Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
Mashaalradio.com
Март
2024

Новости за 17.03.2024

په خوست کې ټرافیکي څراغونه نصب شوي دي

Mashaalradio.com 

د خوست ښار په ۱۱ څلور لارو او عمومي سړکونو، ټرافیکي څراغونه نصب او فعال شوي دي. ځايي اوسېدونکي د دې کار هرکلی کوي او تمه څرګندوي چې له دې سره به په ښار کې د ګاډو تګ راتګ منظم شي چې ورسره به یې ګڼه ګوڼه کنټرول شي. د افغانستان له لویو ښارونو پرته، په نورو ډېریو ښارونو کې لا ټرافیکي څراغونه نه دي لګېدلي. نور په دې رپورټ کې.

هنرمندان د خیبر پښتونخوا له نوي حکومته د مهمو ستونزو د هواري هیله لري

Mashaalradio.com 

د "هنري ټولنې" په نوم د ناحکومتي سازمان عمومي سېکرټر او سندرغاړي فضل وهاب درد د مارچ پر ۱۷مه مشال راډيو ته وويل، غواړي چې ژر د نوي حکومت له چارواکو سره ژر وګوري او د هنرمندانو مهمې ستونزې ورته مخې ته کېږدي.

اسحاق ډار او امیر خان متقي د سوداګرۍ زیاتولو په ګډون پر یوشمېر موضوعاتو غږېدلي دي

Mashaalradio.com 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د مارچ پر ۱۶مه د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقي سره تر ټېلېفوني خبرو وروسته پر اېکس لیکلي چې له افغانستان سره "د ارتباطاتو، سوداګرۍ، امنیت، د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او د خلکو ترمینځ د اړیکو پراخول یې له مهمو لومړیتوبونو یو دی."

اصف دراني ادعا کړې چې د ټي ټي پي زرګونه غړي افغانستان کې دي

Mashaalradio.com 

دراني د مارچ پر ۱۶مه په اسلام اباد کې د پاکستان د سولې د مطالعاتو مرکز په کوربه توب د "افغانستان سوله او پخلاینه: د پاکستان ګټې او د تګلارې واک" په نوم د بحث په ۱۲مه ناسته کې بې له ثبوت ورکولو دعوه وکړه چې که د هغو وسلوالو د کورنۍ غړي ورشامل شي نو ټول شمېر "۷۰،۰۰۰ ته لوړېږي."

انتخاباتي کمېشن: ۱۴۵ کسانو د سېنېټ ۴۸ څوکیو لپاره د نوماندۍ اسناد جمع کړي دي

Mashaalradio.com 

له ۲۰۲۴ز کال څخه د پاکستان سېنېټ ټول ۹۶ غړي لري چې ورڅخه یې هره صوبه ۱۴ عمومي څوکۍ او نهه ځانګړې څوکۍ لري. د ایین له مخې، هره صوبه د څلورو پوهانو یا د خپلو څانګو متخصصانو، چې ټېکنوکراټان بلل کېږي، او دیني عالمانو، څلور د ښځو او یو مذهبي لږکي څوکۍ لري.

له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي کډوال له ستونزو سره مخامخ دي

Mashaalradio.com 

د افغانستان له پلازمېنې سره نېږدې په یو کیمپ کې شاوخوا ۸۰ کورنۍ مېشتې دي چې په وروستیو کې له پاکستانه ستنې شوې وې. پاکستان د ۲۰۲۳ز کال د نومبر له پیل راهیسې د بې اسناده بهرنیانو، چې غوڅ اکثریت یې افغانان دي، د ایستلو عمل پیل کړ. زیاتره افغانان خپل هېواد ته پر ستنېدو سربېره هلته د بېکورۍ ژوند تېرولو ته اړ دي. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.

د داعش له ولکې خوشې کړل شوې يزيدۍ نجونې د بند کیسې کوي

Mashaalradio.com 

د عراق د کورواکه کردستان له سنجار سیمې ۱۰ کاله وړاندې د اسلامي دولت يا داعش وسلوالې ډلې سلګونه یزیدۍ نجونې تښتولې وې چې په شام او عراق کې د هغې ډلې له ماتې خوړولو وروسته یې ګڼ شمېر خپلو سیمو ته ستنې شوې دي. په هغوی کې يوه نجلۍ کوفان ایدو هم شامله وه چې خپلې سیمې ته په ستندېدو یې خپلوانو تود هرکلی کړی دی. کوفان د داعش په ولکه کې دوه ماشومان زېږولي خو د قانون له مخې ماشومان یې له هغې سره نه شي پاتې کيدلی. که څه هم نوموړې خوشې کېدو ته خوشاله ده خو وايي له ماشومانو پرته ژوند ورته ډېر ګران دی. د اسوشيېټېډ... Читать дальше...


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
WTA

Линетт сыграет против Соболенко во втором круге турнира WTA в Мадриде






Посадивший самолёт в поле под Новосибирском пилот не может прокормить семью и работает в такси

Синоптик Цыганков: май в Москве начнется с теплой погоды и небольших осадков

Вице-президент АТОР Мурадян: спрос на отдых за границей в мае вырос на 35%

Сотрудники Росгвардии задержали автомобилиста  с наркотиками в Москве