ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2020

Новости за 21.11.2020

په تورخم کې د افغان او پاکستان سرتېرو ترمنځ شخړه شوې

Pa.azadiradio.com 

په تورخم کې د افغان او پاکستان سرتېرو ترمنځ د تازه شخړې له کبله یو ځل بیا پر دې لارې تګ راتګ بند شو. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي نن آزادي راډیو ته وویل چې د تورخم لاره وروسته له هغه بنده شوه چې په دې ښارګوټي کې د پاکستاني ځواکونو لخوا د پخپل سر آبادیو چارو پر وړاندې د افغان ځواکونو د ممانعت له کبله د دواړو لورو ترمنځ ډزې وشوې.  هغه زیاته کړه: " په تورخم ښارګوټي کې له پخوا نه په یوه سیمه کې پاکستان لوري غوښتل د آبادۍ چارې ترسره کړي، نن یې بیا هم تحرکات  کړي وو چې زموږ د ځواکونو لخوا... Читать дальше...

د روسیې او ارمنستان چارواکو د نګورنو قره باغ په اړه خبرې کړي

Pa.azadiradio.com 

د روسیې د دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو د ارمنستان له صدراعظم نیکول پاشینیان سره ولیدل څو د نګورونو قره باغ د جګړو د اوربند پر نافذېدو خبري وکړي. د پاشینیان دفتر لیکلي چې سرګي شویګو او سرګي لاوروف نن د ارمنستان په پلازمېنه یریوان کې له ارمني صدراعظم سره لیدلي دي. دغه دفتر د ارمنستان د صدراعظم له قوله ویلي چې ارمنیانو تل د جګړو پر مهال د روسیې ملاتړ حس کړی دی چې په دې کې د ولسمشر ولادیمیر پوتین شخصي او د حکومت ملاتړ شامل دي. د روسیې دفاع وزیر سرګي شویګو ، ښاغلي پاشینیان ته ویلي چې روسي سوله ساتي... Читать дальше...

د افغانستان د بهرنیو چارو او د مالیې وزیران سویس ته ولاړل

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بهرنیو چارو او د مالیې وزیران محمد حنیف اتمر او عبدالهادي ارغندیوال د افغانستان په اړه د ژنیو د ۲۰۲۰ کال په کنفرانس کې د ګډون لپاره سویس ته ولاړل.  تمه ده دغه کنفرانس د دوشنبه او سه شنبه په ورځو په ژنیو کې ترسره شي. په دې غونډه کې د هیوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي له افغانستان سره د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د مالي مرستو او سیاسي ملاتړ ژمني اعلانوي.  د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼي په خپرولو نن وویل چې محمد حنیف اتمر به د ژنیو تر کنفرانس وروسته د اسلامي همکاریو... Читать дальше...

ولسي جرګې ته معرفي شويو لسو نوماند وزیرانو د باور رايې واخيستې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان ولسي جرګې په یوه بې ساري اقدام کې د افغان حکومت له لوري ټولو لسو ورمعرفي شویو نوماند وزیرانو ته د باور رایې ورکړې. د دغې جرګې د شنبې د ورځې په ځانکړې ناسته کې چې نوماند وزیرانو لپاره د رایو صندوقونه اېښودل شوي وو، د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ته محمد حنیف اتمر، مالیې وزارت ته عبدالهادي ارغندیوال، ملي دفاع وزارت ته اسدالله خالد، کورنیو چارو ته محمد مسعود اندرابي، عدلیې وزارت ته فضل احمد معنوي، د مخابراتو او ټکنالوجۍ وزارت ته معصومې خاوري، لوړو زده کړو ته عباس بصیر، کار او ټولنیزو چارو... Читать дальше...

د بې هويته ماشومانو د تثبيت لپاره د قانوني کړنلارې جوړېدو غوښتنه وشوه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون وايي، حکومت دې د بې هویته ماشومانو د هویت د تثبیت لپاره یو قانوني کړنلاره جوړه کړي، څو له بشري او انساني حقونو برخمن شي. د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون موندنې ښيي، چې په دولتي او غیر دولتي روزنتونونو کې یو شمېر ماشومان څوک بې هویته دي او د پېژندنې کوم سند نه لري. د دغه کمېسیون د ماشومانو د ملاتړ برخې مسوول نجیب الله ببرک زي د شنبې په ورځ د راپور د خپرولو پرمهال وویل، دوی د ۲۷ ولایتونو په روزنتونو کې دا پلټنې کړېاو ۶۷ بې هویت ماشومان یې موندلي، چې ډېری يې په هرات او کابل کې دي. Читать дальше...

وږمه فروغ: په افغانستان کې اوربند او د ښځو حقونه ټولې نړۍ ته مهم دي

Pa.azadiradio.com 

د ښځو او سولې د مطالعاتو ادارې بنسټ ايښودونکې وږمه فروغ وايي هيله شته چې د امريکا نوې اداره به د افغانستان امنيتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ ته په تخنيکي او تجهيزاتي برخه کې دوام ورکړي. د هغې په وينا نړيوال په دې پوه دي چې افغانستان په ډيرو برخو کې لاسته راوړنې لرلي نو دا به نه ضايع کوي.  ملالۍ بشير له مېرمن فروغ سره مرکه کړې.



د پاکستان جمهوري تحريک پېښور جلسې په اړه ولسي غبرګون

Mashaalradio.com 

په پېښور کې سبا (د نومبر پر ۲۲مه) د پاکستان د حکومت مخالفه ګوندونو اتحاد پاکستان جمهوري تحريک جلسه کېدونکې ده. که څه هم حکومت دغه اتحاد ته د کورونا وايرس خپرېدو له ويرې د جلسې کولو اجازه نه ده ورکړې خو د اپوزيشن مشران وايي چې دوی به هرو مرو ولسي غونډه کوي. په پېښور کې شبير احمد جان او عظمت علي شاه په ويډيويي راپور کې له ځايي خلکو د اپوزيشن د تحريک او د حکومت د کارکردګۍ په اړه پوښتلې دي.

په جورجیا کې د رایو بیا شمېرلو پايله هم د بایډن په ګټه تمامه شوه

Pa.azadiradio.com 

په جورجیا ایالت کې د رایو د بیا شمېرلو پايله هم د جو بایډن په ګټه تمامه شوه. په دې مهم ایالت کې، چې ۱۶ الیکترول رایې لري، اوسني ولسمشر دونالډ ټرمپ د رایو د بیا شمېرل کېدو غوښتنه کړې وه. د جورجیا د کورنیو چارو وزیر پرون مازدیګر په رسمي ډول د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د جو بایډن بری تایید کړ. په دې ایالت کې رایې په لاس له سره وشمېرل شوې او نتیجه یې د ولسمشر ټرمپ لپاره، چې د امریکا انتخابات یې چلینج کړي وو، نهیلوونکې وه. د دې لپاره چې په جورجیا ایالت کې د بایډن رایې تر ټرمپ نږدې ۱۴... Читать дальше...

پر کابل ښار راکټي بريدونو اته تنه وژلي او ۳۱ ژوبل کړي

Mashaalradio.com 

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، پر کابل ښار ۲۴ توغندي توغول شوي چې په پایله کې یې لږ تر لږه اته تنه وژل شوي او ۳۱ تنه نور ټپیان شوي دي. د دغه وزارت په یوې اعلامیې کې راغلي چې نن (د نومبر پر ۲۱مه) سهار شاوخوا اته نیمې بجې د کابل ښار له منځه د ۱۷مې او څلورمې حوزې له مربوطاتو څخه ۲۳ توغندي پر بېلابېلو استوګنیزو سیمو لګېدلي دي. دا وزارت په خپره کړې خبر پاڼه کې وايي، دا توغندي د دويمې، نهمې، ۱۰مې، ۱۱مې، ۱۵مې او شپاړسمې حوزو پر مربوطاتو لګېدلي دي. د دې وزارت اعلامیه زیاتوي، د دويمې حوزې پر... Читать дальше...

جورجیا کې د رایو د بیا شمېرنو پایله هم د بایډن په ګټه تمامه شوه

Pa.azadiradio.com 

د امریکا په جورجیا ایالت کې د رایو د بیا شمېرلو نتیجه هم د جوبایډن په ګټه تمامه شوه. په دې مهم ایالت کې چې ۱۶ الیکترول رایې لري، اوسني ولسمشر دونالډ ټرمپ د رایو د بیا شمېرلو غوښتنه کړې وه. د دغه ایالت والي او د کورنیو چارو وزیر چې دواړه د جمهوري پال ګوند غړي دي، رسماً تایید کړه چې د جوبایډن رایې ډېرې دي.

چارواکي: افغانستان کې د جوارو حاصلات ۵ برابره ډېر شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، د مېکانیزه کرکیلې سره په هېواد کې د جوارو حاصلات پنځه برابره ډېر شوي دي. د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن شنبه(د لیندۍ لومړۍ نېټه) ازادي راډیو ته وویل، دوی هڅه کوي چې له دې لارې بزګران وکړای شي چې له خپلو کروندو څخه ښه او باکیفیته حاصل ترلاسه کړي چې له یوې خوا د بزګرانو عواید ډېر شي او له بلې خوا هېواد د کرکېلي له پلوه پر ځان بسیا شي. د کندز د دشت ارچي ولسوالۍ اوسیدونکی وحیدالله وایي چې له کلونو را په دې خوا يې په خپله کرونده کې د جوارو کرکېله په دودیزه... Читать дальше...

چارواکي: افغانستان کې د المونیمي لوښو تولیدات په پراخېدو دي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت وایي، په دغه هېواد کې د المونیمي لوښو تولیدات مخ په پراخېدو دي. د دغه وزارت ویاند جواد دبیر نن شنبه (د لیندۍ لومړۍ نېټه) ازادي راډیو ته وویل چې دا لوښي په هرات او ننګرهار ولایتونو کې توليد او  ښه بازار لري. نوموړي وویل، په هرات کې  د المونيمي لوښو د توليد فابریکې په ۱۳۸۱ لمریز کال کې د ۱۶ میلیونه افغانیو په پانګونه خپل فعالیت پیل کړ چې  تولیدات يې اوس د سیمې او اروپایي هېوادونو ته هم صادریږي. د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت د معلوماتو له مخې د دې کارخونې... Читать дальше...

چارواکي: جلال اباد کې نامعلومو وسله والو یو تن وژلی

Pa.azadiradio.com 

نامعلومو وسله والو د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د یوې ښځې په ګډون ۳ تنه په ډزو لګیدلي چې له ډلې یې یو تن نارینه وژل شوی.  د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي نن شنبه (د لیندۍ لومړۍ نېټه) ازادي راډيو ته وویل چې پېښه د جلال اباد ښار شریف مارکېټ ته څېرمه شوې  چې په ټکو یې مېرمن او یو نارینه ټپیان دي. د خوګیاڼي په خبره، د پېښې عاملین له سیمې تښتېدلي خو د موندلو هڅې یې روانې دي.  تر اوسه د وژل شوي او ټپیانو د هویت او انګېزې په اړه څه نه دي ویل شوي او نه یې هم مسؤلیت چا منلی دی.

روسی زده کوونکی د انلاین زده کړو لپاره ونې ته خېژي

Mashaalradio.com 

د روس په ځینو برخو کې هم د ټیلیفون او انټرنیټ سهولت کمزوری دی. لکه څنګه چې د کورونا وبا له کبله د انلاین زده کړو په لړ کې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان د غریزو سیمو زده کوونکي له ستونزو سره مخ دي او ځینې یې د انټرنیټ لپاره د غرونو څوکو ته خېژي، دغه شان د روس د سایبېریا سیمې په ځینو کلیو کې زده کوونکي بیا د انټرنيټ او ټیلیفون سیګنل لپاره ونو ته خېژي. الیکسي ډوډولادوف هم په دغو کې شامل دی. له نوموړي سره د ازادې اروپا روسي څانګې په دې رپورټ کې خبرې کړي چې منورشاه یې درته پښتو بڼه وړاندې کوي.

"پر کابل۲۴ توغندي لګیدلي چې ۸ تنه یې وژلي او ۳۱ نور ټپیان دي"

Pa.azadiradio.com 

د کورنیو چارو وزارت تازه معلومات د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د لومړني معلوماتو پر بنسټ پر کابل ۲۴ توغندي توغول شوي چې په پایله کې یې ۸ تنه وژل شوي او ۳۱ تنه نور ټپیان دي. د دغه وزارت په یوې اعلامیې کې راغلي چې نن شنبه (د لیندۍ په لومړي نېټه ) سهار شاوخوا اته نیمې بجې د کابل ښار له منځه د ۱۷مې او څلورمې له مربوطاتو څخه ۲۴ توغندي پر بېلابېلو استوګنیزو سیمو لګیدلي دي. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین دا کار د طالبانو ګڼلی خو طالبانو په کې خپل لاس لرل رد کړي دي. ارین زیاتوي... Читать дальше...

ویسا: د پاکستان صدراعظم د کابل له ډېر تاوده هرکلي سره مخامخ شو

Pa.azadiradio.com 

کابل چاپ ورځپاڼو په نننیو ګڼو کې پر بېلابېلو مسایلو لیکنې او تبصرې خپرې کړي دي. ویسا وېسا ورځپاڼې کابل ته د پاکستان د صدر اعظم عمران خان سفر ته په اشارې لیکلي چې نوموړی د کابل له ډېر تاوده هرکلي سره مخامخ شو. لېکوال لیکلي چې عمران خان ته نه یوازې د پایتخت ځیني سړکونو کې د دواړو هېوادونو بیرغونه ځړول شوي وو، بلکې حکومت پنجشنبه ورځ د پاکستاني مېلمه د راتګ په مناسبت رخصتي اعلان کړه. ورځپاڼې دا یو غیر معمول کار بللی، ځکه له یوې خوا یې ښودله چې کابل امن نه دی او له بلې خوا یې عمران خان ته د بې حده لوړ احترام  ښکارندويي کوله. Читать дальше...

Новости России
Москва

Архитектурные доминанты округов Москвы


جرمني د 'نورنبرګ محاکمې' ۷۵مه کلیزه ولمانځله

Pa.azadiradio.com 

جرمني د نورنبرګ د مشهورې محاکمې پنځه اویایمه کلیزه ولمانځله.ولسمشر فرانک والټر شټاین مایر جوړو شویو مراسمو ته وویل چې د نورنبرګ محاکمه باید هېره نه شي. د شټاین مایر په خبره د نورنبرګ محاکمه د نړیوال عدلي سیسټم د رامنځته کولو یو اساس و. هغه بیا دا هم وویل چې د نړیوال عدالت د تطبیق په لار کې دا وروستي وختونه ګڼ خنډونه رامنځته شوي. د نورنبرګ محاکمه په خپل ذات کې لومړنۍ محاکمه وه چې د یوه دولت مشران په کې د بشریت ضد جنایتونو په تور محکوم شول. د نازي المان رهبران د ۱۹۴۵ میلادي کال د نوومبر په... Читать дальше...

ایران: فارس خلیج کې مو یوه کښتۍ چې ناقانونه تېل یې لېږدول درولې

Pa.azadiradio.com 

ایراني چارواکو ادعا کړې چې ځواکونو یې په فارس خلیج کې یوه کښتۍ له درې لکه لیتره تیلو سره درولې ده. فارس نیمه رسمي اژانس راپور ورکړی چې کښتۍ باندې د پانامې بېرغ ولاړ او په خبره یې چې ناقانونه تيل یې وړل. د راپور له مخې د کښتۍ لس بهرنۍ عمله نیول شوي. ایران وايي چې د تیلو له قاچاق سره مبارزه کوي. د راپورونو پر اساس د ورځې څه باندې لس میلیونه لیتره تیل له ایرانه په قاچاق وړل کېږي. تر اوسه پورې د ایران له خوا په فارس خلیج کې د دې کښتۍ د درولو په تړاو څه غبرګونونه نه دي خپاره شوي، خو د امریکا... Читать дальше...

پاکستان: د احمديانو مذهبي لږکیو یو غړی په ‌ډزو وژل شوی

Pa.azadiradio.com 

پاکستاني چارواکي وايي چې د احمدیانو مذهبي لږکیو یو غړی پرون جمعه (د لړم ۳۰مه) د یوه بریدګر په ډزو سره وژل شوی. پېښه د پنجاب په سنګله هیل سیمه کې شوې ده.د پولیسو په خبره یوه ۱۶ کلن هلک د احمدي جماعت په غړي ډزې کړي. بریدګر د پولیسو له خوا نیول شوی او ویلي یې دي ځکه یې په احمدیانو برید وکړ چې د ده په خبره اسلام ته یې سپکاوی کاوه. وژل شوی کس ۳۱ کلن او ډاکټر و او نوم یې طاهر احمد یاد شوی. د ۱۶ کلن بریدګر په ډزو سره د وژل شوي طاهر احمد د پلار په ګډون دری کسان ټپیان شوي دي.  د احمدي اقلیت ویاند... Читать дальше...

عبدالله: له ترکي ولسمشر سره مې پر سولې رغنده خبرې لرلې

Pa.azadiradio.com 

عبدالله عبدالله وايي، د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره یې د افغان سولې په تړاو رغنده خبرې کړي. د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا رئیس ښاغلي عبدالله پرون د جمعې(د لړم ۳۰مه)  په ورځ له ولسمشر اردوغان سره کتلي. ښاغلي عبدالله د دې لیدنې او ترکیې ته د سفر په اړه یوه مرکه په خپل فیسبوک خپره کړې: "ترکیي د اسیا زړه استانبول پروسه پيل کړې، د افغانستان او ګاونډیو درې اړخیزې غونډې یي جوړې کړي، همدا راز یې د یو دور خبرو د کوربه توب وړاندیز وکړ، څه چې ما ترې وغوښتل هغه دا و چې دا هڅې ډېرې کړي." ... Читать дальше...

ملګري ملتونه: عراق کې دې ژر تر ژره د بندیانو له اعدامولو لاس واخلي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو پلټونکو د عراق له حکومته غوښتي چې خپل نړیوال مسؤلیتونه درک او ژر تر ژره دې د بندیانو له اعدامولو لاس واخلي. دوی دا غوښتنه وروسته له هغې کړې چې د پلټنو په لړ کې دې پایلې ته رسیدلي چې لسګونه کسان په عراق کې د دوی په خبره د غیر عادلانه محاکمو په لړ کې په اعدام محکوم او سزا پرې پلې شوې ده. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د پلټونکو ډلې په یوه اعلامیه کې ویلي چې بندیان ډېری وختونه له لومړنیو حقونو محروم شوي او د پوښتنو ګرویږنو په وخت د هغوی د ځورونې شکایتونه چا نه دي څېړلي.... Читать дальше...

ولسمشر غني: د ملګرو ملتونو امنیت شورا دې پر طالبانو بندیزونه پلي کړي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ځانګړې غونډه کې د بحث اصلي ویناوالو د سولې او ثبات د راتلو لپاره د هڅو په چټکۍ ټینګار وکړ. غونډه په دې عنوان جوړه شوې وه چې امنیت شورا په افغانستان کې د سولې له پروسې د ملاتړ لپاره څه کولی شي؟ د افغانستان جمهور رئیس اشرف غني د امنیت شورا په غونډه کې د ګڼو نورو ګډونوالو په څېر د ویډیو کنفرانس له لارې براخه اخېستې وه او په خپله وینا کې یې د سولې لپاره د افغان دولت له هڅو او د ده په خبره قربانیو یادوونه وکړه. ولسمشر غني طالبان تورن کړل چې له سږ فبروري راهیسې یې د... Читать дальше...


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
WTA

Чесноков оценил шансы Александровой в борьбе за выход в финал турнира WTA в Майами






Участок трассы М-7 Волга в районе Екатериновки в Татарстане перекроют в ночь на 30 марта

Опыт Поморья по внедрению информационной системы учета лесов представили на площадке выставки «Россия»

Хуснуллин: МЦД продлят до 11 столиц соседних регионов

Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о введении инвестстандарта в новых регионах России