Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2021

د کرکټ شل اووريز نړيوال جام؛ افغانستان لومړۍ بريا خپله کړه

0
د کرکټ شل اووريز نړيوال جام؛ افغانستان لومړۍ بريا خپله کړه

د کرکټ په شل اووریزه نړیوال جام سیالیو کې افغانستان لومړۍ بریا خپله کړه.

له سکاټلند سره په دې لوبه کې ټاس یا پچه افغان لوبډلې وګټله او د منډو جوړولو پرېکړه‌یې وکړه او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې مقابلې لوبډلې ته د ۱۹۱ منډو هدف وټاکه، خو سکاټلند دا هدف پوره نه‌شو کړای او ټوله لوبډله‌یې په ۶۰ منډو وسوځېده.

د افغانستان په توپ اچوونکو کې مجیب‌الرحمن ځدراڼ د سکاټلند پنځه لوبغاړي وسوځول او د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه‌یې ترلاسه کړه.

راشد خان څلور او نوین‌الحق د سکاټلند یو لوبغاړی وسوځول او افغان لوبډله‌یې بریالۍ کړه.

د توپ وهنې په برخه کې بیا نجیب ځدراڼ تر نورو افغان لوبغاړو ښه وځلېده او ۵۹ منډې یې وکړې.

دا شان رحمان‌الله ګربز ۴۴، حضرت ځاځي ۴۰، محمد شهزاد ۲۲ او لوبډلمشر محمد نبي ۱۱ منډې وکړې.

افغان لوبډلې د دې سیالیو په تمریني لوبو کې وېسټ انډیز ته ماتې ورکړې وه، خو د سوېلي افریقا په وړاندې یې ماتې وخوړه.

افغان لوبډله به راتلونکې لوبه د روانې اکټوبر په ۲۹مه د جمعې په ورځ د پاکستان په وړاندې ترسره کوي.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
ATP

Рублёв поднимется на шестое место в рейтинге ATP после победы на «Мастерсе» в Мадриде






Путин поручил повысить удовлетворённость граждан качеством работы госслужащих

В рамках земельного контроля в Подмосковье осмотрено 50,5 тыс земельных участков

МИД: Россия планирует в 2024 году открыть посольство в Сьерра-Леоне

Кинокритик Шнейдеров считает, что Ефремов после выхода из колонии станет очень востребован