Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
Mashaalradio.com
Март
2024

Новости за 10.03.2024

ډاکتر زاهد انور: قبایلي ضلعو کې سیاسي شعور زیات شوی دی

Mashaalradio.com 

دا اوونۍ مو په مشال مرکه کې د پېښور پوهنتون د سياسياتو څانګې مشر ډاکټر زاهد انور مېلمه کړی دی. نوموړي له بېلابېلو هېوادونو څخه زده کړې کړې دي. ډاکتر انور وايي، د فبرورۍ اتمې انتخاباتو په پاکستان کې سیاسي ثبات ته لاره هواره کړې ده چې دا د جمهوري نظام خوندیتوب لپاره مهم دي. دی وايي، وفاقي او صوبايي حکومتونه باید یو بل وزغمي او په ګډه کار وکړي. ډاکتر انور وايي، په قبایلي ضلعو کې سیاسي شعور زیات شوی دی. بشپړه مرکه واورئ.

پولیس وايي د بریدونو پلټنو لپاره د ولس همکاري اړینه ده

Mashaalradio.com 

د شمالي وزیرستان پولیسو دعوه کړې ده چې ولس ورسره د هدفي وژنو په پلټنو کې همکاري نه کوي. د سیمې یو پولیس افسر علي خان مشال راډیو ته وویل چې پولیس د هرې پېښې پلټنې د مدعیانو او عیني شاهدانو د بیانونو او شواهدو پر اساس کوي، خو ولس ورسره پوره مرسته نه کوي. دا په داسې حال کې ده چې له ۲۰۱۸ز کال راهیسې په شمالي وزیرستان کې په هدفي بریدونو کې لسګونه حکومتي چارواکي، سرتېري، ولسي مشران، فعالان، دیني عالمان او سیاستوالان وژل شوي دي او خلکو په بیا بیا د امنیت لپاره احتجاجونه هم کړي دي. په دې اړتفصیل په رپورټ کې.

د خوست صبریو کې خلک نیالګي کښېنوي

Mashaalradio.com 

د خوست د صبریو ولسوالۍ اوسېدونکو د څپري سیمې پر غرونو او غونډیو د بوټو کښېنول پیل کړي دي. د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان د سیمې خلکو ته د مېوه لرونکو او زینتي ونو شاوخوا ۴۰،۰۰۰ نیالګي ورکړي دي. د سیمې اوسېدونکي وايي د نیالګیو ساتلو او پاللو لپاره یې پوره تدابیر نیولي دي. ویډيويي رپورټ.

اصف علي زرداري د ۱۴م ولسمشر په توګه لوړه وکړه

Mashaalradio.com 

په غونډه کې د پاکستان تلونکی ولسمشر ډاکتر محمد عارف علوي، وزیراعظم شهباز شریف، د پوځ، بحري او هوايي ځواکونو مشران، پخواني وزیراعظمان میا نواز شریف، یوسف رضا ګېلاني، د پیپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو زرداري او د هغه ګوند او مسلم لیګ (ن) مخکښه مشران او د پارلېمان غړي موجود ول.

کډوالې ښځې د اسټرالیا رستوران کې کورني خواړه خرڅوي

Mashaalradio.com 

د اسټرالیا په مېلبرن ښار کې یوه رستوران او چایخانې کډوالو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده. چایخانې ته تلونکي کسان وايي چې هلته د بېلابېلو ځایونو کلتوري خواړه خوري. اسټرالیا ته کډوالې شوې ښځې په هغه رستوران کې خلکو ته کورني خواړه ورکوي. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
WTA

Свёнтек разгромила Кырстю и вышла в 1/8 финала турнира WTA-1000 в Мадриде






Какой сегодня праздник 28 апреля 2024 года отмечают в России

Пьяная девушка угнала "Газель" и сбила человека в Зеленограде

Сотрудники Росгвардии задержали автомобилиста  с наркотиками в Москве

Британия подготовила для США гигантскую взятку