جسټس محمد هاشم کاکړ د بلوچستان نګران چیف جسټس ټاکل شوی دی
د بلوچستان وکیلانو د مارچ پر اوومه د های کورټ په ودانۍ کې د نعیم اختر افغان د مخه ښې لپاره غونډه وکړه چې ورته د وکیلانو مشرانو، د های کورټ نوي مشر او رخصتېدونکي قاضي ویناوې وکړې.
د بلوچستان وکیلانو د مارچ پر اوومه د های کورټ په ودانۍ کې د نعیم اختر افغان د مخه ښې لپاره غونډه وکړه چې ورته د وکیلانو مشرانو، د های کورټ نوي مشر او رخصتېدونکي قاضي ویناوې وکړې.
د پاکستان په تر ټولو لوی ښار کراچۍ کې ښځې د موټرسایکل او سایکل چلول زده کوي. دا د کلتور له پلوه په یوه روایتي او محافظه کاره ټولنه کې یو عجیبه کار دی چې میرمنې معمولا د موټر شاته کېني او یا پکې یوازې نارینه موټر سایکل او بایسکل چلوي. تفصیل د فرانس پریس خبري اژانس په راپور کې وګورئ
د پاکستان د رسنیو په سازمانونو کې د صنفي تفریق په اړه پلټنه د ۱۵ خبري سازمانونو د سروې پر اساس ترسره شوې ده چې پکې ۶ ټیلي ویژن چینلونه، ۴ ورځپاڼې، ۳ خبري اژانسونه او ۲ خبري ویبپاڼې شاملې دي.
د پښتونخوا زده کوونکو سازمان د کوټې په ګډون د بلوچستان په ګڼو پښتون مېشتو سیمو کې د تعلیم په اړه د شعور پیدا کولو په موخه لاریونونه کړي دي. په لاریونونو کې ګڼو ماشومانو هم برخه لرله. د بلوچستان په یخو سیمو کې تعلیمي کال د مارچ له میاشتې پیلېږي. په هغې صوبه کې تر ۱۵،۰۰۰ سرکاري سکولونه دي او څه باندې شپږ زره هلکان او څه باندې څلور لکه نجونه پکې زده کړې کوي. دا راز د صوبې څه باندې ۱۰ لکه ماشومان له سکولونو بهر دي. ویډیویي راپور.
د امريکا ولسمشر جو بايډن د مارچ پر اوومه د کانګرس دواړو جرګو ته په کلنۍ وينا وکړه. نوموړي د اوکراين، منځني ختيځ او په هېواد کې دننه پر سیاسي او اقتصادي مسلو خبري وکړي. ګل اياز د رويټرز او د سپيني ماڼې له ويډیوګانو دا رپورټ جوړ کړی دی.
په خوست کې د ښځو لپاره په ځانګړي سوداګریز مارکیټ کې کاروباري او دوکاندارې ښځې وايي چې په دې ځای کې يې کار په ښه کیدو دی. د خوست د هغه بازار ټولې چارې چې د ښځو لخوا پرمخ بیول کیږي او تر ډېره ښځینه رختونه، د کور سامانونه، د سینګار توکي او د ښځو او ماشومانو د اړتیا وړ شیان پکې پلورل کیږی. خوستۍ ښځې د کار او زده کړو د فرصتونو په نه شتون کې دا غنیمت بولي چې بوختیا يې موندلې او د سوداګرۍ په ګټه د خپلو کورنیو ضروري اړتیاوې پوره کوي. ویډیویي رپورټ
ولسمشر جوباډین بېګا ناوخته د امریکايي دولت د وضعیت په اړه د کانګرس دواړو جرګو ته په کلنۍ وینا کې وویل چې که څوک دا فکر کوي چې روسی ولسمشر ولادیمیر پوتین به تر اوکراین وروسته نورې جګړې و نه کړي، نو دا ناسمه ده.
د خیبر پښتونخوا سیاستوالانې وايي چې په هغه صوبه کې په سیاسي ډګر کې د ښځو ګډون خورا ستونزمن دی. مشال راډیو د مارچ پر اتمه د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت له درو داسې سیاستوالانو سره خبرې کړې دي چې د فبرورۍ اتمې انتخاباتو ته نوماندې وې. د بونېر سوېرا پرکاش او د مردان انیلا شهزاد په انتخاباتو کې بریالۍ نه شوې خو د چترال ثریا بي بي څوکۍ وګټله او اوس د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ مرستیاله سپیکره ده. دوی په دې ویډیو کې د سیاسي هلو ځلو او ستونزو په اړه غږېدلې دي.