Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2021

طالبان وايي حکومت یې د تهران غونډه کې د ګډون په اړه پرېکړه نه ده کړې

0
د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وايي، د طالبانو حکومت تراوسه پورې د تهران په غونډه کې د ګډون په اړه پرېکړه نه ده کړې. 


ټاکل شوې ده چې راتلونکې اوونۍ د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډون په تهران کې د افغانستان په اړه غونډه جوړه شي. 


د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر خیرالله خیرخواه وویل، لا وخت شته چې په دې غونډه کې د ګډون په اړه پرېکړه وشي. 


د تهران د غونډې د بحث موضوع په افغانستان کې پراخ بنسټه حکومت، سوله او ثبات بلل شوی دی. 


تردې مخکې د چهارشنبې په ورځ د ۱۰ هېوادونو د استازو په ګډون په مسکو کې د افغانستان په اړه غونډه جوړه شوه.  


هند هم ویلي چې د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو د ملي امنیت د سلاکارانو غونډه جوړوي.  



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса