عدالت له وفاقي حکومته پر اېکس د بندیز په اړه ځواب غوښتی دی
د پېښور های کورټ دوه قاضیانو جسټس اعجاز انور او جسټس وقار احمد مشتملې جرګګۍ د مارچ پر ۲۲مې حکم، وکیل نعمان محب کاکاخېل د درخواست د لومړنۍ اورېدنې وروسته خپور کړی دی.
د پېښور های کورټ دوه قاضیانو جسټس اعجاز انور او جسټس وقار احمد مشتملې جرګګۍ د مارچ پر ۲۲مې حکم، وکیل نعمان محب کاکاخېل د درخواست د لومړنۍ اورېدنې وروسته خپور کړی دی.
د پکتیا ولایت اوسېدونکي وايي چې د ګردېز ښاروالۍ او نورې اړوندې ادارې دې د روژې په روانه میاشت کې د خوراکي توکيو بیو ته زیات پام وکړي. دوی زیاتوي چې اقتصاد يې کمزورۍ او نه شي کولای چې ګران خوراکي توکي واخلي. چارواکي وايي چې د نرخونو کنټرولو ته جدي دي او له سرغړوونکو سره قانوني چلند کېږي. ویډيويي رپورټ.
د روسيې چارواکي وایي، د مارچ پر ۲۲مه مسکو ته نېږدې د يو کنسرټ پر مهال د وسلوالو په برید کې د وژل شویو شمېر تر ۱۰۰ اوښتی دی. د روسیې د پلټنو کمېټۍ د مارچ پر ۲۳مه ویلي چې په دې پېښه کې ټپي شوي ۱۱۵ کسان په روغتون کې داخل کړل شوي دي. د مسکو په جنوبي څنډه کې د کنسرټ پر مهال د شوي دې برید مسوليت اسلامي دولت وسلوالې ډلې (داعش) منلی دی. ويډيو رپورټ.
د روسيې چارواکي وایي، د مارچ پر ۲۲مه د مسکو سره نېږدې د کراسنوګورسک په کروکس سټي هال کې د کنسرټ پر مهال د وسلوالو په برید کې لږترلږه ۶۲ کسان وژل شوي او تر ۱۰۰ زیات ژوبل دي. د مسکو په جنوبي څنډه کې د کنسرټ پر مهال د شوي دې برید ذمه واري اسلامي دولت وسلوالې ډلې (داعش) منلې ده
د بازه په نوم وېبپاڼې د نامعلومو سرچینو لخوا خبر ورکړی دی چې په پېښه کې د وژل شویو شمېر لږترلږه ۶۲ دی او دا زیاتېدای شي. خو د دغه راپور په ازاده توګه تصدیق نه دی شوی.
په داسې حال کې چې د روان کال د مارچ پر ۲۰مه د نړۍ په بېلا بېلو برخو کې د نوروز خوشالۍ ولمانځل شوې، د شام کردانو د نوي کال د جشنونو پر مهال دودیز فېشن ته مخه کړې وه. د ایران، افغانستان، ترکیې، عراق او شام په ګډون په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۳۰۰ مېلیونه خلک په دغه ورځ یو بل ته د نوي کال مبارکي ورکوي او په ځانګړو دودیزو غونډو کې برخه اخلي. د فرانس پرېس اژانس له ويډيو جوړ رپورټ.