د ملي امنیت عمومي ریاست: د طالبانو د ماين ايښولو ډله ونيول شوه
د ملي امنیت عمومي ریاست وايي د وسلهوالو طالبانو هغه ډلهیې نیولې چې د ماینونو په ایښوولو کې یې لاس درلود. دغه ریاست د یکشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل، د نقیبالله په نوم دغه کس په پروان ولایت کې وسلهوالو طالبانو ته ۱۴ وارې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تګ راتګ په اړه اطلاع ورکړې وه. اعلامیه وايي دغه شخص د ماین خښولو د درېیو ډلو مشري کوله چې تر ډېرهیې پر موټرو د ماینونو چاودنې کولې. د ملي امنیت عمومي ریاست ادعا کړې چې وسلهوال طالبان د کوټې شورا په امر هڅه کوي چې د ګڼه ګوڼې په ساحو کې ترورېستي حملې وکړي. Читать дальше...