Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2020

Новости за 11.11.2020

د اسلامیه کالج پوهنتون زده کوونکو د جنسي ځورونو ضد لاریون کړی

Mashaalradio.com 

د پېښور اسلامیه کالج پوهنتون زده کوونکو د جنسي ځورونو ضد احتجاجي لاریون کړی دی. دوی نومبر پر ۱۱مه د مظاهرې پر مهال تور پورې کړ چې ځینې استادان د نجونو په ځورونو کې ککړ دي او په تېره یوه اوونۍ کې درې پېښې شوې دي. د اسلامیه کالج پوهنتون لا په دې اړه څه نه دي ویلي. ویډیويي رپورټ.

په اسلام اباد کې خبریالانو احتجاجي لاریون کړی دی

Mashaalradio.com 

په پاکستان کې د خبریالانو ټولنو د خپلو غوښتنو لپاره احتجاج کړی دی. په اسلام اباد کې احتجاج کوونکو د نومبر پر ۱۱مه وویل، د خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو جبري برطرفیو او پر رسنیو د نااعلان شویو بندیزونو او محدودیتونو ضد دی. د پاکستان حکومت د خبریالانو تازه احتجاج په اړه څه نه دي ویلي خو په تېرو وختونو کې یې په بیا بیا پر رسنیو د محدودیتونو تور رد کړی او وزیراعظم عمران خان وايي، د هېواد رسنۍ له بشپړې ازادۍ برخمنې دي. ویډيو وګورئ.

د کوټې او چمن ترمنځ د اورګاډي تګ راتګ بیا پیل شو

Mashaalradio.com 

له کوټې څخه چمن ته د مساپر وړونکي اورګاډي سروېس بیا پیل شوی دی. د اورګاډي تګ راتګ په مارچ کې د کورونا وایرس وبا له وجې ځنډول شوی وو چې د نومبر پر ۱۰مه د رېلګاډو ادارې چارواکو بیا پیل کړ. چارواکي وايي، له کوټې څخه د پاکستان نورو برخو ته هم د اورګاډي سروېس بیا بحالوي. ویډیويي رپورټ.

د ازبیکستان د دیني عالمانو بورډ: د افغان سولې په ټینګښت کې مرسته کوو

Pa.azadiradio.com 

د ازبيکستان د دیني عالمانو بورډ ژمنه وکړه چې په افغانستان کې به د سولې په ټینګیدو کې مرسته وکړي. د ازبيکستان د دیني عالمانو د بورډ رئیس مفتي عثمان خان علیموف دا ژمنه د افغانستان د مصالحې د عالي شورا له رئیس عبدالله عبدالله سره نن د چهارشنبې (د لړم ۲۱مه) په تاشکند کې تر لیدو وروسته وکړه. د ازبيکستان لوري ژمنه وکړه چې په لنډ راتلونکې کې به د ازبیکستان افغانستان او تاجکستان د دیني عالمانو یوه غونډه د سمرقند په ښار کې جوړه کړي. د دې غونډې وخت نه دی ټاکل شوی. عبدالله عبدالله پرون تاشکند ته ولاړ. د... Читать дальше...

د ګردېز بالاحصار بیا رغول کیږي

Pa.azadiradio.com 

په پکتیا کې د ګردېز بالاحصار د تاریخي روایاتو پر اساس له میلاده نږدې درې نیم سوه کاله وړاندې د سکندر مقدونې د واکمنۍ پر مهال جوړ شوی. دا بالاحصار په وروستیو کې د نړېدو له ګواښ سره مخ وو. د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي چې سروې يې بشپړه شوې او د بیارغونې کارونه به يې ژر پیل شي. نور حال په دې ویډیويي راپور کې وګورئ:

د ارمنستان پلازمېنه کې زرګونو اعتراض کوونکي راغونډ شوي

Pa.azadiradio.com 

د ارمنستان په پلازمېنه ییروان کې په زرګونو اعتراض کوونکي راغونډ شوي دي. دوی د صدراعظم نیکول پاشنیان پر دې پریکړې اعتراض لري چې له اذربایجان سره یې د نګورنو قره باغ پر سر د روسیې په منځګړیتوب د روغې جوړې موافقه کړې ده.  مظاهره چیان د ییروان د مرکزي کتابتون په چوک کې راغونډ شوي دي او د صدراعظم پاشنیان د استعفا غوښتنه کوي.  تردې اعتراض مخکې د ارمنستان حکومت اپوزسیون ته خبرداری ورکړ چې د کودتا له هڅو لاس واخلي.   د نګورنو قره باغ  پر سر د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ شپږ اوونۍ جګړې وشوې. دا سیمه... Читать дальше...

جنوبي کوریا کې ډرون ټکسي والوت

Pa.azadiradio.com 

د جنوبي کوریا په پلازمېنه سیول کې ډرون ټکسي والوت. له موټروان پرته دې موټر د لنډې مودې په مخه د سیول پر سر پرواز وکړ.  حکومت غواړي چې په راتلونکې کې د ترافیک سیسټم د دغسې الوتونکو موټرو له لارې وڅاري.  د ( ایهانګ) په نوم چینایي شرکت په پلازمېنه سیول کې د هان سیند له غاړې دا ټکسي موټر د دوو مسافرو د وړلو لپاره چمتو کړی دي.  بوینګ، ایربس، تویتا، هویندا او یو شمېر نورو مشهورو کمپنیو پر ځمکه د بیروبار د مخنیوي لپاره د داسې موټرو د جوړېدو هڅې ګړندۍ کړي دي.



سور صلیب کمېټه: جګړه کې ښکېلې یوې خوا هم جګړه‌ییز قانون نه‌دی مراعات کړی

Pa.azadiradio.com 

د سره صلیب نړیوالې کمېټې رئیس رابرټ مارډیني افغانستان ته د څلور ورځني سفر پر مهال له حکومتي چارواکو او طالبانو سره خبرې کړي دي.  نوموړي د افغانستان سویل کندهار، هلمند او غزني ولایتونو ته سفرونه کړي دي.  ښاغلي مارډیني ویلي، په جګړه کې ښکېلې یوې خوا هم جګړه‌ییز قوانین نه مراعتوي چې له امله یې هره ورځ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوړي.  نوموړي ویلي: "، موږ هیله لرو چې وضعیت بدلون وکړي او ښه شي، دا هغه څه دي چې افغانان یې په تمه دي."  ښاغلي مارډیني دغه شان وویل، په هلمند او غزني کې یې له څو داسې روغتیايي... Читать дальше...

د افغان هنرمندانو تازه کمپاین ” زه یما سیاوش یم “

Pa.azadiradio.com 

د افغان هنرمندانو یوې ډلې په دې شعار چې ” زه یما سیاوش یم “ یو کمپاین پیل کړی. دا کمپاین د پخواني خبریال او د افغانستان بانک د سلاکار، یما سیاوش له وژل کیدو وروسته پیل شو. سیاوش د شنبې په ورځ کابل کې یوې چاودنې وواژه. نور په دې ویډیو ګې وګورئ او دوستانو سره یې شریکه کړئ.

ملګري ملتونه: کرونا ویروس د افغانستان اقتصادي برخه له ځوړ سره مخ کړې

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې "د کرونا ویروس د بحران په ځواب کې مالي غوراوي"‌ تر عنوان لاندې په خپل څلورم یادښت کې لیکلي، کرونا ویروس افغانستان په اقتصادي برخه کې له ځوړ سره مخ کړی دی. د افغانستان حکومت او نړیواله ټولنه باید په دې هېواد کې د کرونا وبا له کبله په مالي برخه کې د کسر د پای ته رسېدو او عوایدو ډېرو لپاره ځانګړي پروګرامونه پلي کړي. دا خبره د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې له کرونا وروسته د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه په خپل څلورم یادښت کې کړې ده. دا اداره ټینګار کوي چې په اقتصادي... Читать дальше...

عوامي نیشنل ګوند د مومندو د ګورسل لارې پرانیستو غوښتنه کړې

Mashaalradio.com 

عوامي نیشنل ګوند له حکومته غوښتي چې د مومندو او ننګرهار ترمنځ دې د ګورسل لار د تګ راتګ او سوداګرۍ لپاره پرانیزي. د ګوند سیاستوالانو، غړو، ملاتړیو او د سیمې اوسېدونکو د نومبر پر ۱۰مه له غلنۍ څخه د ډېورنډ تر کرښې احتجاجي لاریون وکړ. د پاکستان حکومت په بیا بیا د دې لارې د بیا پرانیستو ژمنه کړې خو وايي، د امنیتي ستونزو له وجې یې لا نشي خلاصولای. ویډیويي رپورټ.

وزیر اکبر خان مېنه کې د غصب ځمکې په اړه د کابل ښاروالۍ خبرداری

Pa.azadiradio.com 

کابل ښاروالي ادعا کوي چې په وزیر محمد اکبر خان مېنه کې د یوه قوماندان له لورې غضب شوې ځمکه چې اوس د کام ایر هوایي شرکت په واک کې ده، باید په ۴۸ ساعتونو کې تخلیه شي.  د کابل ښاروالي ویاندې سمیرا رسا نن د چهارشنبې (د لړم ۲۱مه) په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دا شنه ځمکه ده: "د کابل ښاروالۍ یو مسوولیت له غصب نه د شنو سیمو ساتنه ده او د امنیتي تړون پر بنسټ یې کابل ښاروالۍ ته مسوولیت ورګرځي، ټولې هغه شنې سیمې چې د زور واکو له لوري غصب شوي، له غاصبینو ژغوري او بېرته یې راوګرځوي."   کام ایر شرکت تراوسه... Читать дальше...

پر کابل پوهنتون برید؛ یو شمېر دیني عالمانو یې قربانیانو ته وینه ورکړه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان یو شمېر دیني عالمانو پر کابل پوهنتون د برید ټپیانو ته وینه ورکړه، دوی پر ښوونیزو بنسټونو او علمي مرکزونو برید، پر پوهې برید ګڼي او دا حمله یې وغندله. د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو نوماند وزیر قاسم حلیمي چې د دیني عالمانو سره یوځای د کابل پوهنتون انګړ ته تللی و ویې ویل، دیني عالمان په دې اند دي چې د جومات، مدرسې، ښوونځي او پوهنتون ترمنځ هېڅ توپیر نشته. ښاغلی حلیمي زیاتوي، پر کابل پوهنتون برید وښوده چې د افغانستان مدافعین په یوه کتار او دښمنانان یې په بل صف کې ولاړ دي. دی وايي... Читать дальше...

پاکستان جمهوري تحریک د اختلافاتو ښکار دی؟

Mashaalradio.com 

په پاکستان کې د واکمن تحريک انصاف پر ضد د اپوزيشن ګوندونو "پاکستان جمهوري غورځنګ (پاکستان ډېموکریټک موومېنټ - پي ډي اېم)" کې شامل پيپلز پارټۍ او مسلم ليګ نواز ترمنځ په ځينو سياسي مسلو د نظر اختلاف پیدا شوی دی. ایا دا اختلاف پي ډي اېم کمزوری کولای شي؟ "د مشال تر رڼا لاندې" خپرونه کې پر همدې پوښتنې بحث شوی دی. خپرونه د غږ په کړکۍ کې واورئ.

امرالله صالح: طالبان غواړي لویو ښارونو کې مدني فعالان په نښه کړي

Pa.azadiradio.com 

کابل په تېره یوه اوونۍ کې هره ورځ د یوې مقناطیسې چاودنې او هدفي وژنو شاهد دی.تازه نن چهارشنبه (د لړم ۲۱مه) د کابل امنیه قوماندانۍ په دغه ښار کې د درېیو پوځيانو د ترور خبره کوي.  کابل امنیه قوماندانۍ وايي، نن سهار ۶نیمې بجې د کابل۱۱مه امنیتي حوزې اړوند په لب جر سیمه کې په رنجر موټر پورې د نښلول شوي مقناطیسي ماین له امله دوو امنیتي منسبوین ووژل شول او یو بل ټپي شو. تېره شپه هم په بګرامیو سیمه کې د ملي اردو دوه پوځيان په نښه شوي وه.  د افغانستان د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، ملي امنیت... Читать дальше...

د زابل چارواکي: شهر صفا او شینکۍ کې ۲۱ طالبان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د زابل امنیه قوماندان په شهرصفا او شینکۍ ولسوالیو کې د طالبانو د ډله ییز برید د مخنيوي خبر ورکوي او ادعا کوي چې طالبانو ته یې درانه تلفات اړولي دي.  د زابل امنیه قوماندان حکمت کوچی وایي: "دښمن په دواړو ولسوالیو کې ۲۱ تنه تلفات او ۱۶ تنه ټپیان لري."  د ښاغلي کوچي په وینا افغان ځواکونو ته تلفات نه دي اوښتي.  د امنیتي چارواکو په وینا طالبانو دا ډله ییز بریدونه تېره شپه پر دې ولسوالیو کړي وو. طالبانو تر اوسه د دې جګړو په اړه څه نه دي ویلي.

ازبيکستان د افغان سولې لپاره په تاشکند کې یو نړیوال کنفرانس جوړوي

Pa.azadiradio.com 

د ازبیکستان ولسمشر شوکت میرضیاییف وایي چې په راتلونکي پسرلي کې به د افغان سولې لپاره په تاشکند کې یو نړیوال کنفرانس جوړ کړي.  شوکت میرضیاییف چې تمه ده نن د چهارشنبې (د لړم ۲۱مه) په پلازمېنه تاشکند کې د افغانستان د مصالحې د عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله سره وګوري، د افغان سولې په اړه د نړیوال کنفرانس وړاندیز پرون د سې شنبې (د لړم ۲۰مه) د شانګهای د همکاري د سازمان د غونډې په ترڅ کې وکړ.  عبدالله عبدالله تېره شپه ازبکستان ته ولاړ، څو د دغه هېواد له چارواکو سره پر سیمه ییزې اجماع خبرې وکړي. تر... Читать дальше...

ایران کې د بشر حقونو فعاله 'نسرین ستوده' په کرونا ویروس اخته شوې

Pa.azadiradio.com 

د ایران مدافع وکیله او د بشري حقونو فعاله نسرین ستوده چې تېره اوونۍ په موقت ډول له زندانه ازاده شوه په کرونا ویروس اخته شوې ده. د ستودې مېړه رضا خندان نن په فیسبوک کې لیکلي دي چې مېرمن یې د تهران د ښځو په زندان کې چې تېره میاشت هلته لېږدول شوې وه، په کرونا ویروس اخته شوې ده. ده د خپلې مېرمنې په وینا د زندان وضعیت خورا ناوړه وباله. نسرین ستودې د زندان د ناوړه وضعیت او د سیاسي بندیانو د خوشې کېدو لپاره په زندان کې اووه اوونۍ د نه خوړو اعتصاب کړی و، چې د بشري حقونو ډلو د دې د روغتیا لپاره بیا... Читать дальше...

Новости России
Москва

Жёсткие экологические требования решат инновационные энерготехнологии


د کریم اغا خان فرهنګي بنسټ د هرات ولایت پنځه منارونه رغوي

Pa.azadiradio.com 

د کریم اغا خان فرهنګي بنسټ غواړي چې د هرات ولایت پنځه مناره چې د نړېدو له ګواښ سره مخامخ دي ورغوي.  د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي نن د چهارشنبې(د لړم ۲۱مه) په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې ولسمشر غني د دې منارونو د ساتنې لپاره له اغا خان بنسټه په دې برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه. ښاغلي صدیقي زیاته کړه:"د اغا خان فرهنګي بنسټ د یوه لیک په ترڅ کې دا غوښتنه منلې ده چې دوی چمتو دي چې د افغانستان له حکومت سره یوځای کار وکړي او د دغو منارو د بیارغاونې او حفاظت په برخه کې ژر تر ژره اقدامات وکړي."  د... Читать дальше...

چارواکي: پکتیکا کې د طالبانو او پولیسو ترمنځ نښتو ۱۱ طالبان وژلي

Pa.azadiradio.com 

د پکتیکا په سروبي ولسوالي کې پرون سې شنبه (د لړم ۲۰مه) د طالبانو او پولیسو د نښتې پرمهال چارواکي طالبانو ته د تلفاتو د اړولو ادعا کوي.  د پکتیکا د پولیسو ویاند شاه محمد ارین ازادي راډیو ته وویل:"تېره شپه ناوخته د پکتیکا ولایت د سروبي ولسوالي اړوند د شهاب الدین په سیمه کې پولیس د ګزمې په حال و چې نښته رامنځته شوې ده او د پولیسو په ځوابي ډزو کې ۱۱ طالبان وژل شوي او څلورنور یې مرګوني ټپیان دي."  د ښاغلي ارین په وینا په دې جګړه کې د طالبانو یو پیک اپ موټر، یو موټرسایکل او یو شمېر وسلې او مهمات تخریب شوي دي. Читать дальше...

له تاوتریخوالي سره مخ ښځې څنګه حقوقي خدمات ترلاسه کولا شي؟

Pa.azadiradio.com 

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي خبرونه تل په رسنیو کې اورېدل کېږي، د حکومتي ادارو ترڅنګ یو شمېر نور غیر دولتي ادارې هم د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو په برخه کې کار کوي. د تاو تریخوالي سره مخامخ شوې ښځې څنګه کولای شي دغو ځایونو ته لاسرسی پیدا کړي او خپل ژوند وژغوري؟ د افغانستان د نافذه قوانینو سره سم د ښځو حقونه کوم دي او که یوه ښځه د کورني تاوتریخوالي سره مخ کېږي کوم ځای ته باید مراجعه وکړي؟ د امن په خونو کې ښځو ته کومې حقوقي مرستې ورکول کېږي او کله چې د دوی حقوقي دوسیې وروستۍ... Читать дальше...

ارمني حکومت اپوزیسیون ته د 'کودتا' د هڅې پر وړاندې خبرداری ورکړ

Pa.azadiradio.com 

په ارمنستان کې سیاسي کړکېچ وروسته له هغې زیات شو چې صدراعظم نیکول پاشنیان له اذربایجان سره د روسیې په منځګړیتوب یوه موافقه لاسلیک کړه.  دغه موافقه په لانجمنه سیمه نګورنو-قره باغ او شااوخوا ساحو کې د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ د څه باندې شپږو اوونیو جګړو د ختمېدو په اړه وه.   د اوربند مخکنۍ درې موافقې ناکامې شوې.   که څه هم په اذربایجان کې د سې شنبې (د لړم ۲۰مه) د ورځې د اوربند د دې تازه اعلان هرکلی وشو، خو د ارمنستان په پلازمېنه کې د مظاهرو سبب شو، مظاهره چیانو پر پارلمان او نورو دولتي ودانیو یرغل ور وړ. Читать дальше...

هرات کې د سنوکر لوبې پیل شوې

Pa.azadiradio.com 

په هرات ولایت کې نن د چهارشنبې (د لړم ۲۱مه) په ورځ د سنوکر لوبې پيل شوې.  د هرات د بدني روزنې او ورزش رئیس احمد جاوېد رسولي ازادي راډیو ته وویل، په دې لوبو کې د یاد ولایت له ټولو ورزشي کلپونو ۶۰ لوبغاړو ګډون کړی چې یوه اوونۍ دوام وکړي.  ښاغلی رسولي زیاتوي، د دې لوبو موخه د سنوکر ملي لوبډلې لپاره د غوره لوبغاړو ټاکل دي.  د سنوکر ملي لوبي د عقرب په ۳۰مه په کابل کې ترسره کېږي.


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
WTA

Линетт сыграет против Соболенко во втором круге турнира WTA в Мадриде






Илья Ковальчук, Вячеслав Фетисов, Юлия Бордовских и другие в фильме «Хоккей мне снится»

«Стыд» иранского режиссера Мигеля Сальгадо стал лучшим фильмом ММКФ

Юрий Лоза объяснил, почему Чулпан Хаматова критикует Россию

Московский ветеринар спас зрение кролику, которому грозило удаление глаза