سردار ایاز صادق د قامي اسمبلۍ سپیکر او سید غلام مصطفا شاه مرستیال سپیکر شو
د مارچ پر لومړۍ نېټه چې د قامي اسمبلۍ د تلونکي سپیکر راجا پروېز اشرف په مشرۍ غونډه پیل شوه نو د تحریک انصاف مخکښه مشرانو عمر ایوب خان او ګوهر علي خان ورباندې اعتراض وکړ او و یې ویل چې تر هغو چې د پارلېمان ټول غړي موجود نه وي، د نوي سپیکر انتخاب دې نه کېږي.