دفاع وزارت: غزني کې پر نظامي مرکز د ځانمرګي برید طراح وژل شوی
د افغانستان دفاع وزارت وايي، په غزني ولایت کې یې په نظامي مرکز د ځانمرګي حملې طراح وژلی دی. د افغانستان دفاع وزارت لخوا خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې غزني ولایت کې د اردو په مرکز ځانمرګي برید کوونکي طراح حمزه نورستاني چې د پاکستان و، له اوو نورو کسانو سره وژل شوی دی. دفاع وزارت په خبر پاڼه کې زیاتوي یاد کسان، د ګیروي ولسوالۍ، علي شیرخیل کلي کې د هوايي ځواکونو په حملې کې وژل شوي. دا په داسي حال کې ده چې د یکشنبې په ورځ د غزني ده یک ولسوالۍ کې یو ځانمرګي بریدګر، د چاودېدونکو مواد څخه ډک هاموي... Читать дальше...