Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2021

Новости за 22.10.2021

ریپبلېکن ورډ کام: "افغانستان وړه ګوله نه ده چې پاکستان دې تر ستوني تېر کړي"

Pa.azadiradio.com 

نیویارک ټایمز نیویارک ټایمز د افغان ښځینه څارنوالانو او قاضیانو په اړه لیکنه خپره کړې ده. د دې لیکنې په سر کې راغلي، هغه افغان ښځې چې مخکې یې د جرمونو او سرغړونو په اړه قضاوت کاوه اوس د خپل ژوند وېره لري. د ورځپاڼې له مخې، افغان ښځینه څارنوالانې او قاضیانې بېره لري چې دوی یا د دوی د کورنۍ غړي به ونیول شي او په دې خاطر به ووژل شي چې ښځو ته یې عدالت غوښت. دوی وايي چې هر څه یې له لاسه ورکړي، وظیفه، کورونه او د ژوند طریقه. ورځپاڼې د ښځینه قاضیانو د نړیوالې ټولنې پر اساس لیکلي، تر ۲۰۰ ډېرې افغان... Читать дальше...

د انګلستان پارلمان د دغه هېواد د فاع وزیر یوې غوڼدې ته وربللی

Pa.azadiradio.com 

د انګلستان پارلمان د دفاعي چارو کمېټې د دغه هېواد د فاع وزیر یوې غوڼدې ته وربللی.  دغه غونډه کې به د دفاع وزیر بېن والس له افغانستانه د بریتانوي ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي سپیناوی ورکړي. غونډه د اکتوبر په ۲۶مه نېټه یعنې راتلونکې سې شنبه جوړیږي او د انګلستان د دفاع وزیر سربېره د پوځ له لوی درستیز نیک کارتر به هم د پارلمان د استازو پوښتنو ته ځواب ووایي. جلسه کې به احتمالاً د دوحې د تړون پر اساس له افغانستانه د امریکايي ځواکونو او ناټو پوځیانو پر وتلو هم بحث وشي. په غونډه کې په افغانستان د ترورېزم... Читать дальше...

د چمن-بولدک لارې تړلو خلاف په چمن ښارګوټي کې کاربندیز

Mashaalradio.com 

د چمن تجارو اتحاديې یو مشر صادق  خان اڅکزی وايي، د پولې له پرله پسې بندشه د چمن او کندهار تجارو ته دا ځل ډېر لوی مالي زیان اوښتی دی. د نوموړي په وینا له تېرو درېوو اونیو راهیسې یې ۱۵ سوه کنېټران ولاړ دي.

د افغانستان د اقتصادي سقوط مخنیوي سره د ملګرو ملتونو مرستې او د خلکو هرکلی

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر افغانان په ژمي کې د افغانستان د اقتصادي سقوط د مخنیوي لپاره د ملګرو ملتونو د مالي مرستو له نوي جوړ شوي پروګرام هرکلی کوي. د ملګرو ملتونو دا نوی پروګرام ابادي نومېږي چې پر بنسټ به یې، مالي مرستې د طالبانو د حکومت پر ځای مخامخ او نغدي له بې‌‌وزلو او د کوچینو زیان سره مخ سوداګرو سره وشي. خالداحمد کوهستاني چې په کابل کې یې د چاکلیټو او ځینو نورو خوراکي توکو د تولید کوچنۍ کارخونه درلوده وايي، د مخکني حکومت له ړنګېدو وروسته یې، کار سر و نه نیوه او مجبور شو، د خپلو هیلو دې وړې دنیاګۍ ته قفل واچوي. Читать дальше...

د اسلام اباد پر لور بیا د تحریک لبیک لاریون

Mashaalradio.com 

تحریک لبیک وايي، له تېرو ۱۵ ورځو سوله ییز احتجاجونه کول خو حکومت یې غوښتنې و نه منلې نو ځکه یې پرېکړه وکړه چې د خپلو غوښتنو پوره کولو لپاره یوځل بیا اسلام اباد ته ولاړ شي.

د بشر حقونو د څار سازمان: طالبانو ځینې هزاره‌ شیعه وګړي کډې کولو ته اړ ایستي

Pa.azadiradio.com 

د بشر حقونو د څار سازمان په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا په زور له خپلو مېنو د یو شمېر کسانو د ایستلو خبره کړې. راپور کې راغلي چې دغه خلک ډېری یې د اهل تشیع مذهب پیروان او هزاره دي. دې سازمان د دې کسانو کډوالۍ ته د ټولیزو مجازاتو نوم ورکړی او لیکي، دغه خلک له مخکیني دولت سره د کار کولو او په دې عنوان هدف ګرځېدلي چې ګنې ځمکې یې خپلې نه‌دي. هلمند، کندهار، ارزګان، دایکنډی او بلخ هغه ولایتونه دي چې په زور د هزاره‌ ګانو د بې‌ځایه کېدو راپورونه ترې ورکړل شوي دي. د بشر حقونو د څار سازمان د یو شمېر... Читать дальше...

نیویارک کې ځینې افغان مېرمنې: طالبان دې د نجونو او ښځو حقونو ته درناوی وکړي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د خپلو حقونو د عدالت غوښتنې لپاره د نجونو او ښځو له‌خوا په ځلونو د غږ پورته کولو وروسته، په بهر کې مېشتو افغان ښځینه فعالانو د ملګرو ملتونو په تالار کې  د پنجشنبې په ورځ ناوخته غونډه کړې او له طالبانو یې غوښتي چې د افغان ښځو حقونه ورکړي. د ښځو د حقونو دې فعالانو ته د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې بلنه ورکړې وه او د دې سازمان د استازو په ګډون یې، د مرستندویه بنسټونو او د بېلابېلو هېوادونو له سفیرانو سره نیویارک کې کتلي دي. فوزیه کوفي، انیسه شهید، مریم صافۍ او اصیلا وردک له هغو مېرمنو... Читать дальше...

په بنګله دیش کې د روهینګايي مهاجرانو کمپ کې برید۷ تنه وژلي

Pa.azadiradio.com 

په بنګله دیش کې د روهینګايي مهاجرانو په یو کمپ کې د یوې حملې په پایله کې ۷ تنه وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي.  دا پېښه د میانمار سره پولې ته نږدې د کډوالو په یوه کمپ کې شوې ده.  په سیمه کې د پولیسو یوه مسئول رسنیو ته ویلي چې وسله والو د چړو په ګزارونو او د وسلې په ډزو سره دا کسان وژلي.  تر اوسه د پېښې مسئولیت چا نه دی منلی.



روسیه کې د باروتو د جوړولو په فابریکه کې چاودنې  ۱۶ کسان وژلي

Pa.azadiradio.com 

په روسیه کې د وسلو لپاره د باروتو د جوړولو په یوه فابریکه کې چاودنې لږ تر لږه ۱۶ کسان وژلی دي.   په دغه پېښه کې یو تن بل ټپي شوی دی.  د ټاس خبري اژانس په حواله چې پېښه د مسکو ښار څخه ۲۷۰ کیلومتر لېرې د رایزان سمیې د باروتو جوړلو په یوه فابریکه کې شوې.   له دغې چاودنې وروسته د اورلګېدنې د کابو کولو لپاره د اضطراري حالت ۱۷۰ کار کوونکي او د نجات ۵۰ نقلیه وسیلې سیمې ته استول شوي دي.   د اضطراري حالت وزارت سرپرست الکساندر چوپيریان د پېښې په سیمه کې رسنیو ته ويلي چې د باروتو جوړولو په دغه فابریکه... Читать дальше...

تحریک لبیک پاکستان بیا احتجاج پیلوي

Mashaalradio.com 

تحريک لبيک پاکستان د اکتوبر پر ۲۲مه يو ځل بيا د اسلام اباد په فېض اباد کې احتجاج کوي. حکومت د احتجاج پر ځای کې لارې په کنټېنروبندې کړې دي. تحريک لبيک تر دې وړاندې هم احتجاجونه کړې دي او له حکومته یې له فرانس سره د سفارتي اړيکو د پرېکولو غوښتنه کړې ده. نور حال د ځلاند يوسفزي په ویډیويي راپور کې. ویډیو: عمران

د بشر حقونو د څار سازمان: طالبانو سلګونه افغانې کورنۍ جبري بې ځایه کړي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د بشر حقونو د څار سازمان هغه وروستی راپور رد کړی چې ویلي یې وو په افغانستان کې سلګونه کورنۍ په جبري ډول کډوالۍ ته اړ شوي.  د بشر حقونو د څار سازمان نن د اکتوبر په ۲۲مه نېټه په یوه راپور کې وویل چې طالبانو په پنځو ولایتونو کې سلګونه کورنۍ چې اکثرا شیعه ګان دي، له خپلو سیمو په زور ایستلي دي.  راپور کې ویل شوي چې دا کسان په بلخ، کندهار، هلمند، دایکنډي او ارزګان ولایتونو کې د ډله ییز مجازات په ډول د خپلو کورونو او ملکیتونو پرېښودلو ته اړ کړل شوي.  د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند... Читать дальше...

پاکستان وايي، له افغانستان سره بشري مرسته کوي

Mashaalradio.com 

قریشي د اکتوبر پر ۲۱مه له طالب مشرانو سره تر لیدو وروسته خبریالانو ته وویل، پاکستان له افغانستان سره د پینځه اربه روپیو (شاوخوا ۲۸۰ میلیونه ډالر) بشري مرسته کوي او د سوداګرۍ د پراختیا لپاره به هڅې وکړي.

پوتین: د سختدریځه ډلو له لېسته د طالبانو پر لېرې کولو غور کوو 

Pa.azadiradio.com 

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، مسکو د سختدریځه ډلو له لېسټه د طالبانو پر لېرې کولو غور کوي.     نوموړي دا خبره پرون د والدای بحث کلب په غونډه کې کړې ده.  پوتین ویلي، افغانستان باید اقتصادي مرستې ترلاسه کړي او ټولې کنګل شتمنۍ یې باید ازادې شي ځکه چې په هغه جګړه ځپلي هېواد کې ثبات د ټولو ګاونډیو په ګټه دی.    طالبان په روسیه کې د ترهګرو ډلو په لېست کې شامل دي، خو تر څنګ یې د طالبانو لپاره د ځینو نړیوالو ناستو کوربه توب هم کوي.   په مسکو کې همدا چهارشنبه د طالبانو او د نړۍ د یو شمېر هېوادونو د استازیو ناسته وشوه. Читать дальше...

بایډن: که چین پر تایوان برید وکړي امریکا به له تایوانه دفاع وکړي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحده ایالاتونو ولسمشر جوبایډن وایي، که چین د تایوان په ټاپو وزمې برید وکړي امریکا به له تایوانه دفاع وکړي.  ښاغلي بایډن په یوې ناسته کې چې پرون له سي اېن اېن ټلوېزیونه په ژوندۍ بڼه خپرېده له تایوان سره د امریکا د تعهداتو ډاډ ورکړ.  د بایډن دا څرګندونې د امریکا له هغې اوږدمهالې پالیسۍ سره په ټکر کې بلل شوي چې ځان په جګړه کې له پوځي مرستو پرته د تایوان د دفاعي پیاوړتیا په برخه کې د مرستې لپاره ژمنه بولي.  جوبایډن د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا متحده ایالاتونه کولی شي د چین له چټک پوځي... Читать дальше...

د کرکټ نړیوال جام سیالیو کې افغانستان لومړۍ له سکاټلنډ سره مخ کیږي

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ په نړیوال شل اوورېز جام سیالیو کې د افغانستان د لومړۍ مسابقې سیال څرګند شو.   ټاکل شوې ده چې د اکتوبر په ۲۵ مه (د دوشنبې ورځ) د افغانستان لوبډله له سکاټلنډ سره مخامخ شي.   سکاټلنډ له بي ګروپ څخه نړیوال جام سیالیو ته لاره ومونده.    سکاټلنډ پرون د دوو لوبغاړو په سوځېدو په ۱۷ اورونو کې د عمان د ۱۲۲ منډو هدف پوره کړ او سیالي یې وګټله. دې ټیم د خپل ګروپ لومړی ځای واخېست او د نړیوال جام د دولسو غوره ټیمونو ګروپي سیالیو ته ووت.   د افغانستان دوهمه سیالي به د اکتوبر ۲۹ مه له پاکستان سره وي. Читать дальше...

له بایډن او کانګرسه د ازادې اروپا راډیو زنداني خبریال یسپېنکو غوښتنې

Pa.azadiradio.com 

د ازادې اروپا راډیو زنداني خبریال ولادېسلاف یسپېنکو د امریکا له ولسمشر جو بایډن او د کانګرس له غړو غوښتي دي چې تر ۱۰۰ زیاتو هغو سیاسي بندیانو د خوشې کولو لپاره لا زیاتې هڅې وکړي چې په کریمیا کې د هغوی د فعالیتونو پر سر د روسیې د استخباراتو ملي ادارې 'اېف.اېس.بي' په بند کې دي.    یسپېنکو چې د ۲۰۲۱میلادي کال له مارچ راهیسې د روسیې تر اشغال لاندې کرېمیا سیمه کې بندي دی، دا غوښتنه په هغه لیک کې کړې چې پرون په واشنګټن کې د اوکراین په سفارت کې په لومړي ځل په عام محضر کې ولوستل شو.   نوموړي په لیک کې... Читать дальше...

نورستان کې روغتیايي ستونزې لا پرځای دي؛ خلک: د حل بې شمېره ژمنې یې شوي

Pa.azadiradio.com 

له یو کال زیاته موده کېږي چې نورستانیان د روغتیايي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، د خلکو او مسولینو په خبره چې په روغتیايي مرکزونو کې د درملو نشتون او صحي کار کوونکو ته د معاشونه نه ورکړه، هغه ستونزې دي چې لا هم پخوانیو او اوسنیو چارواکو يې د حل بې شمېره ژمنې کړي خو لا يې یوه هم نه ده پوره شوې. د دواب ولسوالۍ په مرکزي روغتیايي مرکز ناروغ۴۰ کلن محمد رحیم وايي، په محرقې ناروغۍ اخته دی او له خپل کلي يي تر روغتیايي مرکز څلور ساعته په پښو مزل کړی. د هغه په خبره، کله چې روغتیايي مرکز ته را ورسېده، نو په... Читать дальше...

د ناقانونه پیسو د څار نړيواله اداره: پاکستان خپل خړ لېسټ کې ساتو

Pa.azadiradio.com 

د ناقانونه پیسو د څار نړیوالې ادارې 'اېف.اې.ټي.اېف' پرېکړه کړې چې پاکستان په خپل خړ لېسټ کې وساتي او پر هغه هېواد یې غږ کړی چې د ترهګرۍ تمویل او تورو پیسو سپینولو مخنیوي په برخه کې دې 'ژر تر ژره پرمختګ' وکړي.    دې پاریس مېشتې ادارې بېګا تر خپلې درې ورځنۍ سرمشریزې وروسته ازادي راډیو ته په استولي بیان کې ویلي چې پاکستان د ترهګرۍ تمویل مخنیوي په برخه کې له ۲۷ څخه ۲۶ سپارښتنې عملي کړي دي.   د اېف اې ټي اېف مشر مارکوس پلېیر تر سرمشریزې وروسته خبري غونډې ته وویل، اسلام اباد دې د ترهګرو ډلو د مشرانو ضد اقدامات وکړي. Читать дальше...

Новости России
Москва

Галина Янко: главные традиции и приметы Пасхи


کابل کې طالبانو د ښځو د لاریون پرمهال خبریالان وډبول

Pa.azadiradio.com 

طالبانو په کابل کې د ښځو د حق غوښتنې د یوې اعتراضیه غونډې په ترځ کې یو شمېر خبریالان ووهل. ځینو ښځو په کابل ښار کې د یوې اعتراضیه غونډې په ترڅ کې د کار، ډوډۍ او زده کړو غوښتنه وکړه. دا ښځې د طالبانو د امر بی المعروف او نهی عن المنکر وزارت مخې ته راټولې وې او د خپل بد اقتصادي وضعیت او د کار ته د هغوی د نه پرېښودو په خاطر یې اعتراض وکړ. طالبانو د دغه اعتراض مخه ونیوله او یو شمېر خبریالان یې هم ووهل او وډبول. طالبانو تردمه په دې اړه تبصره نه ده کړې. بشپړ ویډیويي راپور یې دلته وګورئ:

افغانستان کې د داعش د حملو په اړه اندېښنې زیاتې شوي، ایا نوې جګړه پيلېدونکې ده؟

Pa.azadiradio.com 

له هغې وروسته چې کابل د طالبانو په لاس ولوېد د افغانستان ډېری وګړي هیله‌مند و چې دغه هېواد کې به امنیت تأمین شي. طالبانو هم د اګسټ په ۳۱مه نېټه له افغانستان څخه د امریکا د وروستیو سرتېرو په وتلو سره جشنونه ونیول. دوی وويل چې د افغانستان اوږده جګړه‌یې پای ته ورسوله. خو په افغانستان کې د داعش ډلې د خراسان څانګې د حملو زیاتېدو په افغانستان د یوې بلې جګړې د پیل اندېښنې زیاتې کړې دي. په وروستي برید کې چې داعش ډلې یې مسؤلیت منلی په کندهار کې د شیعه‌ګانو پر یوه جومات چاودنه وه چې ۵۰ تنه په‌کې ووژل شول. Читать дальше...

واشنګټن پوسټ: له افغانستانه د وتلو پروسه کې د ناټو شریکانو ترمنځ کافي همغږي نه‌وه

Pa.azadiradio.com 

واشنګټن پوسټ واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې په بروکسل کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په اړه لیکنه کړې. ورځپاڼې ویلي چې دغه ناسته کې د افغانستان د امنیت موضوع د غونډې د اجندا په سر کې ده. د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د اکټوبر په ۲۱مه د پنجشنبې په ورځ د دې ناستې له پیل نه څو شېبې مخکې وويل، د ناټو د غړو هېوادونو د دفاع وزیران د افغانستان له جګړې نه د ترلاسه شویو تجربو څخه پر نویو زده‌کړو تمرکز کوي. د ورځپاڼې په لیکنه چې د امریکا د ولسمشر جو بایډن اداره له افغانستان څخه... Читать дальше...

ملګري ملتونه به د یوه صندوق له لارې اړمنو افغانانو ته نغدي مرستې ورسوي

Pa.azadiradio.com 

ملګرو ملتونو پرون پنجشنبه(د تلې ۲۹مه) وویل، یو ځانګړی صندوق یې جوړ کړی چې پر اساس یې اړمنو افغانانو ته د یوه سیسټم له لارې په مستقیم ډول نغده مرسته ورکړل شي.  د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) ادارې سختو اړو کسانو ته د 'پیپلز اکانومي فنډ' یا د ولسي اقتصاد بسپنې په نوم پروګرام اعلان کړ.  د دې ادارې رييس اچېم شټاینر وویل، جرمني لومړنی هېواد دی چې دې صندوق ته یې د ۵۰ میلیونه یورو د ورکولو ژمنه کړې. ده پرون په جنیوا کې خبریالانو ته همدا راز وویل: "څه چې موږ وینو نه یوازې دا چې ملت او هېواد... Читать дальше...

د بښنې نړیوال سازمان اندېښنه: د پولنډ-بېلاروس پر پوله لاهم افغانان بند پاتي

Pa.azadiradio.com 

د بښنې نړیوال سازمان یا امنیسټي انټرنشنل په دې ژوره اندېښنه ښکاره کړه چې د اګسټ له میاشتې راهیسې د پولنډ او بېلاروس په پوله کې له ۳۲ افغانانو څخه ۱۷ تنه لا هم بند پاتې دي.  دا کسان وروسته له دې د دوو هېوادونو ترمنځ په بد وضعیت کې دي چې پولنډ په زوره د بېلاروس لوري ته وشړل.  د بښنې د نړیوال سازمان په وینا، پولنډي چارواکي تاییدوي چې د هغې ډلې پرضد یې له جبره کار اخیستی چې غوښتل یې په پوله کې له ازغن سیمه ور واوړي.  د بښنې نړیوال سازمان هغه ویډیو تایید کړې چې د بېلاروس چارواکو شریکه کړې. په... Читать дальше...


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Андрей Рублёв

Рублёв стал победителем «Мастерса» в Мадриде






Жителей Подмосковья приглашают на конкурс патриотической песни «Красная Гвоздика»

Бывший скрипач группы «Крематорий» Бухаров скончался в Воронеже

Дело о хищении почти 300 миллионов рублей на стройке «Сибирь-Арены» рискует развалиться в суде

МИД Германии отозвал посла для консультаций после обвинений в адрес РФ