په کندز، بلخ او جوزجان کې د نجونو ښوونځي پرانیستل شوي
په افغانستان کې د نجونو د لېسو او منځنیو ښوونځیو د پیل په اړه دوه ګونی چلند. افغانستان ته د طالبانو له راتګ وروسته له شپږم ټولګي پورته نجونو ته ښوونځي ته د تګ اجازه نهده ورکړل شوې، خو د افغانستان په درېیو ولایتونو کې بیا د نجونو پر مخ ښوونځي پرانیستي دي. په کندز، بلخ او جوزجان ولایتونو کې دا مهال نجونې په لېسو او منځنیو ښوونځیو کې په لیک لوست بوختې دي. د خدیجې جوزجاني لېسې زدهکوونکې شکیلا ازادي راډیو ته وویل: "زموږ ټولګیوالې هره ورځ ښوونځی ته راځي. موږ له دې وضعیته راضي یو او خوشحاله کېږو... Читать дальше...