Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
Mashaalradio.com
Март
2024

Новости за 22.03.2024

د روسيې بريدونو د اوکراين د اوبو تر ټولو لوی بند له خطر سره مخامخ کړی دی

Mashaalradio.com 

روسیې د اوکراین د انرژۍ پر تنصیباتو د بريدونو په لړ کې د هغه هېواد د اوبو تر ټولو لوی بند (ډېم) په نښه کړی دی. اوکرايني چارواکي وایي د مارچ پر ۲۲مې بریدونو د زپورېژیا په اټومي بټۍ کې د برېښنا لوی تار پرې کړې چې له وجې یې د اوکراین په یوشمېر برخو کې د برېښنا لېږد ځنډول شوی دی. ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي ویلي په هغه بريد کې ۱۵۰ ډرون او توغندي کارول شوي دي. د اوکراین د برېښنا سرکاري شرکت ویلي دي چې په زپورېژیا کې د برېښنا توليدوونکي دنیپر بند دوه توغندي لګېدلي چې هغه يې له سخت خطر سره مخامخ کړی دی. ويډيو... Читать дальше...

خوست کې یو خیریه بنسټ خلکو ته روژه ماتی برابروي

Mashaalradio.com 

په خوست کې د متحده عربي اماراتو یو خیریه بنسټ هر ماښام شاوخوا ۱،۰۰۰ بې وزله کسانو او مزدورانو ته روژه ماتی برابروي. بې وزله کسان دا په روژه کې یو ښه کار بولي خو له خپلو کورنیو سره هم مرسته غواړي. د ملګرو ملتونو په وینا، په افغانستان کې څه باندې ۲۹ مېلیونه وګړی خوراکي او نورو مرستو ته اړتیا لري. ویډيويي رپورټ.

افغانستان کې په نوي تعليمي کال کې هم د نجونو ښوونځي بند دي

Mashaalradio.com 

په افغانستان کې د مارچ پر ۲۰مه نوی تعلیمي کال پیل شوی دی خو تر شپږم ټولګي پورته د نجونو تعلیمي ادارې لا هم تړل شوې دي. د نجونو ترڅنګ هلکانو هم د طالبانو له حکومته غوښتنه کړې چې باید نجونو ته د تعلیم موقع ورکړل شي. د طالبانو حکومت د نوي تعلیمي کال د پیلېدو پر مهال څه نه دې ویلي خو وړاندې یې ویلي ول چې د نجونو تعلیمي ادارو خلاصولو په اړه پر یوې لایحې کار کوي. د فرانس پرېس اژانس له ویډیو جوړ راپور.

په تورخم کې د سفري اسنادو نه لرونکو ډرېورانو پر تګ راتګ بنديز لګول کېږي

Mashaalradio.com 

په تورخم کې د پاکستان د ګمرک (کسټم) چارواکو مشال راډيو ته ويلي دي چې د حکومت له خوا افغان ډرېورانو ته د سفري اسنادو بشپړولو لپاره ورکړل شوی مهلت د مارچ پر ۳۱مه پای ته رسېږي او د اپرېل له لومړۍ نېټې څخه به د پاسپورټ او ویزې نه لرونکو ډرېورانو ته د پاکستان او افغانستان ترمينځ د تګ راتګ اجازه ور نه کړي. بل خوا افغان ډرېوران وایی چې پر پاسپورټ او ویزې اخيستلو باندې ډيرې پیسې او زيات وخت لګېږي نو هغوی ته دې پر ځانګړو کارډونو یا راهداریو د تګ راتګ اجازه ورکړل شي. ويډيو رپورټ

تایلینډ کې د فیلانو ملي ورځ لمانځل شوې ده

Mashaalradio.com 

په تایلینډ د مارچ پر ۱۳مه د فیلانو (هاتیانو) ملي ورځ لمانځل شوې ده. پر هغه ورځ په ایوتیا ښار کې یو ځانګړې غونډه وشوه چې ورته ځايي او نړیوالو رضاکارانو ټنونه مېوې او سبزۍ وروړې وې چې هغوی وخوړې. دا چې په هغو مراسمو کې نور څه کېږي، په اړه یې د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ وګورئ.


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Виктория Азаренко

Азаренко не смогла пробиться в 1/8 финала турнира в Мадриде, уступив Соррибес-Тормо






Блогеры и туроператоры из арабских стран посетят регионы РФ для развития туризма

В ОЭЗ «Дубна» запустили производство запчастей для буровых установок

Белорусские проекты победили в Международном профессиональном конкурсе НОПРИЗ на лучший проект – 2023

Профессия, которой можно гордиться – Пожарный-спасатель