Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2021

Новости за 30.09.2021

د امریکایي ځواکونو له وتلو یوه میاشت وروسته؛ د افغانانو لپاره څه ډول پړاو پیل شوی؟

Pa.azadiradio.com 

له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو یوه میاشت پوره شوه. طالبان څه باندې یوه میاشت وړاندې کابل ته ننوتل او د افغانستان د ډېرو سیمو واک‌یې ترلاسه کړ. یو شمېر کارپوهان دا تېره یوه میاشت د افغانانو لپاره تیاره، له ستونزو ډکه او د افغانستان لپاره دا موده د کړکېچونو پیل بولي. هغه موده چې دوی یې د ۹۰مې لسیزې سره تشبیه کوي. دوی وایي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په بېړه وتل لامل شو چې هغه افغان پوځ وپاشل شي چې په خبره‌یې پوره ۲۰ کاله پرې پانګونه شوې وه. د خلکو او شنونکو په خبره، په تېره یوه... Читать дальше...

امریکايي نظامیانو د افغانستان د دولت او اردو سقوط ممکن باله

Pa.azadiradio.com 

د امریکا لوړپوړي پوځي چارواکي وايي له افغانستان څخه ټولو امریکايي ځواکونو د وتلو پلان د هغو افغان نظامیانو پر روحیه لوی اغېز درلود چې په ټولو برخو کې د امریکايي ځواکونو په ملاتړ تکیه وو، هم د استخباراتو، هم د هوايي ملاتړ او هم د وسایلو د ترمیم په برخه کې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال کنت مک کنزي د پنج شنبې په ورځ د امریکا د استازو جرګې د پوځي خدماتو کمېټې ته وویل باور یې درلود که په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر له ۲۵۰۰ کسانو کم شي د کابل حکومت او د افغانستان اردو یو په بل پسې سقوط کوي. Читать дальше...

د پخواني حکومت ځينو چارواکو په یو بل د فساد بېلابېل تازه تورونه لګولي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو له لوري د کابل د سقوط له امله په سلګونه دولتي چارواکو له کابله تېښته وکړه. دا چارواکي چې اوس په نورو هېوادونو کې ژوند کوي تازه‌یې پر یو بل د فساد تورونه لګولي دي. په تازه څرګندونو کې د مالیې وزارت پخواني سرپرست وزیر محمد خالد‌ پاينده له تحلیل‌ګرانو شبکې سره په خبرو کې پر یو شمېر افغان چارواکو د فساد تور پورې کړی دی. ښاغلي پاینده په خپلو خبرو کې ویلي چې افغانستان کې د فساد بڼه په ډله‌ییزه توګه وه ځکه‌یې مخنیوی ستونزمن و. نومړی وايي چې د ننګرهار ګمرک د څېړنو پر مهال په یاد ګمرک کې په... Читать дальше...

ملګري ملتونه به د طالبانو استازي ته څوکۍ ورکړي؟

Mashaalradio.com 

که څه هم طالبانو د سېپټېمبر پر اوومه د ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ خپله سرپرسته کابینه اعلان کړه او بېلا بېلو حکومتي څانګو ته يې مشران وټاکل خو تر دې دمه نه خو د ملګرو ملتونو سازمان او نه هم کوم بل هېواد د دوی حکومت په رسميت پېژندلی دی.

افغانستان کې د کلدارو او تومانو یو وار بیا استعمال د خلکو اندېښنې راپارولي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د بهرنیو اسعارو په ځانګړي ډول د پاکستاني روپیو او ایراني تومانو یو وار بیا استعمال په اړه د خلکو اندېښنې. د دغه هېواد یو شمېر سرحدي ولایتونو کې په پاکستاني روپیو او ایراني تومانو راکړه ورکړه او په بانکونو کې د ډالرو په ورکړې بندیز افغانان له سختو ستونزو سره مخ کړي. د افغانستان د ځینو ولایتونو څخه د پنجشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د تلې ۰۸» ازادي راډيو ته خلکو ویلي چې په تېرو ۲۰ کلونو کې د افغانستان په بازارونو کې د پاکستاني روپیو او ایراني تومانو د استعمال د مخنیوي په تړاو ډېرې مبارزې... Читать дальше...

د امجد شهزاد د "هنر کور" هلې ځلې

Mashaalradio.com 

د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه مو د خيبرپښتونخوا د ملاکنډ پېژندلی شاعر او سندرغاړی امجد شهزاد دی. نوموړی د خپلې هغې يوې پروژې په اړه معلومات راکوي چې د سيمې د ځوانو هنرمندانو د روزنې او د سندرو د ثبت په چارو کې له هغوی سره د مرستو لپاره يې پيل کړې ده. د شهزاد خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

د فرانسې پخوانی جمهور رئیس نیکولاس سرکوزي په یو کلن کورني بند محکوم شو

Pa.azadiradio.com 

د فرانسې یوې محکمې د دې هېواد پخواني جمهور رئیس نیکولاس سرکوزي د انتخاباتي کمپاین د ناقانونه تمویل په یوه قضیه کې مجرم ګڼلی او په یو کلن کورني بند یې محکوم کړی. دا قضیه په ۲۰۱۲ م کال کې د هغه د بیا انتخابېدو له ناکامې مبارزې سره تړلې ده. د محکمې د ننني حکم پر اساس به ۶۶ کلن سرکوزي د څار برېښنايي دستنبد په لاس تړي. هغه تورن و چې د بیا انتخابېدو لپاره‌یې په کمپاین کې د قانوني لګښت چې ۲۲ نیم ملیونه ایرو ټاکل شوی، نږدې دوه چنده لګښت کړی و. نیکولاس سرکوزي هغه مهال د ولسمشرۍ دا انتخابات د سوسیالیست ګوند فرانسوا اولانډ ته وبایلل.

عمران خان له ویزه لرونکو افغانانو د اضافي اجازه‌نامې نه‌غوښتلو سپارښتنه وکړه

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان صدراعظم یو سلاکار ویلي، عمران خان سپارښتنه کړې چې له ویزه لرونکو افغانانو څخه دې پاکستان ته د تلو پر مهال اضافي اجازه‌نامه نه‌غوښتل کېږي. واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، هغه افغانان چې د ځمکې له لارې پاکستان ته ځي اړ دي چې د پاکستان پر ویزې سربېره له پاکستاني چارواکو څخه د "بارډر پاس" په نوم یو بل لیک هم ترلاسه کړي. د دې لیک ترلاسه کول د ګڼو افغانانو لپاره په یو سرخوږي بدل شوی او ځینو د سلګونو ډالرو رشوت په بدل کې ترلاسه کوله. د عمران خان یو سلاکار شهزاد ارباب پر خپل ټویټر نن لیکلي... Читать дальше...



د سره صلیب نړیواله کمېټه په افغانستان کې د بشري بحران د پېښېدو خبرداری ورکړ

Pa.azadiradio.com 

د نړیوال سره صلیب یو چارواکي په افغانستان کې د بشري بحران د پېښېدو خبرداری ورکړی دی. د اسوشیټډ پرس خبري اژانس د سره صلیب د نړیوالې کمېټې د رئیس الکساندر ماتیو له خولې نن ویلي، که چېرې کارمندانو د تنخواګانو او د خدماتو په ځانګړې توګه روغتیا برخې لپاره پیسې برابرې نه‌شي، د مالي امکاناتو سخت کمی او ژمی به افغانستان له لوی بشري بحران سره مخ کړي. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت د رئیس‌الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي د چهارشنبې په ورځ وویل، د ټولو دولتي کارکونکو تنخواګانې به ورکړل شي. هغه دا... Читать дальше...

اسراییلي پولیسو په ختېځ بیت المقدس کې یوه فلسطینۍ ښځه وژلې

Pa.azadiradio.com 

د اسراییلو پولیسو نن پنجشنبه وویل چې اسراییلي افسرانو په ختیځ بیت المقدس کې یوه ۳۰ کلنه فلسطینۍ ښځه په ډزو ووژله. پولیسو په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا ښځه د الاقصی جومات له دروازې بهر له افسرانو سره نږدې شوه، چاقو یې راوویسته او هڅه یې وکړه چې افسران ووژني. د دې ښځې هویت سمدستي نه دی روښانه شوی. د مې په میاشت کې هم په ختېځ بیت المقدس کې فلسطینیان او اسراییلي ځواکونه سره وجنګېدل. له دې وړاندې، اسراییل او فلسطیني ډلې حماس د غزې په تړانګه کې ۱۱ ورځې جګړه وکړه چې دا د ۲۰۱۴ میلادي کال راهیسې د دواړو لورو تر ټولو لویه نښته ده.

چین: د افغانستان او نورو امنیتي مسایلو په اړه غونډه جوړیږي

Pa.azadiradio.com 

د چین د دفاع وزارت نن اعلان وکړ چې ټاکل شوې ده د کارپوهانو یوه غونډه په چین کې د افغانستان او نورو سیمه ییزو امنیتي مسایلو په اړه جوړه شي. د وزارت یوه ویاند وویل چې دا غونډه به د شیانګشان پیکنګ فورم په نوم د اکتوبر له ۲۵مې نېټې څخه تر ۲۶مې نېټې پورې ترسره کړي. د رویټرز د راپور په وینا، د سرمشریزې یوه برخه به په سیمه ییز امنیت د افغانستان د وضعیت اغیزې باندې بحث وکړي. د شیانګشان پیکنګ فورم د سیمه ییز امنیت غونډه ده چې په کې به دفاعي چارواکي او کارپوهان برخه واخلي.

ملګري ملتونه: بسپنه ورکوونکي دې د افغانستان په اړه چټک ځواب ورکړي

Pa.azadiradio.com 

ملګرو ملتونو یو ځل بیا له بسپنه ورکوونکو هېوادونو غوښتي چې د افغانستان سره د بشري مرستو غوښتنې دې چټک ځواب کړي. د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفن ډوجاریک پرون د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، دوی د روان میلادي کال په پاتې میاشتو کې په افغانستان کې ۱۱ میلیونه وګړو سره د بشري مرستو لپاره د ۶۰۶ میلیونه ډالرو چټکې بسپنې غوښتنه کړې چې تر اوسه یې یوازې ۲۲ سلنه ورکړل شوي دي. سټیفن دوجاریک له بسپنه ورکوونکو غوښتنه وکړه چې د زیاتو مړینو او کډوالیو د مخنیوي او د دې لپاره چې د خلکو کړاو راکم شي، باید په چټکو لارو مرستې وکړي. Читать дальше...

کابل کې د ښځو لاریون؛ طالبانو یې د خورولو لپاره هوايي ډزې کړي

Pa.azadiradio.com 

راپورونه وايي چې طالبانو نن پنجشنبه په کابل د ښځو د حقونو په پلوۍ د یو کوچني لاریون د خورولو لپاره هوايي ډزي کړي دي. د فرانسې خبري اژانس وايي، ژورنالېستانو  یې لیدلي چې طالبانو د هغو شپږ ښځو اعتراض په تاوتریخوالي خور کړی چې د یوې لېسې مخې ته راټولې شوې وې او له شپږم ټولګې څخه پورته یې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستې غوښتنه کوله. په ټولنیزو رسنیو کې د دې اعتراض په خپرو شوېو ویډیوګانو کې ښکاري چې طالبان هوايي ډزې کوي او له یوه اعترض کوونکي ټیلیفون اخلي. معترضو ښځو له ځان سره په لېږدونکي شعار لیکلي وو... Читать дальше...

د ښځو ځواکمنولو ادارې کارمنده ښایسته یاسمین مو مېلمنه ده

Mashaalradio.com 

د اسلام اباده ښایسته یاسمین د 'عکس' په نوم له یوې غیر سرکاري ادارې سره کار کوي. دغه اداره د میډیا له لارې د ښځو ځواکمنۍ او جنسي برابرۍ لپاره کار کوونکې یوه څیړنیزه اداره ده. دغه اداره په دې باور ده چې د صنفي مساوات له لارې دومداره ترقي یقیني کېږي. د هغې لپاره دغه اداره د روزنې او مشاورت له لارې د ښځو غږ پورته کوي. د خپرونې کوربنه ملیحه امیرزاده ده.

طالب چارواکي: د بانکي نظام د ښه والي لپاره هڅې روانې دي

Pa.azadiradio.com 

طالب چارواکي وايي، په افغانستان کې د بانکي نظام د ښه والي او د پیسو د راکړې ورکړې د ستونزو د هوارۍ برخه کې د دوی هڅې روانې دي. د یو خپور شوي بیان له مخې دا خبرې په هغه ناسته کې شوي چې د خصوصي بانکونو د استازو او د طالبانو د رئیس الوزرا د مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ جوړه شوې. نوموړي په دې ناسته کې ویلي: "د بانکي نظام ټېنګښت، پراختیا او د هېواد اقتصادي څرخ ګرځول زموږ لپاره د ارزښت وړ دی او په دې برخه کې به لازمې هڅې ترسره شي." ښاغلي حنفي د خصوصي بانکونو او د افغانستان بانک د اتحادیو... Читать дальше...

افغان سوداګر د سیمي له هېوادونو سره د اقتصادي اړیکو پراختیا غواړي

Pa.azadiradio.com 

افغان سوداګر له ګاونډیو هېوادونو سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو په پراختیا ټېنګار کوي. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال محمد یونس مومند نن پنجشنبه (د تلې په ۸مه) ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې تازه د دغې خونې پلاوي او د طالبانو په مشري د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي سره لیدلي دي. ښاغلي مومند وویل چې ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو سره نېکې اړیکې لرل د هېواد په اقتصادي پراختیا کې اړین رول لوبوي. دی وایي، په دې غونډه کې سوداګرو د سیمې هېوادونو ته د ویزو صدور... Читать дальше...

طالبان: ترکي، هندي او ازبیکستاني الوتکې به له کابله الوتنې پيل کړي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو په مشرۍ حکومت د رسنیز ټیم غړي وايي، ټاکل شوې چې د ترکیې، هند او ازبیکستان هېوادونو الوتکې نن پنجشنبه کابل ته له سره الوتنې پيل کړي. احمد الله وثیق تازه په خپل ټویټر پاڼه لیکلي: "د نړیوال رادار د معلوماتي پاڼې له مخې سر له نننه کابل ته نړیوالې الوتنې پیلېږي، ترکیه، هند او ازبیکستان درې هغه هېوادونه دي چې نن به ترې مسافر وړونکې الوتکې د کابل هوايي ډکر ته الوتنې وکړي." ښاغلي وثیق په دې اړه زیات جزئیات ورنه کړل. تراوسه یادو درې واړو هېوادونو او دغو هېوادونو پورې اړوند هوايي شرکتونو کابل ته د خپلو الوتنو په اړه څه نه دي ویلي. Читать дальше...

کابل: طالبانو ښځې مظاهرې ته پرېنښودې

Mashaalradio.com 

د سېپټېمبر پر ۳۰مه طالبانو په کابل کې د یوشمېر ښځینه فعالانو هغه احتجاجي مظاهره په زور ختمه کړه چې د ښځو د زده کړو حق غوښتنه یې کوله. طالبانو خبریالان هم د دغې مظاهرې له ویډیو جوړولو منعې کړل او وروسته یې د مظاهرې خورولو لپاره ډزې هم وکړې. نور په دې ویډیويي راپور کې.

Новости России
Москва

Улан-Удэнский ЛВРЗ подвел производственные итоги первого квартала 2024 года


اسلام اباد کې د نوي ټېکسونو پرضد د سوداګرو احتجاج

Mashaalradio.com 

په اسلام اباد کې د سېپټېمبر پر ۲۹مه د ټول ملک د سوداګرو اتحادیو مشرانو احتجاج وکړو. تاجرانو د حکومت لخوا د نوي ټېکسونو پرضد احتجاجي تحریک پیل کړی دی. له حکومت سره د خبرو ناکامه کېدوی وروسته تاجرانو د اکتوبر پر میاشت کې په فېض اباد کې په لویه کچه د احتجاجي ناستې پیلولو اعلان کړی دی. نور حال په دې ویډیويي راپور کې.

د روبوټ جوړوونکي افغان ملي ټیم غړیو په دوحه کې زده کړې پیل کړې

Mashaalradio.com 

په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د نورو زرګونو افغانانو په څېر د روبوټ جوړونکي افغان ملي ټیم یو شمېر غړې هم له افغانستانه ووتلې چې ځینې یې په میکسیکو، ځینې متحده عرب اماراتو او ځینې یې قطر ته رسېدلي دي.   د طالبانو حکومت تر اتم پورې د نجونو سکولونه خلاص کړي خو له دې پورته د نجونو د زده کړو په هکله یې لا هم فېصله نه ده کړې. نور په دې ویډیويي راپور کې. ویډیو: اې ایف پي

د اکوادور یوه زندان کې له شخړې وروسته بیړنۍ حالت اعلان شو

Pa.azadiradio.com 

د اکوادور ولسمشر د دغه هېواد په زندان کې تر خونړۍ شخړې وروسته ټول هېواد کې بیړنی حالت اعلان کړی دی. دې شخړه کې لږ تر لږه ۱۱۶ تنه ووژل شول او شااوخوا ۸۰ نور ټپیان شول. د پولیسو چارواکو ویلي چې په لیتورال زندان کې دا نښته د نشه یي توکو د دوو سیالو قاچاق وړونکو ډلو ترمنځ شوې ده. د اکوادور ولسمشر ګلیرمو راسو ویلي، پر دې خواشینی دی چې زندانونه د جنایت کاره ډلو له خوا د قدرت د شخړې په میدان بدلیږي.

شمالي کوریا: جنوبي کوریا سره د ارتباطي کرښو رغولو ته لېواله یو

Pa.azadiradio.com 

د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون ویلي، لېواله دی چې له جنوبي کوریا سره ارتباطي کرښې بېرته ورغوي، خو ده له امریکا سره د خبرو وړاندیز رد کړ.  د شمالي کوریا رسمي خبري اژانس راپور ورکړی چې د دوی مشر دا څرګندونې نن پنجشنبه د پارلمان غونډې ته کړې دي.  کېم جونګ اون وویل، له جنوبي کوریا سره سرحدي ارتباطي کرښې د خپل ولس په غوښتنه جوړوي، هغه ولس چې د ده په ټکو د پیونګ یانګ او سیول ترمنځ سوله غواړي.  شمالي کوریا په تېر اګسټ میاشت کې د جنوبي کوریا او امریکا د ګډو پوځي تمرینونو له کبله له سویل سره ارتباطي کرښې پرې کړې.

د چین د بشري مرستو لومړۍ محموله کابل ته ورسېده

Pa.azadiradio.com 

د چین د بشري مرستو لومړنۍ محموله کابل ته ورسېده. په کابل کې د چین سفیر وانګ یو تېره شپه پر خپله ټویټرپاڼه دا خبر خپور کړی او ویلي یې دي چې دا مرستې د کډوالو چارو وزارت ته سپارل شوي دي. نوموړي زیاته کړې چې دې مرستو کې کمپلې او نورې تودې جامې شاملې دي. د چین سفیر له افغانستان سره دا مرسته د خپل هېواد د کلکې ملګرتیا یوه نښه بللې ده. وانګ یو ویلي، هېواد یې له افغانستان سره د مرستې لپاره څه باندې ۳۰ میلیونه ډالره په پام کې نیولي دي. څو اونۍ وړاندې قطر او پاکستان هم له افغانستان سره ورته بشري مرسته وکړه.

د طالبانو له واکمنېدو سره په افغانستان کې د تریاکو بیه لوړه شوې ده

Pa.azadiradio.com 

طالبانو د اګست په ۱۵مه واک ته له رسېدو وروسته وویل چې د نورو نشه یي توکو ترڅنګ د تریاکو پر کاروبار هم بندیز لګوي. خو د کوکنارو کرونده ګر وايي له مجبورۍ دا کار کوي او که متبادل کښت ورته پیدا کړل شي نو د کوکنارو له کروندې به لاس واخلي. بلخوا سوداګر وایي د تریاکو په بیو کې زیاتوالی د طالبانو لخوا د بندیز د اندېښنو له وجې راغلی دی. په دې هکله په کندهار کې د تریاکو د یو بازار حال په دې رپورټ کې وګورئ.


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
WTA

Мирра Андреева замыкает год // 16-летняя российская теннисистка успешно стартовала на крупном турнире WTA в Мадриде






Рубль утром растет к доллару

Объем закупок на портале поставщиков в первом квартале 2024 года превысил 24 млрд руб.

Петербург планирует перенести опыт выставки "Россия" на региональный уровень

Главу Гагаузии после визита в Москву ждали в аэропорту Кишинева сотни встречающих и тщательный досмотр силовиков