د پکتیا ۸ ولسوالیو کې د څښاک پاکو اوبو پروژې عملي شوې دي
په پکتیکا کې د کلیو پراختیا ریاست مشر مولوي خان محمد احمد د مارچ پر ۲۰مه مشال راډیو ته وویل چې په تېر یو کال کې یې هغه پروژې د یوشمېر نړیوالو بنسټونو په مالي مرسته بشپړې کړې دي.
په پکتیکا کې د کلیو پراختیا ریاست مشر مولوي خان محمد احمد د مارچ پر ۲۰مه مشال راډیو ته وویل چې په تېر یو کال کې یې هغه پروژې د یوشمېر نړیوالو بنسټونو په مالي مرسته بشپړې کړې دي.
په بلوچستان کې د مکران ډېوېژن کمېشنر سعید عمراني مشال راډیو ته وویل چې یوشمېر وسلوالو د مارچ پر ۲۰مه د مازیګر پر شاوخوا څلورو بجو پر ودانۍ برید وکړ.
د دې اوونۍ "د مشال تر رڼا لاندې" خپرونه کې پر افغانستان د واکمنو طالبانو او پاکستان ترمینځ پر پرله پسې هڅو سربېره هم د ترینګلتیا د دوام پر لاملونو بحث شوی دی. بشپړه خپرونه وګورئ.
د سوات په مینګوره کې د ډوډیو یو خرڅونکی د تېرو څو کلونو راهیسې په روژه کې ډوډۍ ارزانه خرڅوي. د ډوډۍ خرڅونکی وایي په دې کار ورسره یوه خیریه اداره مرسته کوي او د ۳۰ روپو ډوډۍ په ۱۰ روپۍ پلوري. د تنور مالک وایي، هره ورځ تر ۲،۰۰۰ پورې ډوډۍ خرڅوي او هدف یې دادی چې په دې توګه د غریبو خلکو سره مرسته وکړي. ویډیویي راپور.
د ای اېم اېف اجراییوي بورډ باید اوسنۍ موافقه تایید کړي چې ورسره سم به پاکستان پیسې ترلاسه کړي. اخوا د امریکا سفارت په بیان کې ویلي چې ډانلډ بلوم له ای اېم اېف سره د پاکستان د پور اخيستلو په لړ کې د امريکا د ملاتړ یادونه وکړه.
په کوټه کې د کويلې د کان کیندونکو د ساتنې لپاره د سرکاري ادارې مشر عبدالغني شاهواني د مارچ پر ۲۰مه مشال راډيو ته وويل چې مزدوران د مارچ پر ۱۹مه تر روژه ماتي وروسته د هرنايي د ښارګې یا شاهرګې د زردالو په غرونو کې په کار بوخت ول چې چاودنه وشوه.
له ۲۰۲۴ز کال څخه د پاکستان سېنېټ ټول ۹۶ غړي لري چې ورڅخه یې هره صوبه ۱۴ عمومي څوکۍ او نهه ځانګړې څوکۍ لري. د ایین له مخې، هره صوبه د څلورو پوهانو یا د خپلو څانګو متخصصانو، چې ټېکنوکراټان بلل کېږي، او دیني عالمانو، څلور د ښځو او یو مذهبي لږکي څوکۍ لري.
په اسلامي هېوادونو کې د روژې له راتګ سره سم د خورما يا کجورو خوړول زيات شي. که څه هم د زيات استعمال له کبله د دې نرخونه لوړ شي خو بيا هم زياتره خلک خپلې روژې په خورما خوړلو ماتوي. دا چې د افغانستان په هلمند ولايت کې خلک د خورما په اړه څه نظر لري؟ د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ويډيو جوړ رپورټ.