د مېرمنو اندېښنې؛ طالبان وايي ښځې دې لوړ بوټان او رنګینې جامې نه اغوندي
دې وضعیت د خپل ناروښانه راتلونکي او برخلیک په اړه د ښځو او نجونو غږ را پورته کړی.
له دوی یو شمېر یې ازادي راډیو سره خبرو کې د کار، زدهکړې او ټولنیزو فعالیتونو په برخه کې پر دوی د لګول شوېو محدویتونو له امله نا هیلي شوي.
دوی وايي، هغه ښځې چې په دولتي او نورو خصوصي ادارو کې یې کار کاوه، په کور له ناستې وروسته یې اقتصادي ستونزې یو په دوه شوي.
راضیه د مخکني حکومت پرمهال په یوې دولتي ادارې کې کار کاوه.
هغې ازادي راډیو ته وویل، اندېښنه یې له دې ده چې طالبان لکه د خپلې تېرې واکمنۍ د ښځو ټول حقوق تر پښو لاندې کړي.
راضیه وايي: "طالبانو موږ په کور کېنولې یوو. زموږ اقتصادي ستونزې ډېرې شوي. موږ له طالبانو غواړو چې د کار اجازه راکړي. په کور د کېنولو ترڅنګ یې ویلي، لوړ بوټان مه په پښو کوئ او نور مسایل چې زه یې ډېره اندېښمنه کړې یم."
دا اندېښنې وروسته تردې رسنیزې کېږي چې د طالبانو یوه چارواکي په کابل کې یې یوې خصوصي رسنۍ سره د خبرو پرمهال وویل، ښځې باید لوړ بوټان په پښو نه کړي، رنګینې جامې وا نه غوندي او تر خوا یې عطر و نه کاروي.
د دې تر خوا د طالبانو لهخوا له ښځو سره د تاوتریخوالي راپورونه هم شته. پرون هم په کابل کې هغه مهال چې یو شمېر ښځو او نجونو ښوونځیو ته د بېرته تلو په ملاتړ لاریون کاوه، د طالبانو د امنیتي کسانو له تاوتریخوالي سره مخ شوې.
لاریون کوونکو له ځان سره په لېږدونکو شعارونو کې لیکلي و:"زموږ قلم مه ماتوئ، کتاب مو مه سوځوئ او ښوونځی مه تړئ."
طالب امنیتي کسانو له دوی لیکل شوي شعارونه واخیستل او د دوی د لاریون مخه یې ونیوله. پر دوی هوايي ډزې هم وشوې.
نسترن چې د دولسم ټولګې زدهکوونکې ده او اوس ښوونځي ته نه ځي، له طالبانو غواړي چې د زدهکړو درېدلی بهیر یې بېرته پیل کړي: "له طالبانو غواړم چې د زده کړو اجازه را کړي. موږ د هېواد د جوړولو راتلونکی نسل یوو. تر څو به بې برخلیکه یوو. "
دا چې طالبان دې اندېښنو او غوښتنو ته څه ځواب لري؟
د دې ډلې مطبوعاتي غړي بلال کریمي د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دوی پر یوې داسې طرحه کار کوي چې ښځې وکولای شي په خوندي چاپیریال کې کار وکړي.
ښاغلي کریمي زیاته کړه: "اسلامي امارت د ټولو هېوادوالو په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو خوندیتوب ته ژمن دی، هغه د زدهکړې، کار او یا هم نورو برخو کې وي. اسلامي امارت په دې کار کوي چې ښځو او نجونو ته د رواني او فزیکي ادرسه خوندي چاپیریال برابر کړي چې دوی کار او زدهکړه وکړي."
له طالبانو د نړیوالې ټولنې یوه غوښتنه هم د ښځو حقونو ته درناوی دی چې زدهکړه او کار یې مهمې برخې دي.
که څه هم دې ډلې تر شپږم ټولګي نجونو ته ښوونځیو ته د تګ اجازه ورکړې، خو لا نجونې ثانوي، د لېسې او پوهنتون ته د تګ اجازه نه لري.
د طالبان دې پرېکړې په نړیواله کچه هم غبرګونونه راپورته کړي، خو دا ډله ډېر ژر د دې ستونزې د حل ژمنه کوي.