د افغانستان بانک: ټول دولتي ادارې دې په افغانیو معاملې وکړي
د افغانستان بانک ټولو دولتي او خصوصي ادارو او موسسو څخه غوښتي چې خپل تړونونه، پولي معاملې او نورې اقتصادي راکړې ورکړې په افغانیو وکړي. په هغه خبرتیا کې چې د دغه بانک له خوا خپره شوې راغلي، د دغه بانک د ۳۳ مادې پر بنسټ دا چې د افغانستان پولي واحد افغانۍ دی، نو باید په په ټولو پولي معاملو کې هم افغانۍ اساس وګرځول شي. د افغانستان بانک ویلي، له دې کار موخه اقتصادي پرمختګ دی. دا خبرتیا پرون ناوخته په افغانستان کې د طالبانو په مشرۍ حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مرستیال او ویاند ذبیح الله مجاهد په ټوېټر پاڼه خپره شوې ده. Читать дальше...