Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2020

د امریکا ټاکنې؛ بایډن ۲۵۳ او ټرمپ ۲۱۴ انتخاباتي رأیې ګټلي

0
د امریکا ټاکنې؛ بایډن ۲۵۳ او ټرمپ ۲۱۴ انتخاباتي رأیې ګټلي

د امریکا د ولسمشرۍ ډیموکرات کاندید جوبایډن وروسته له هغې چې په میشیګان او ویسکنسن ایالتونو کې یې پرون چهارشنبه د مهمې بریا اټکل وشو، خپل دریځ لا پیاوړی کړی، خو یو شمېر نورو مهمو ایالتونو کې د رأیو شمېرل لا دوام لري.

په دې سره تر۲۴ ساعتونو وروسته چې د انتخاباتو د ورځې د رأیو لومړني مرکزونه تړل شوي، لا نه‌ده څرګنده چې کوم کاندید بریالی شوی دی.

په میشیګان کې ۱۶ او ویسکنسن کې ۱۰ الکټرول کالج یا انتخاباتي رأیې بایډن خپلې کړي او په دې سره‌یې د ټولو انتخاباتي رأیو شمېر۲۵۳ ته رسېدلی دی.

د هغه د سیال ولسمشر ډونالد ټرمپ دغه رأیې تر اوسه ۲۱۴ دي.

د هغو ایالتونو په جمله کې چې د رایو شمېر په‌کې تر اوسه روان دی، ارېزونا او نیوادا کې دغه بهیر له نږدې څارل کېږي او که دغه دواړه ایالتونه بایډن وګټي، د الکټرول کالج یا انتخاتي رأیو ۲۷۰ به چې د بریالیتوب لپاره لازمې دي، پوره کړي.

په میشیګان او ویسکنسن کې د بایډن بریا چې پرون چهارشنبه وختي یې اټکل وشو، ټرمپ ته د بریا لپاره ډېر لږ چانس پرېښی.

بایډن وروسته له هغې چې اعلان شو، میشیګان‌یې وړی، وویل، دی د انتخاباتو د ګټلو تمه کوي. هغه وویل، باور کوي اوس دا روښانه ده چې هغومره ایالتونه به یوسي چې دغه انتخابات وګټي.

جورجیا او پنسولوانیا هغه دوه نور ایالتونه دي چې تر پرون ناوخته په‌کې د رأیو د شمېرلو بهیر له نږدې څارل کېده. ټرمپ په دغو دواړو ایالتونو کې مخکې دی.

په عین حال کې د ټرمپ کمپاین په میشیګان، پنسلوانیا او جورجیا ایالتونو کې د رأیو د شمېرلو د بهیر د درولو لپاره محکمې ته دعوا کړې او غوښتنه‌یې کړې چې د کمپاین څارونکو ته دې پر دغه بهیر د ښې څارنې لپاره اجازه ورکړل شي.

د ټرمپ کمپاین دغه دعوا داسې مهال کوي چې تر اوسه د انتخاباتي چارواکو له‌خوا د نامناسبو یا غلطو کارونو په اړه شواهد نه‌دي وړاندې شوي.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Арина Соболенко

Соболенко испытала проблемы после снятия Рыбакиной с турнира в Риме






В САРАТОВСКОЙ ОБЛАСТИ СОТРУДНИКИ СОБР «ВОЛКОДАВ» УПРАВЛЕНИЯ РОСГВАРДИИ ПО САРАТОВСКОЙ ОБЛАСТИ ПРИНЯЛИ УЧАСТИЕ В ВЕЛОПРОБЕГЕ, ПОСВЯЩЕННОМ 79 ГОДОВЩИНЕ ДНЯ ПОБЕДЫ В ВЕЛИКОЙ ОТЕЧЕСТВЕННОЙ ВОЙНЕ

«Если найдут это с 14 мая – придется попрощаться с автомобилем»: водителей ждет неприятный сюрприз

Как работает AML Quppy Bot. Ключевые особенности и функциональность

Двое мужчин погибли в ДТП с мотоциклом в Мытищах