Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2021

امریکا هڅه کوي د اسراییل او عرب هېوادونو ترمنځ د 'ابراهام تړونونه' پراخ شي  

0
د اسرایل، متحده عرب اماراتو او امریکا د بهرنیو چارو وزیران نن چهارشنبه په واشنګټن کې درې اړخیزې خبرې کوي. 


د دوی د خبرو په اجنډا کې به د ایران موضوع هم شامله وي. 


واشنګټن هڅه کوي چې د اسرائیل او عرب هېوادونو ترمنځ د اړیکو عادي کېدو بهیر پراخ شي.  


د ایران مسالې د اسرائیل او د خلیج د ځینو هېوادونو د نږدې کېدو له موضوع سره مرسته کړې ده.  




د امریکا متحد ایالاتونه هڅه کوي چې د اسراییل او عرب هېوادونو ترمنځ د اړیکو عادي کېدو موافقې چې د ابراهام تړونونو برخې ګڼل کېږي- پراخې شي.  


ابراهام تړونونه په تېره سېپټمبر میاشت کې په سپینه ماڼۍ کې د اسراییل، متحده عرب اماراتو او بحرین د رهبرانو ترمنځ ترمنځ لاسلیک شول. 


په بله میاشت کې اسرائیل او سوډان هم د خپلو اړیکو د عادي کولو د موافقې اعلان وکړ، مراکش هم په ډسمبر میاشت کې له اسراییل سره ډپلوماتیکې اړیکې پیل کړې. 


فلسطیني چارواکو ویلي چې له دوی سره د ځینو عرب هېوادونو له خوا ناځواني شوې ده، ځکه دوی بې له دې چې د فلسطیني دولت د تشکیل په برخه کې د پرمختګ غوښتنه وکړي، له اسراییل سره یې موافقې وکړې. 


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي د سې شنبې په ورځ ویلي، واشنګټن هیله من دی چې له دې سره به د اسراییل او فلسطین ترمنځ د شخړې په حل کې پرمختګ وشي. 


د امریکا د متحدو ایالاتونو پخواني ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د ابراهام تړونونه د خپلې ادارې لپاره یوه لاسته راوړنه بللې ده.  


د بایډن ډله که څه هم د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې له پالیسیو سره اختلافات لري، خو د ابراهام تړونونو امتیاز یې د ټرمپ ادارې ته ورکړی او هغه انتقادونه یې له پامه غورځولي چې ګواکې د اړیکو عادي کولو موافقې، د فلسطینیانو ناوړه وضعیت له پامه غورځولی دی.  


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه لوړ رتبه چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط ویلي، د ابراهام تړونونه کولی شي د منځني ختیځ له لا سوله ییز او سوکاله کېدو سره مرسته وکړي.  


د امریکا د متحدو ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن به د اسرائیل د بهرنیو چارو له وزیر یایر لاپید او د متحده عرب اماراتو د بهرنیو چارو له وزیر شیخ عبدالله بن زاید النهیان سره هم په ګډه او هم په جلا- جلا ډول وګوري.  


درې واړه وزیرانو تېره میاشت په خپلو کې یوه انلاین مناسبت کې هم خبرې کړې وې.  



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса