مسکو: نړیوال دې د کابل ملاتړ وکړي، هر راز ماتې د سیمې ثبات ګواښ سره مخ کوي
روسیې پر طالبانو فشار زیات کړ چې یو ټولشموله حکومت چې د افغاني ټولنې ټولې برخې په کې ځان پیدا کوي، جوړ کړي. روسیې دا فشار پرون چهارشنبه (د تلې ۲۸مه نېټه) د افغانستان لپاره د مسکو په غونډه کې پر طالبانو راووست. په دې غونډه کې د پاکستان، چین، ایران، هند او د منځنۍ اسیا د هېوادونو استازیو د طالبانو له چارواکو سره برخه واخیسته. په داسې حال کې چې افغانستان له اقتصادي ماتې او بشري بحران سره مخامخ دی، مسکو پر نړیوالو غږ وکړ چې د کابل ملاتړ وکړي او اندېښنه یې څرګنده کړه چې هر راز ماتې د سیمې ثبات له ګواښ سره مخامخوي. Читать дальше...