملي اردو لپاره به ټول امکانات او اسانتیاوې چمتو شي. د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال او ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل،... Читать дальше...

کډي کباب اوس په نوې طریقه پخېږي

Mashaalradio.com 

کډي کباب د بلوچستان د خلکو دودیز خواړه دي. دا کباب به پخوا د اور په ټکور پخېده خو اوس د کوټې په یوه رستوران کې په نوې طریقه پخېږي. هغه خلک چې د روغ پسه توان نه لري او یا روغ پسه ته اړتیا نه لري دلته یې د کیلو په حساب اخېستلای شي او یو کیلو ورته په ۲۲۰۰ سوه روپۍ تمامېږي. نور په ویډیو راپور کې.

Новости России
Москва

Композитор Классической музыки Сергей Брановицкий представляет произведения классической музыки.


کرکټ؛ نړیوال شل اوره جام کې افغانستان له سکاټلنډ سره لوبه لري

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ په نړیوال شل اووره جام کې به سبا افغانستان په خپله لومړنۍ مسابقه کې له سکاټلنډ سره مخامخ شي. سکاټلنډ د دې جام له ۱۲ غوره لوبډلو سره تر یوځای کېدو مخکې خپلې ټولې درې سیالۍ وګتلې او په خپل ګروپ کې د لومړي ټیم په توګه د نړیوال جام اصلي سیالیو ته راووت. د سبانۍ مسابقې په اړه د افغانستان د کرکټ بورډ د نشریاتو رئیس او ویاند فرید هوتک ازادي راډیو ته وویل: "د افغانستان لوبډله دې سیالۍ ته پوره چمتووالی لري." که څه هم افغانستان او سکاټلنډ تر اوسه پورې شااوخوا ۱۸ مسابقې کړي او ډېرې یې افغانستان... Читать дальше...

امریکا د کولمبیایي سوداګر الوارو پولېدو د نېولو لپاره جایزه وټاکله

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د کولمبیايي سوداګر الوارو پولېدو د نیولو لپاره جایزه وټاکله او ویې‌ویل، د هغو معلوماتو پر وړاندې چې د ونزوئلا د ولسمشر د دغه نږدې سوداګر د نیول کېدو سبب شي، ۱۰ ملیون ډالره جایزه ورکوي. دا ۵۷ کلن سوداګر چې له څلورو نورو کسانو سره د پیسو په سپینولو او رشوت ورکولو تورن شوی، د یوه بل کولمبیايي سوداګر شریک دی چې په جون میاشت کې د رشوت په تور ونیول شو او بیا د محاکمې لپاره امریکا ته واستول شو. د پولېدو د اقتصادي فعالیتونو یوه برخه د ونزوئلا د حکومت د خوړو بېړنی پروګرام دی. Читать дальше...

د ازبکستان خلک نن د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې رایې ورکوي

Pa.azadiradio.com 

د ازبکستان خلک نن د خپل هېواد د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې رایې ورکوي. اټکلونه ښيي چې اوسنی ولسمشر شوکت میرضیایف به بریالی شي. میرضیایف له څلورو نورو کاندیدانو سره چې ټول د حکومت پلویان دي، په انتخاباتو کې سیالي کوي. درېیو مخالفو سیاسي ګوندونو ته اجازه نه‌ده ورکړل شوې چې انتخاباتو ته څوک کاندید کړي. په ۱۹۹۱ م کال کې د ازبکستان له خپلواکۍ وروسته دا شپږم ځل دی چې په دغه هېواد کې انتخابات کېږي. ټاکل شوې ده چې د رأی ورکولو څه باندې ۱۱ زره مرکزونه د نن شپې تر ۸ بجو پورې پرانیستي وي. په ازبکستان... Читать дальше...

اردوغان د امریکا، فرانسې او جرمني په ګډون د ۱۰ سفیرانو د اخراجېدو حکم وکړ

Pa.azadiradio.com 

د ترکیې ولسمشر له دغه هېواده د امریکا، فرانسې او جرمني په ګډون د ۱۰ سفیرانو د اخراجېدو حکم صادر کړی دی. رجب طیب اردغان پرون شنبه د دغو سفیرانو وروستۍ اعلامیه "له سپین سترګۍ" ډکه وبلله او امر یې وکړ چې دا کسان باید د ده په ټکو "بې حیا" اعلان شي. د امریکا، فرانسې، جرمني، هالنډ، کاناډا، ډنمارک، سویډن، فنلند، ناروې او نیوزیلنډ سفیرانو په دې وروستیو کې د یوې اعلامیې له لارې د عثمان کاوالا د دوسیې حل او فصل غوښتی و. عثمان کاوالا ۲۰۲۰ کال کې له هغو تورونو برائت ترلاسه کړ چې ۲۰۱۳م کال کې د دولت ضد اعتراضونو د پلانولو په تړاو پرې لګېدلي وو. Читать дальше...

د امریکا دفاع وزیر: د تایوان په اړه په هېڅ فرضیې کې ځان نه‌ښکېلوو

Pa.azadiradio.com 

د امریکا دفاع وزیر لوېډ استېن وایي، متحده ایالات د تایوان په اړه هېڅ فرضیې کې ځان نه‌ښکېلوي. استېن په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو د کنفرانس په پای کې خبریالانو ته وویل: "لکه څنګه چې موږ په څو ادارو کې ترسره کړي، اوس هم له تایوان سره د سرچینو او وړتیاوو په برخه کې هغه مرسته کوو چې د ځان د دفاع لپاره اړتیا ورته لري، موږ به پر همدې مسئلو متمرکز پاته شو، زه د تایوان په اړه هېڅ فرضیې کې نه‌ښکېلېږم." دا خبرې وروسته تر دې کېږي چې د امریکا ولسمشر وویل، که چین د تایوان پر ټاپو برید وکړي، امریکا به د تایوان دفاع وکړي. Читать дальше...

امریکا: له ایران سره باید خبرې له سره پیل شي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، له ایران سره خبرې باید له سره پيل شي. د دغه وزارت ویاند ند پرایس واشنګټن کې خبریالانو ته وویل، ګټوره دیپلوماسي اټمي وسلو ته د ایران د مخنیوي لاره ده. پرایس وویل: "متحده ایالات، اي درې ډله یعنې فرانسه، جرمني او بریتانیا او پنځه جمع یو هېوادونه بریتانیا، چین، فرانسه، روسیه، امریکا او جرمني په یوه خوله باوري دي چې ډيپلوماسي هستوي وسلو ته د ایران د لاسرسي د مخنیوي مؤثره لاره ده." نوموړي زیاته کړه، په ویانا کې د ایران د اټمي تړون د بیا ژوندي کولو په اړه خبرې باید... Читать дальше...


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Елена Рыбакина

Первая ракетка мира расплакалась после финала турнира с участием Рыбакиной






Пономарёв: «Зенит» станет чемпионом, а «Динамо» займёт второе место

Реклама сотовой сети Билайн на Сухаревской площади, 1996 год, Москва

Войну на истощение России не выиграть: Три источника пополнения ВСУ и одно возможное решение

Стоп, снято: мошенники придумали новые схемы с фейковыми фотосессиями