Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2021

Новости за 26.10.2021

د هالنډ محکمه: کریمیا ټاپو وزمه کې د لرغونو اثارو مالک اوکراین دی

Pa.azadiradio.com 

د هالنډ استیناف محکمې حکم وکړ چې په کریمیا ټاپو وزمه کې اوکراین د لرغونو اثارو مالک دی. دا هغه اثار دي چې کله روسیې کریمیا له خپلې خاورې سره یو ځای کوله هالنډ ته امانت سپارل شوي وو. روسیې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې کریمیا ټاپو وزمه له خپلې خاورې سره یوځای کړه. اوکراین د هالنډ د محکمې پرېکړه وستایله، د اوکراین ولسمشر ولودومیر زلنسکي وویل، دا له اوږده انتظار وروسته بریا ده. دا لرغوني اثار د سیکای د سرو زرو په نوم یادیږي چې د کریمیا له څلورو موزیمونو او د کېف له یوه موزیمه هالنډ ته سپارل شوي وو.

د افغانستان د وضعیت په اړه د نړیوالې ټولنې پر چوپتیا د ځینو افغان مېرمنو اعتراض

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر افغان مېرمنو د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو سازمان، نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو بنسټونو د چوپتیا پر ضد خپل د اعتراض غږ پورته کړ. دا اعتراض چې د افغانستان د خود جوشه مېرمنو په نوم و، د شااوخوا ۳۰ ښځو په ګډون د سې شنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د لړم ۰۴» په کابل کې د یوناما دفتر مخ ته ترسره شو. دوی په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د ځانګړې استازې دیبورا لاینز د لیدو غوښتونکې شوې او او ویې‌ویل چې د افغان مېرمنو غوښتنو ته باید پام وشي. خو طالبانو یې د دغه اعتراض د دوام مخه ونیوله. Читать дальше...

تهران سبا د افغانستان په اړه د ګاونډیانو په ګډون د یوې غونډې کوربه دی

Pa.azadiradio.com 

تمه ده د چهارشنبې په ورځ تهران کې د افغانستان شپږ ګاونډیان په حضوري او انلاین ډول د دې هېواد د وضعیت په اړه خبرې وکړي. که څه هم د غونډې کوربه ایران دی، خو مشري یې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي کوي او د ایران جمهور رئیس به‌یې لومړی وینا‌وال وي. د تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران په حضوري او د روسیې او چین د بهرنیو چارو وزیران به په انلاین ډول د دې غونډې ګډونوال وي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب‌زاده دوشنبه رسنیو ته وویل، دې غونډې ته به د ملګرو ملتونو سرمنشي هم خپل پیغام ولري. Читать дальше...

امریکا: د سوډان پوځي چارواکي دې د دغه هېواد وزیراعظم ژر خوشې کړي

Mashaalradio.com 

بلېنکن وويل چې د اکتوبر پر ۲۵مه د سوډان پوځ له خوا په دغه افريقايي هیواد کې هنګامي حالت اعلانول او سرپرست وزيراعظم عبدالله حمدوک په حراست کې نيول ښايي د دې باعث شي چې "د ډیموکراسۍ لور ته د دغه هیواد د انتقال مخه ونیسي چې د سوډان سوله ييز انقلاب سره خیانت دی."

کابل ښاریان: ښاري ملي بسونه درېدلي، فعالیت دې یې بیا پیل شي

Pa.azadiradio.com 

کابل، هغه ښار چې په تېرو شلو کلونو کې يې د ښاري ټرانسپورټ ستونزه حل نه شوه، خو د دې ښار اوسېدونکو په دې برخه کې له ستونزو سره-سره له ملي بسونو استفاده کوله چې واک ته د طالبان تر رسیدلو وروسته یې فعالیت په ټپه دریدلی دی. اوس د کابل ښار اوسېدونکي له طالبانو غواړي چې دغه ملي بسونه بیا ځلي خپل فعالیت پیل کړي. د کابل ښار اوسېدونکی فردوس چې د میاشتې پنځه زره افغانۍ ګټونکی دی وايي، مخکې به يې د تګ راتګ په هدف له ښاري بسونو استفاده کوله: "په کابل ښار کې د ملي بسونو فعالیت ډېر ښه وو، سهار او ماښام به... Читать дальше...

افغان کرکټ لوبډله خپله دوهمه لوبه کې راروانه جمعه پاکستان سره کوي

Pa.azadiradio.com 

افغانستان د سکاټلنډ له ماتولو وروسته په خپله دوهمه لوبه کې راروانه جمعه له پاکستان سره مخ کېږي.  بېګا د افغانستان د کرکټ ملي ټیم په روان نړیوال شل اوورېز جام کې خپله لومړۍ لوبه په لوی توپیر ۱۳۰ منډو له سکاټلنډ وګټله.  افغانستان ۱۹۰ منډې کړې وې، خو سکاټلنډ په ۶۰ منډو اوټ شو.   افغانستان په دې بري سره د نړیوال شل اووریز جام په دوهم ګروپ کې چې د هند، پاکستان، نیوزیلنډ او سکاټلنډ ټیمونه په کې لوبیږي لومړی ځای خپل کړ، ځکه د رن رېټ په حساب یې څه باندې شپږ نمرې ګټلي چې ډېره مخینه نه لري.  تردې بریا... Читать дальше...



انتوني بلېنکن: امریکا د سوډان د پوځ کړنې په کلکه غندي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ویلي چې هېواد یې د سوډان د پوځ کړنې په کلکه غندي.  ښاغلي بلېنکن پرون په یوه اعلامیه کې د سوډان د سرپرست صدراعظم عبدالله حمدوک او نورو ملکي چارواکو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه.  د سوډان پوځ د اکتوبر په پنځه ویشتمه/پرون د شمالي افریقا په دې هېواد کې بیړنی وضعیت اعلان او عبدالله حمدوک یې ونیوه.   د متحده ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر دا ګام د نه منلو وړ بللی دی.  هاخوا د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي هم د سوډان د وروستیو تحولاتو په تړاو څرګندونې کړي دي... Читать дальше...

ملګري ملتونه: افغانستان پر بشري ناورین د بدلېدو په حال کې دی

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو عمومي منشي ویلي، افغانستان د نړۍ په تر ټولو لوی بشري ناورین باندې د بدلېدو په حال کې دی.  انتونیو ګوتیریش دا خبره نن په خپل ټوېټر باندې کړې ده.  هغه په دې ټوېټ کې تر ژمي مخکې اړمنو ته د ژوند ژغورونکو موادو او امکاناتو د رسولو په برخه کې د وخت چټک تېرېدو ته هم اشاره کړې ده. د ملګرو ملتونو عمومي منشي پر نړیوالو غږ کړی چې د اړمنو په لاسنیوي کې له دغه سازمان سره همکاري وکړي.  پرون د ملګرو ملتونو سازمان یو راپور هم خپور کړی و چې په کې د څه باندې ۲۲ میلیونو انسانانو د ژوند د وضعیت... Читать дальше...

کابل کې لسګونه ښځو د نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو پرضد لاریون وکړ

Pa.azadiradio.com 

په کابل ښار کې لسګونه ښځو د نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو پرضد لاریون وکړ.  د مظاهرې ګډونوالو که څه هم شکایت وکړ چې طالبانو لاریون ته سمې پرېنه ښودې خو بیا یې هم په خپلو شعارونو کې نړیواله ټولنه ملامته کړه چې د دوی په خبره افغانستان په روان بشري، سیاسي او اقتصادي وضعیت باندې یې چوپتیا غوره کړې.  دوی انتقاد وکړ چې نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو افغانستان او د دغه هېواد خلک هېر کړي او دا چې مرستې نه ورسره کوي.  د مظاهرې تنظیموونکو ازادي راډیو ته د ننني اعتراض ځینې ویډیوګانې هم استولي دي. دغو... Читать дальше...

په کرکټ کې د افغان لوبډلې بریا، د افغانانو خوښي او بېلابیل غبرګونونه

Pa.azadiradio.com 

د متحده عرب اماراتو د شارجه د کرکټ له لوبغالي بهر سلګونه بهرمیشتي افغانان راټول شوي د افغانستان درې رنګه ملي بېرغونه يې له ځانونو تاوو کړي او د کرکټ په شل اوورېزه نړیوال جام کې د افغانستان لومړۍ بریا نمانځي. په افغانستان کې هم د بېلابېلو ولایتونو ګڼو اوسېدونکو دغه بریا ونمانځله او وېې ویل خوښ دي چې د کرکټ لوبډله لري. د کونړ اوسېدونکی فضل واحد افګاري وايي: "د کرکټ د تېرې شپې بریا موږ ټولو افغانانو ته په داسې مهال خوښي ورکړه چې ټول افغانان خپه دی، پریشانه دي، اقتصادي بحران دی او له بده مرغه نوی... Читать дальше...

په هرات کې د برفي وسایلو يو شمېر سوداګر د لوړو تعرفو څخه سرټکوي

Pa.azadiradio.com 

په هرات کې د برفي وسایلو يو شمېر سوداګر د لوړو تعرفو او په ګمرکونو کې د دوی د وسايلو درول د خپل کار اوبار پر وړاندې جدي خنډ يادوي. دغو سوداګرو د سې شنبې په ورځ (د لړم ۴مه) د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له چارواکو سره په ليدنه کې ويلي، له يوې مياشتې راهيسې يې په ګمرکونو کې توکي د لوړو تعرفو په خاطر بند پاتې دي. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې چې نن خپره شوې ويل شوي ،که د دې ستونزې د حل لپاره اقدام ونه شي په افغانستان کې به د برقي وسایلو بيې هم لوړې... Читать дальше...

کارګران:که د کارکوونکو معاشونه ورنه کړل شي ناورين راتلونکی دی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کارګرانو ټولنه ګواښ کوي، که د دولتي کار کوونکو معاشونه ورنه کړل شي په نږدې راتلونکې کې انساني ناورين رامنځته کيدونکی دی. د دې ټولنې مشر معروف قادري نن سې شنبه (د لړم ۴مه) ازادي راډيو ته وويل، د دولتي ادارو ډېری کارګران له تېرو ۴ مياشتو راهيسې معاشونه نه دي اخيستي او دا د اندیښنې وړ ده. ښاغلي قادري وايي، د سړې هوا په را رسېدو سره د خوراکي توکې بيې لوړې شوي او دولتي کارګران له بد اقتصادي وضعيت سره مخ دي. د‌ ده په خبره، که د دې مسالې د حل لپاره اقدام ونه شي انساني ناورين به رامنځته... Читать дальше...

د ژمي له راتګ سره سم د لرګيو لوړو بيعو د کابل ښاريان اندېښمن کړي

Mashaalradio.com 

د کابل استوګن وايي چې د ژمي له راتګ سره سم د سوند موادو ګرانو بيعو پرېشانه کړي دي. دوی وايي يو خوا دومره پيسې نه ګټي چې د ژمي لپاره لرګي ورباندې واخلي او بلخوا طالبان د نرخونو په کنټرولولو کې هم پاتې راغلي. احمد شاه اعظمي د رويټرز خبري اژانس ويډيويي راپور پښتو کړی دی.

مالي: د ایران د اټمي تړون د بیا احیا کېدو په اړه خبرې حساس پړاو کې دي

Pa.azadiradio.com 

د ایران لپاره د متحده ایالاتو لوړپوړی استازی وایي، د ۲۰۱۵ میلادي کال اټمي تړون د بیا احیا کېدو په اړه خبرې په حساس پړاو کې دي.  راب مالي خبرداری ورکړی چې ممکن ایران د نړۍ له قدرتونو سره د دغه تړون پرسر خبرې د یوه تاکتیک په چوکاټ کې ځکه ځنډوي چې اټمي پروګرام ته پراختیا ورکړي.  راب دا څرګندونې داسې مهال کوي چې ټاکل شوې همدې اوونۍ کې د اروپایي ټولنې یو لوړپوړی ډپلومات په بروکسل کې د ایران د اټمي تړون له مرکچي سره په همدې تړاو خبرې وکړي.  په ویانا کې د ایران د اټمي تړون د بیا ژوندي کېدو پر سر خبرې له شپږو پړاونو وروسته بېرته دریدلي دي. Читать дальше...

افغانستان کې پر وروستیو تحولاتو د یو شمېر نړیوالو ورځپاڼو تبصرې

Pa.azadiradio.com 

انډپنډنټ بریتانوي انډپنډنټ ورځپاڼې د طالبانو له پلاوي سره د چین د بهرنیو چارو وزیر د لیدنې پر پلان مطلب خپور کړی. وړاندې په مطلب کې لولئ چې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي له خپل مل پلاوي سره روانه دوشنبه او سې شنبه په قطر کې د طالبانو هیئت سره ګوري. ګلوبل ټایمز د چین ګلوبل ټایمز ورځپاڼې هم د چین د بهرنیو چارو وزارت په حواله کښلي چې دغه سفر کې به په افغانستان کې د روان سیاسي وضعیت پر مسائلو خبرې وشي.  تر دې مخکې چیني چارواکو د تیانجین په ښار کې د طالبانو له مشرانو سره هم لیدلي وو. ... Читать дальше...

د چاپخونو مسولان: د کارونو د نشتوالي له امله خپلې چاپخونې تړو

Pa.azadiradio.com 

د ازادي راډیويي مجلې د دې اوونۍ په خپرونه کې به واورئ چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د چاپخونو کارونه کم شوي او د چاپخونو مسولان یې اړ کړي چې خپلې چاپخونې وتړي. په همدې اړه د دانش چاپخونې له مسوول سپین سهار سره مرکه لرو چې غواړي خپله چاپخونه وپلوري. د طالبانو حکومت وايي، د افغان فلم او د موسیقۍ د تولید ریاست ته یې مشران ټاکلي چې د دې ریاستونو کارونه به ژر بېرته پیل کړي. د نارويژي ـ پښتو قاموس چاپ شو. په همدې اړه د قاموس له لیکوال محمد طارق بزګر سره مرکرو. دا پروګرام د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اوریدلی شئ... Читать дальше...

نوې طرحه: امریکايان په خصوصي ډول افغان کډوال سپانسر کولی

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون دوشنبه (د لړم ۳مه)  یوه نوې طرحه څرګنده کړه چې پر اساس یې امریکايان په خصوصي ډول افغان کډوال سپانسر کولی او د امریکا په متحدو ایالاتونو کې مېشتولی شي.  د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دې طرحې پر اساس به، چې( سپانسر سرکل پروګرام) نومېږي، لږ تر لږه ۵ تنه د افغانانو د مېشتولو او سپانسر کولو غوښتنه کولی شي.    دا پروګرام د کډوالو برخه کې د امریکا په پالیسۍ کې یو لوی بدلون دی.  تر دې وړاندې د ولسمشر جو بایډن حکومت په پام کې لرل چې د خصوصي سپانسرشیپ پروګرام په ۲۰۲۲ کې پیل کړي.

Новости России
Москва

Врач-стоматолог Татьяна Сумцова: незаметные заболевания, которые могут быть опасны


خان له کري څخه د افغانستان د کنګل شوېو پیسو د ازادېدو غوښتنه وکړه

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان صدراعظم عمران خان پرون دوشنبه(د لړم ۳مه نېټه) د چاپېریال لپاره د امریکا د ولسمشر له ځانګړي استازي جان کري سره په کتنه کې د افغانستان د کنګل شوېو پیسو د ازادېدو غوښتنه وکړه.  د پاکستان د صدراعظم دفتر د عمران خان په قول په ټویټر کې لیکلي، ده د امریکا د ولسمشر له ځانګړي استازي سره د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د 'زرغون منځني ختیځ طرحې' په نوم کنفرانس په څنګ کې وکتل.  عمران خان له افغانستان سره د مثبت تعامل د غوښتنې په ترڅ کې د افغانانو د سوکالۍ لپاره د افغانستان د شتمنیو پر ازادېدو ټینګار وکړ. Читать дальше...

لا معلومه نه ده چې د سپین بولدک-چمن لاره ولې بېرته بنده شوه؟

Pa.azadiradio.com 

یوه ورځ وروسته له دې چې د سپین بولدک او چمن ترمنځ کرښه پرانېستل شوه، پرون دوشنبه (د لړم ۳مه نیټه) زرګونه کسان او موټرونه د دې لارې د بیا بندېدو له کبله منتظر پاتې شول.  دا لار د یکشنبې په ورځ پرانیستل شوه او ژمنه وشوه چې بیا به نه بندېږي.  په وروستیو کې پاکستان د تورخم او سپین بولدک – چمن لارې د مسافرو او باري موټرو پرمخ د څو اوونیو لپاره وتړلې، خو د تورخم دروازه یې تېره چهارشنبه کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي له سفر سره هم مهاله پرانیسته.  افغان سوداګر او باغداران وايي... Читать дальше...

ملګري ملتونه: سږ نژدې ۷۰۰ زره افغانان بې ځایه شوي

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه وايي، سږ کال نژدې ۷۰۰ زره افغانان بې ځایه شوي دي.  د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږي کونکې ادارې یا اوچا د راپور له مخې، دا شمېر کسان د جنورۍ او سېپټمبر د میاشتو ترمنځ بې ځایه شوي دي.  دې ادارې په خپل پروني (دوشنبه-د لړم ۳مه نېټه) راپور کې ویلي، ډېری کسان د سختې بې وزلۍ له کبله نه دي توانېدلي چې خپلو اصلي مېنو ته بېرته لاړ شي.  دا راپور په داسې ورځ خپور شو چې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام او د خوړو او کرنې ادارې په یوه ګډه اعلامیه کې خبرداری ورکړ چې په را روان ژمي کې به... Читать дальше...

قطر کې به د چین د بهرنیو چارو وزیر له طالب پلاوي سره ګوري

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې ده چې د چین د بهرنیو چارو وزیر نن سې شنبه(د لړم ۴مه) د طالبانو له پلاوي سره په قطر کې وویني.  د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وینیین پرون دوشنبه وویل، هېواد به یې په سختو شرایطو کې له افغانستان او افغانانو سره ودرېږي: "د قطر د بهرنیو چارو وزیر او د صدراعظم د مرستیال شېخ محمد بن عبدالرحمان الثاني په بلنه، د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي به د اکتوبر په ۲۵مه او ۲۶ مه نېټه د دوه ورځني سفر لپاره په دوحه کې وي. د دې سفر په لړ کې به وانګ يي د طالبانو د سرپرست حکومت له یوه پلاوي سره هم وویني."... Читать дальше...

شوکت میرضیایف د ازبیکستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو ګټونکی اعلان شو

Pa.azadiradio.com 

د ازبیکستان د انتخاباتو مرکزي کمېسیون، شوکت میرضیایف د دغه هېواد د ولسمشرۍ د انتخاباتو ګټونکی اعلان کړ.  په دې ډول میرضیایف به د یوې بلې پنځه کلنې دورې لپاره د ازبیکستان ولسمشر وي.  د ازبیکستان د انتخاباتو د مرکزي کمېسیون ريیس زین الدین نظام حاجي یف د دوشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل چې د لېبرال ډموکراټ ګوند کاندید شوکت میرضیایف په سلو کې تر ۸۰ زیاتې رایې ګټلې دي.  د ده په وینا د یکشنبې د ورځې په انتخاباتو کې تر ۱۶ میلیونه ډېرو خلکو خپلې رایې وکارولې.  د اسلام کریموف له مړینې وروسته شوکت میرضیایف د ازبیکستان واګې په لاس کې لري.

اروپايي اتحادیه: طالبانو سره اړیکه د دې ډلې د رسمیت پېژندلو معنی نه لري

Pa.azadiradio.com 

اروپايي اتحادیه وايي، له طالبانو سره تماس د دې ډلې د رسمیت پېژندلو معنی نه لري.  د دې اتحادیې ویانده نبیلې مسرالي د دوشنبې په ورځ (د عقرب ۳مه) وویل، د بشري مرستو د دوام او له افغانستانه د اروپایانو او له خطر سره مخامخ افغانانو ایستل له طالبانو سره د تماسونو دلیل دی. نوموړې زیاتوي: "د افغانستان په اړه لکه څرنګه چې پوهېږئ، پخوا مو هم په ځلونو ویلي چې موږ غواړو چې دغه هېواد کې لږ حضور ولرو. په امنیتي دلایلو جزییات درسره نه شو شریکولی. نو موږ په ځلونو ویلي چې دا د رسمیت پېژندلو نښه نه ده. غواړو چې... Читать дальше...


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Андрей Рублёв

На кураже: Рублёв пробился в финал «Мастерса» в Мадриде, Медведев снялся из-за травмы






Московский НПЗ «Газпром нефти» вошел в число лучших работодателей России

США решили признать Путина следующим президентом России

ЕС впервые планирует санкции против российского СПГ

Совещание с производителями кабельной и стекольной продукции прошло в столице