په هندي دودیز جشن کې ښځې ولې سړي په کوتک وهي؟
په هند کې تر هولي مخکې د لټمار په نوم یوه دودیز جشن کېږي چې پکې ښځې سړي د بانس په لښته یا کوتک وهي. خو دوی دا کار ولې کوي؟ ځواب یې د رویټرز له ویډیو په جوړ رپورټ کې.
په هند کې تر هولي مخکې د لټمار په نوم یوه دودیز جشن کېږي چې پکې ښځې سړي د بانس په لښته یا کوتک وهي. خو دوی دا کار ولې کوي؟ ځواب یې د رویټرز له ویډیو په جوړ رپورټ کې.
تڼیوال په بېلجییم او نورو اروپايي هېوادونو کې لوړې زده کړې کړې وې او د جغرافیې په څانګه کې یې ۵۲ علمي کتابونه او څېړنیزې مقالې لیکلې او ۳۳ کاله وړاندې یې د پوهاندۍ علمي رتبه ترلاسه کړې وه.
د پنجاب په مرکز لاهور کې بلوڅ زده کوونکو د خپل یو ملګري د بې درکۍ پرضد د خبریالانو مرکز مخې ته احتجاج کړی دی. د مارچ ۲۳مې د مظاهرې ګډونوالو وویل چې خداداد سراج له سرګودا ښاره ورک شوی دی. دوی دعوه وکړه چې امنیتي ادارو د طب پوهنځي هغه زده کوونکی ورک کړی دی. خو د پنجاب حکومت او پولیسو لا په دې اړه څه نه دي ویلي. په پاکستان کې په تېرو کلونو کې د لسګونه بلوڅ زده کوونکو د ورکېدو پېښې شوې دي او د هغه هېواد لوی څارنوال د فبرورۍ په پای کې اسلام اباد های کورټ ته ویلي ول چې له هغو څخه یې زیاتره موندلي دي خو د ځینو لا هېڅ درک نه دی لګېدلی. Читать дальше...
په کراچۍ کې د نرښځیانو ټولنې د خپل خوندیتوب لپاره احتجاج کړی دی. د مارچ ۲۳مې د مظاهرې ګډونوالو له حکومته د هغوی د اساسي بشري حقونو د باوري کولو غوښتنه وکړه. دوی وویل چې څو کاله مخکې یې د خوندیتوب او حقونو قانون جوړ شوی وو چې حکومت وروسته د عدالت تر پرېکړې وروسته ختم کړ نو ځکه اوس له قانوني تحفظه بې برخې شوي دي او د کراچۍ په ګډون د پاکستان په نورو برخو کې پر نرښځیانو بریدونه او تشدد کېږي. په ۲۰۱۸ز کال کې په پاکستان کې د نرښځیو د حقونو او ساتنې قانون جوړ شو چې پکې د طبي بورډ له معاینې پرته په شناختي... Читать дальше...
روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین هغه یو ترهګر برید بللی او د مارچ پر ۲۴مه یې ملي ویر اعلان کړی دی. دا په تېرو شاوخوا دوو لسیزو کې په روسیه کې تر ټولو خونړی برید بلل کېږي. د مارچ پر ۲۲مه د روسیې له پلازمېنې سره نېږدې په کراسنوګورسک کې د وسلوالو په حمله کې لږترلږه ۱۳۳ تنه ووژل او لسګونه ژوبل شول.
د پاکستان د کارګرانو ټولنې غړو او پلویانو په وروستیو کې د بلوچستان په پښتون مېشته هرنايي کې د سکرو په کان کې د چاودنې له وجې د مرګژوبلې پرضد مظاهره کړې ده او له چارواکو یې د مزدورانو د خوندیتوب باوري کولو غوښتنه کړې ده. د مارچ پر ۲۳مه د کوټې د خبریالانو مرکز مخې ته د مظاهرې ګډونوالو وویل چې حکومت دې د مسوولو کسانو پرضد د قتل مقدمه دایره کړي. د سکرو د کان کیندونکو د ساتنې سرکاري اداره وايي چې د مارچ پر ۱۹مه تر روژه ماتي وروسته د زردالو سیمې په کان کې د ګیس له وجې په چاودنه کې ۱۲ تنه وژل شوي او اته ژوبل شوي ول. Читать дальше...
د دروېشانو نڅا چې ورته رقصِ سماع هم ویل کېږي، په عامه توګه یې سړي کوي، خو د عراق د کورواکه کوردستان سیمې په مرکز اربیل کې یوې ښځې نورو ته د رقصِ سماع ښوولو مرکز پرانیستی دی. د درویشانو نڅا د ۱۳ مې پېړۍ د صوفي او شاعر مولانا جلال الدین رومي مریدانو پیل کړی چې اوس یې هم د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې د مولویه طریقت پیروان کوي. خو د ښځو لخوا د دروېشانو نڅا یو نوښت ګڼل کېږي. په دې اړه نور حال د اې اېف پي له ویډیو په جوړ رپورټ کې وګورئ.