Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2021

Новости за 27.10.2021

اروپایي ټولنې مولداويا سره د ۶۰ میلیونه یورو مرستې اعلان وکړ

Pa.azadiradio.com 

وروسته تر دې چې مولداويا ونه توانېده له روسیې سره د انرژۍ په برخه کې نوی تړون وکړي، اروپایي ټولنې له دغه هېواد سره د طبیعي ګازو د بحران د مخنیوي په خاطر د ۶۰ میلیونه یورو مرستې اعلان وکړ. د اروپایي کمېسیون مشر اورزلا وان دیرلین پرون دا ژمنه وروسته تردې وکړه چې د اوونۍ په پيل کې مولداويا له پولنډ څخه یو میلیون متر مکعب ګاز واخېست. د روسیې ګاز پروم شرکت پخوا یو متر مکعب ګاز پنځه سوه پنځوس ډالرو خرڅاوه او اوس یې بیه اووه سوه نوي ډالرو ته لوړه کړې ده. مولداويا چې دوه میلیونه او شپږ لکه نفوس لري... Читать дальше...

د تحریک لبیک پاکستان لاریونونه؛ چارواکي: پنجاب کې ۴ پولیس افسران وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان امنیتي چارواکي لاهور ښار ته نژدې د څلورو پولیسو د وژل کېدو او د سلګونو کسانو د ټپي کېدو خبر ورکوي. د پنجاب د پولیسو یوه ویاند وویل، د تحریک لبیک پاکستان له غړیو سره د لاهور په لمن کې د شیخپوره پر لویه لار پرون نښته وشوه. د پولیسو په وینا د تحریک لبیک پاکستان له غړیو سره تفنګچې او ماشیندار وو چې پر هغو امنیتي ځواکونو یې ډزې وکړې چې مظاهره چیان یې څارل. رویټرز اژانس د پنجاب د پولیس د مشر راو سردار علي خان په وینا خبر ورکړ چې د پولیسو لږ تر لږه څلور افسران وژل شوي او لږ تر لږه ۲۶۳ تنه نور ټپیان شوي دي. Читать дальше...

روسیه: د افغانستان ګاونډیان دې لویدیځ ځواکونو ته ځای نه ورکوي

Pa.azadiradio.com 

د روسیې جګپوړي ډپلوماټ د افغانستان پر ګاونډیو غږ وکړ چې د لویدیځ ځواکونو ته په خپله خاوره کې ځای ورنه کړي. مسکو دې ته اندېښمن دی چې داعش له افغانستانه منځنۍ اسیا ته لار ونه کړي او لویدیځ هېوادونه د پخواني شوروي اتحاد په جمهوریتونو کې د پښوځای پیدا نه کړي. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وویل: "موږ یوځل بیا د افغانستان پر ګاونډیو هېوادو غږ کوو چې د امریکا او ناټو پوځي حضور ته اجازه ورنه کړي، دوی وروسته تردې چې د افغانستان خاوره یې پرېښوده اوس پلان لري چې هلته ځای پرځای شي." لاوروف دا... Читать дальше...

د کرکټ نړیوالې شل اوورېزه لوبې؛ نن اسټرالیا سریلانکا سره مخ کیږي

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ د شل اوورونو نړیوال جام لوبو په ترڅ کې ټاکل شوې ده چې نن پنجشنبه اسټرالیا له سریلانکا سره مسابقه وکړي. پرون انګلستان د بنګله دیش لوبډلې ته په اتو ویکټو ماتې ورکړه. په بله لوبه کې نامیبیا د سکاټلنډ لوبډلې ته د څلورو ویکټو په توپیر شکست ورکړ. د شل اوورونو کرکټ د نړیوال جام لوبې په متحد عربي اماراتو او عمان کې روانې دي. دا لوبې د اکتوبر په اوولسمه پيل شوې او پایلوبه به یې د نوومبر په څوارلسمه وي.

د اروپا پارلمان بحث؛ د افغانستان تېرو لاسته راوړنو ته باید په بې‌پامۍ ونه‌کتل شي

Pa.azadiradio.com 

د ناټو ائتلاف یو چارواکی وايي، ډېری افغانان په دې باور دي چې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې مرستې باید تر ډېرو کلونو دوام وکړي. جان منزا (John Manza) نن (له افغانستانه د اخیستل شویو درسونو) په نوم یوه ناسته کې د اروپا پارلمان دفاعي او امنیتي کمېټې ته وویل چې په افغانستان کې تېرو لاسته راوړنو ته باید په بې‌پامۍ ونه‌کتل شي. دغې ټولنې نن د عقرب په ۵مه ڼېټه په تېرو ۲۰ کلونو کې د افغانستان وضعیت او په دغه هېواد کې ترلاسه شوې تجربې او درسونه وارزول. د اروپايي پارلمان ځینو غړو د افغانستان د پخواني... Читать дальше...

اروپايي ټولنه: له طالبانو سره تعامل د رسمیت پېژندنې په معنا نه دی

Pa.azadiradio.com 

اروپايي ټولنه په افغانستان کې د خپل ماموریت د بیا پیل په اړه غور کوي. دغې ټولنې ژمنه کړې چې څه باندې یو میلیارډ ډالر به په مختلفو برخو کې له هغې جملې د روغتیا او زده کړې په برخه کې په افغانستان کې لګوي. د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې ویانده نبیلې مسرالي ویلي چې افغانستان کې خلکو ته د مرستې رسونې په خاطر له طالبانو سره تعامل کوي، خو حکومت یې په رسمیت نه پېژني. مصطفی صدیقي له مسرالي سره خبرې کړي او په سر کې یې له هغې پوښتنه کړې چې ولې د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني.

د ژورنالېستانو ملي اتحادیه: د خبریالانو ضد ۹۰ سلنه تاوتریخوالی طالبانو ترسره کړی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ژورنالېستانو ملي اتحادیه وايي پر افغانستان د طالبانو له ولکې وروسته د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي ۳۰ پېښې ثبت شوي چې په سلو کې ۹۰يې د طالبانو له لوري ترسره شوې دي. دغې اتحاديې راپور ورکړی چې د خبریالانو په وړاندې د تاتریخوالي ۱۰ په سلو کې نورې يې د نورو نامعلومو وسله‌والو له لوري ترسره شوې دي. د افغانستان د ژورنالېستانو ملي اتحادیې مسؤلینو د چهارشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د لړم ۰۵» په یوه خبري ناسته کې وویل چې په دې تاوتریخوالي کې په سلو کې ۵۰يې لفظي او نیم نور يې وهل ډبول او زندان ته اچول دي. Читать дальше...

د افغان نجونو د تعلیم په ملاتړ انلاین کمپاین؛ تر یو ملیون زیاتو کسانو برخه اخیستې

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د نجونو د تعلیم په ملاتړ په پیل شوي انلاین کمپاین کې تر یو ملیون زیاتو کسانو برخه اخیستې ده. پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ تر ۷۰ زیاتې ورځې کېږي او تر ۴۰ زیاتې ورځې کېږي چې دغې ډلې نجونو ته تر شپږم ټولګي پورته د تعلیم اجازه نه‌ده ورکړې. دې مسئلې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې افغانې ښځې او نجونې اندېښمنې کړې دي، ځکه ۲۰ کاله مخکې د طالبانو په لومړۍ واکمنۍ کې هم نجونو تعلیم او ښځو کار نه‌شوی کولای. د افغان نجونو او ښځو دغه ګونګ برخلیک د دې سبب شوی چې د نړۍ له ګڼو برخو د دوی په ملاتړ غږ پورته شي. Читать дальше...



د تحريک لبيک پاکستان د مظاهرو تر شا اصل عوامل څه دي؟

Mashaalradio.com 

په پاکستان کې ناقانونه ګرځول شوې ډلې تحريک لبيک پاکستان د اکتوبر له ۲۲مې د خپلو غوښتنو په حق کې احتجاج پیل کړی او د اسلام اباد پر لور يې د لاريون اعلان کړی دی. د اسلام اباد او راولپېنډۍ انتظاميې د زرګونو مظاهرچيانو د مخنيوي لپاره ځينې لارې تړلې او خنډونه يې اچولي دي. د تحريک لبيک پاکستان د مظاهرو تر شا اصل عوامل څه دي؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې رانغاړل شوې دي.

د خوست خلک: بې کارۍ او د مرستو نه شتون له ستونزو سره مخ کړي یو

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د نورو سیمو په شان په خوست کې هم بې کارۍ او غریبۍ د ډېر شمېر خلکو ژوند له ستونزو او کړاونو سره مخامخ کړي دي. دوی وايي، نه کار پیدا کېږي چې ورباندې حلاله نفقه وګټي او نه ورسره د نړیوالو بنسټونو او د طالبانو د حکومت له خوا داسې مرستې کېږي چې ګوزاره ورباندې وکړي. نن چهارشنبه (د لړم په ۵مه نېټه) د خوست اوسیدونکي ریاض الله ازادي راډیو ته وویل، په اوس وخت کې د افغانستان ډېری خلک له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او د ژمي په را نږدې کېدو سره يې ستونزې ډېرې شوي دي. دی د طالبانو له حکومته غواړي... Читать дальше...

ایران: طالبان باید ډاډ ورکړي چې هېځ ګاونډي ته خطر نه‌پېښېږي

Pa.azadiradio.com 

د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان وايي، طالبان باید ډاډ ورکړي چې هېځ ګاونډي ته د افغانستان له خاورې خطر نه‌پېښېږي. د ایسنا خبري اژانس د راپور له مخې، عبداللهیان دا خبره نن د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو په غونډه کې وکړه. ده زیاته کړه، په وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې د ترورېستي ډلو په تېره بیا داعش فعالیت زیات شوی دی. ده همداراز وویل، په‌کار ده چې په افغانستان کې د ټولو قومونو په ګډون یو پراخ‌بنسټه حکومت جوړ شي.

ترکمن چارواکي پر ټاپي پروژې د خبرو لپاره کابل ته سفر کوي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې ده چې ترکمن چارواکي پر ټاپي پروژې د خبرو لپاره کابل ته سفر وکړي. دا ۱،۸۰۰ کیلومتره اوږد پایپ‌لاین به د جوړېدو په صورت کې له ترکمنستان څخه د کال ۳۳ میلیارد مکعب ګاز پاکستان او هندوستان ته ولېږدوي.  طالبانو د خپل حکومت د کانونو او پترولیم د سرپرست وزیر محمد عیسي اخوند په قول په یوه خبرپاڼه کې ویلي، له څه مودې راهیسې په دې سخت کار کوي چې پر ټاپي پروژې کار پیل شي. محمد عیسي اخوند کابل ته د ترکمنستان د پلاوي تر سفر مخکې په کابل کې د ترکمنستان له سفیر سره ولیدل.  د طالبانو په وینا د ترکمنستان... Читать дальше...

ایران کې د افغانستان په اړه غونډه؛ طالبان: هیله ده ستونزو ته حل لارې ولټول شي

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې نن ایران د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې کوربه دی، طالبان وايي هیله ده چې دې غونډه کې د افغانستان ستونزو ته حل لارې ولټول شي. د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي د دغه غونډې په اړه وايي: "اسلامي امارات له ټولو هغو مجالسو او تحرکاتو څخه چې هېوادونو کې بېلابېلو جوړېږي او په یو ډول نه یو ډول د افغانستان مسایل په کې مطرح کېږي، هیله دا ده چې د افغانانو سره د همکارۍ یو روحیه رامنځته او د دوی لاس نیوی وکړي او دغه شان له اسلامي امارات سره د... Читать дальше...

اسلام اباد کې د نويو ټېکسونو پرضد د سوداګرو احتجاج

Mashaalradio.com 

.سوداګر د اسلام اباد په فیض اباد چوک کې د نویو ټېکسونو پرضد پر احتجاج دي. دوی وايي، له نوي ټېکسونو سره به د ګرانې کچه نوره هم زياته شي او دا چې د دوی کاروبار له وړاندې هم کورونا وبا او له ګرانۍ متاثره شوې دي. حکومت لا تر دې دمه د سوداګرو د احتجاج په اړه څه نه دي ويلي. خو دوی د نومبر پر۲۰مه د وزيراعظم هاوس مخې ته په لویه کچه د احتجاج کولو اعلان کړی دی. نور حال په ویډیويي راپور کې.

د کونړ مسوولین: سږکال نږدې زر ټنه غوزاڼ شوي

Pa.azadiradio.com 

په کونړ کې د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست وايي، سږکال د نورو کلونو پرتله د غوزانو حاصلات زیات او بازار يې هم ښه دی. د دې ریاست د کرنیزو چارو امر نجیب الله عادل ازادي راډیو ته وویل:"سږکال په کونړ کې له ۹۰۰ نه تر ۱۰۰۰ ټنو پورې غوزانو حاصل ورکړی دی چې د تېرکال پرتله يې له لسو تر پنځلس سلنې پورې په کې زیاتوالی راغلی دی. سږکال يې بازار هم ښه دی او تر اتیا میلیونه افغانیو پورې به دهقانانو ته ګټه ورسیږي او دهقانان پرې ډېر خوشحاله دي." خلک هم د غوزانو له سږني حاصلاتو خوښ دي، خو عام کونړیان وایي،... Читать дальше...

سوداګرۍ خونه: ګاونډي هېوادونه خپلې مڼې د افغانستان په نوم صادروي

Pa.azadiradio.com 

د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړو د طالبانو د حکومت د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت له مرستیال سره پاکستان ته د مڼو د صادراتو د ستونزو په اړه خبرې وکړې. د سوداګرۍ او پانګونې خونې په یوې خبرپاڼې کې راغلي، د دې خونې مرستیال محمد یونس مومند په دې ناسته کې ویلي چې د پاکستان او هند له خوا د ترجیحي تعرفې په پام کې نیولو سره ځینې ګاونډي هېوادونو هڅه کوي چې خپلې مڼې د افغانستان د مڼو په نوم صادرې کړي چې دا کار د افغانستان د مڼو صادراتو ته تاوان رسوي. مخکې تر دې د پاکستان سفارت مسوولانو د ګمرکي تعرفو... Читать дальше...

Новости России
Москва

Экзаменационный центр «Воронеж-НК» на базе Воронежского ТРЗ Желдорреммаш сертифицирует до 200 дефектоскопистов ежегодно.


د کانونو وزارت: هڅه کوو د ټاپي پروژې کار پیل کړو

Pa.azadiradio.com 

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ترکمنستان له سفیر سره ولیدل. په هغه خبرپاڼه کې چې نن د دې وزارت له خوا خپره شوې راغلي، د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ټاپي پروژې په اړه د ترکمنستان له سفیر سره خبرې وکړې چې دواړو هېوادونو ته ډېره مهمه پروژه ده. محمد عیسی اخوند په دې کتنه کې ویلي دي چې هڅه کوي د ټاپي پروژې کار پیل کړي او دوی په افغانستان کې تیاری ورته نیسي. د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر د ټاپي پروژې د امنیت ډاډ هم ورکړی دی. په ورته وخت کې د ترکمنستان سفیر ویلي دي چې د روان کال د اکتوبر... Читать дальше...

د خېبر پښتونخوا په لکي مروت کې ۴ پاکستاني پولیس ووژل شول

Pa.azadiradio.com 

په یوه وسله واله حمله کې نن د پاکستان د خېبر پښتونخوا ایالت په لکي مروت کې څلور پولیس ووژل شول.  د لکي مروت د پولیسو مشر اقبال میهمند د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل چې وسله وال د پولیسو پر ګرځنده ډلې له بریده وروسته تښتېدلي دي.  د پاکستاني طالبانو تحریک د دې برید مسوولیت په غاړه اخیستی دی.

یو افغان د قطر د کرکټ د ملي لوبډلې سر روزونکی وګومارل شو

Pa.azadiradio.com 

یو افغان د قطر د کرکټ د ملي لوبډلې سر روزونکی وګومارل شو.  اسدالله خان لومړنی افغان دی چې د یوه بل هېواد د ملي لوبډلې د سر روزونکي په توګه ګومارل کېږي.  اسدالله خان پخوا د یوې مودې لپاره د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم لوبغاړی و، وروسته تر ۱۹ کلونو د کشرې لوبډلې روزونکی شو.

ملګري ملتونه: د ځمکې تودوخه به د صنعت د تېرې دورې پرتله لوړه شي

Pa.azadiradio.com 

ملګرو ملتونو په یو تازه راپور کې د مضرو ګلتوني ګازونو په اړه خبردارۍ ورکړی. یاد سازمان ویلي، د دې ګازونو د خپرېدو د مخنیوي برخه کې د نړۍ د هېوادونو د اوسنیو ژمنو پر اساس، د ځمکې د تودېدو اندازه به تر صنعت مخکې دورې پرتله ۲.۲ درجې لوړه شي. ملګرملتو تر دې وړاندې په اګسټ میاشت کې هم په خپل راپور کې خبرداری ورکړی و چې د فوسیلي سونګ موادو د استخراج او کارولو له کبله به په راتلونکو دوو میاشتو کې د ځمکې تودوخه تر صنعت مخکې دورې په نسبت یو اعشاریه ۵ درجو ته لوړه شوې ده.

تاجکستان: سږکال افغانستان سره سوداګرۍ راکړه ورکړه زیاته شوې

Pa.azadiradio.com 

تاجکستان وايي، د سږ کال په لومړیو ۹ میاشتو کې یې له افغانستان سره سوداګري راکړه ورکړه زیاته شوې ده. د تاجکستان د حکومت له ارقامو سره سم، د جنورۍ له لومړۍ د سېپټمبر تر پایه پورې د دوو هېوادونو ترمنځ راکړه ورکړه ۷۶ میلیونه او ۷۰۰ زره ډالرو ته رسېدلې چې دا د تېرکال د ورته مودې  پرتله په سلو کې ۳۵ اعشاریه ۵ ډېره ده. د افغانستان او تاجکستان ترمنځ سوداګري د طالبانو تر واک ته رسېدو مخکې میاشتو کې وغوړېده.

تهران کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو غونډه پرانیستل شوه

Pa.azadiradio.com 

په تهران کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو غونډه نن چهارشنبه (د لړم ۵مه نېټه) پرانیستل شوه.  د ایرنا د دولتي خبري اژانس، ایرنا له راپور سره سم، د ایران، ترکمنستان، پاکستان، تاجکستان او ازبیکستان د بهرنیو چارو وزیران او د روسیې او چین استازو په دې کنفرانس کې ګډون کړی دی.  د چین او روسیې د بهرنیو چارو وزیران په انلاین ډول په کنفرانس کې برخه لري.  په دې کنفرانس کې د افغانستان په استازیتوب څوک برخه نه لري، خو ایرنا خبري اژانس وايي چې په تهران کې د ټولو هېوادونو سفیران هم په کنفرانس کې ګډون لري. Читать дальше...


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Андрей Рублёв

Рублев не отстал от «Реала»! Как русская звезда тенниса покорила Мадрид






В Химках провели 18 выездных администраций с начала года

В торговом центре Омска пьяная женщина схватила за голову чужого ребенка

Подмосковная «Единая Россия» провела мероприятия в честь Дня воинской доблести

Пропавший с радаров над Нижегородской областью самолёт успешно сел в Москве