Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
Mashaalradio.com
Март
2024

Новости за 14.03.2024

هرات کې سېلابونو خلکو ته مرګژوبله اړولې ده

Mashaalradio.com 

د افغانستان په هرات ولايت کې وروستيو ورښتونو او سېلابونو يوشمېر کورونه نړولي او خلکو ته يې مرګژوبله اړولې ده. دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت چارواکي وايي چې د هغه هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې له تېرو درو اوونيو راهیسې د ورښتونو پر مهال په پېښو کې ۶۰ کسان وژل شوي دي. د فرانس پرېس اژانس له ويډيوګانو جوړ رپورټ.

بوسنیا کې ښځې هم په جومات کې تراوېح کوي

Mashaalradio.com 

بوسنیا و هرڅوګووینا (هرزېګووینا) په جنوب ختیزه اروپا کې پروت هېواد دی چې په ۱۹۹۰ز لسیزه کې جګړو ډېر ځپلی دی. د هغه هېواد اکثریت وګړي سني مسلمانان دي. د بوسنیا خلک وايي، د روژې هره ورځ د اختر په څېر په خوشالۍ لمانځي. هلته د سړیو ترڅنګ ښځې هم په جوماتونو کې لمونځ کوي او تراوېحو ته هم ورځي. د اسوشيېټېډ پرېس او رویټرز اژانس له ویډیوګانو جوړ رپورټ.

ډاکټر عرفان خليل وايي د پېښور ډېری هنرمندان مرستو ته اړتيا لري

Mashaalradio.com 

د دې اوونۍ د هارون باچا هنري ګړۍ خپرونې مېلمه د پېښور يو پېژندلی سندرغاړی ډاکټر عرفان خليل دی. نوموړی هوميوپیتېک ډاکټر دی او وايي چې د سندرو پيل يې په ۱۹۹۲ز کال کې د پاکستان ټېلېويژن له پېښور څانګې څخه کړی دی. خليل د يوشمېر کیسټونو خپرولو ترڅنګ د پښتو فلمونو لپاره هم سندرې ويلې دي. د نوموړي په خبره، په پېښور او شاوخوا کې د نعت ويلو لپاره هم شهرت لري. خليل د هنرمندانو د خيرښېګڼې لپاره د کارکوونکې يوې ټولنې فعاله غړی هم دی. په خپرونه کې د ډاکټر عرفان خليل د ژوند او هنر په اړه د ده خبرې او د ځينو سندرو ترڅنګ يې يو نعت هم اورېدای شئ.

افغانستان د ایرلینډ پر وړاندې د ۲۰ اووره سیاليو لپاره لوبډله اعلان کړه

Mashaalradio.com 

په لوبډله کې نوي ځوانان اعجاز احمدزی، اسحاق رحيمي، صدیق اتل، ننګیالی خروټی او وفادار مومند شامل شوي دي. له هغوی پرته، محمد نبي، رحمان الله ګربز، ابراهيم ځدراڼ، نور احمد لکڼوال، فضل حق فاروقي، عظمت الله عمرزی، فرید ملک، مجیب الرحمان او نوین الحق هم د لوبډلې برخه دي.

سېنېټ ضمني انتخابات: پیپلز ګوند ۴ او مسلم لیګ (ن) او جمعیت علمای اسلام (ف) یوه، یوه څوکۍ ګټلې

Mashaalradio.com 

د پاکستان د سېنېټ هغه څوکۍ د ایین د ۲۲۳مې مادې یا دفعې له مخې خالي شوې دي ځکه چې اساسي قانون یو کس ته په یو وخت کې یوازې د قامي یا صوبايي اسمبلۍ او یا هم د سېنېټ د غړیتوب اجازه ورکوي.

پېښور کې زده کوونکو په پښتو ژبه د وېلییم شېکسپېیر ډرامه وړاندې کړې

Mashaalradio.com 

د پېښور د اېډورډز کالج زده کوونکو په لومړي ځل د انګرېزۍ ژبې د نومیالي لیکوال وېلییم شېکسپېیر یوه ډرامه په پښتو ژبه وړاندې کړې ده. د میکبت په نوم هغه ډرامه د پښتو نومیالي لیکوال قلندر مومند ژباړلې وه. وېلییم شېکسپېیر د ۱۶مې او ۱۷مې پېړیو تر ټولو لوی برېتانیوی لیکوال بلل کېده. ویډیويي رپورټ.

افغانستان کې د ورښتونو پر مهال پېښو کې د وژل شویو شمېر۶۰ ته رسېدلی

Mashaalradio.com 

د طالبانو د حکومت پېښو ته د رسېدو چارو د دولت وزارت ویاند جانان سایق د مارچ پر ۱۳مه رسنيو ته په لېږدولي يو ويډيويي پيغام کې وويل چې د فبرورۍ له ۲۰مې راهیسې سختو ورښتونو په افغانستان کې ۱،۶۴۵ کورونه ویجاړ کړي او ۱۸۰،۰۰۰ څاروي یې وژلي دي.

شنونکي ولې د پاکستان نوې کابینه کې د ۲ وزیرانو شاملېدو حیران کړي دي؟

Mashaalradio.com 

د سیاسي چارو ډېری پوهان وايي چې د شریف په کابینه کې د هغوی شتون دا جوتوي چې پر حکومت یې د پوځ نفوذ زیات دی. د پاکستان پوځ په بیا بیا ویلي دي چې په سیاسي چارو کې لاسوهنه نه کوي او د جمهوري بهیر ملاتړ کوي.

د روژې له راتګ سره په مصر کې د خورما بیه لوړه شوې ده

Mashaalradio.com 

د مصر په پلازمینه قاهره کې خلک وایي هلته د خورمې یا کجورو بیې خورا زیاتې شوې دي. مصریان وایي د روژې له راتګ سره سم د نورو خوراکي توکیو د بیو لوړېدو سره سره د خورمې بیې هم زیاتې شوې دي او د دوی د اخیستو توان ورته کم شوی دی. په دې اړه د رویټرز اژانس ویډیویي راپور.

خوست کې د نجونو د تعلیم لپاره شخصي روزنيز مرکز جوړ شوی دی

Mashaalradio.com 

په خوست کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د تعلیم لپاره یو شخصي روزنيز مرکز جوړ شوی دی. په هغه مرکز کې د انګریزۍ ترڅنګ د ساینس او ریاضي زدکړې هم ورښوول کېږي. د خوست نجونې وايي چې د طالبانو حکومت له خوا تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعلیم د بندیز له وجې به افغانستان له نورو مشکلاتو سره مخامخ شي. بل خوا طالبانو ویلي دي چې د نجونو د لوړو زدکړو په اړه پر یوې تګلارې کار کوي خو دا لا معلومه نه ده چې هغه تګلاره څه وخت عملي کوي. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
WTA

Азаренко проиграла в 1/16 финала турнира WTA-1000 в Мадриде






Актер Цыганов заявил, что занимается музыкой не ради денег

Блогер Тамаев попал в аварию в Москве

Песков: об ответе на возможное изъятие активов России говорить рано

Подмосковный нарколог объяснил опасность шашлыка с алкоголем