جګپوړی اروپایي ډپلومات 'انریکي مورا' تهران ته ځي
جګپوړی اروپایي ډپلومات چې له ایران سره د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي تړون د بیا را ژوندي کېدو همغږه کوونکی دی، نن تهران ته ځي. انریکي مورا په ټویټر کې لیکلي دي چې دی به له ایراني چارواکو سره پردې وغږیږي چې په ویانا کې د اټمي تړون د شوېو خبرو د بیا پیلېدو لپاره بېړه په کار ده. ښاغلي مورا زیاته کړه چې دا خبرې دې له هغه ځایه چې تېر جون میاشت کې دریدلې وې بیا پیل شي. تمه ده چې د ایران د مرکچي پلاوي مشري د ایران د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال علي باقري کني وکړي. باقري کني په ټویټرکې لیکلي دي چې د خبرو... Читать дальше...