عابده: د طالبانو او داعش د بريدونو له وېرې پوهنتون ته نه پرېښودل کېږم
ابده باور په بلخ کې د باران روغتیايي انستیټیوت د قابلګۍ څانګې محصله ده. عابده وايي، چې له دوه اونیو راپه دېخوا یې کورنۍ د وسله والو حملو له وېرې اجازه نه ورکړې چې پوهنتون ته ولاړه شي. هغې وویل: " زما پلار او مور د طالبانو او یا هم د داعشیانو له وېرې اجازه نه راکوي چې د خپلو درسونو د دوام لپاره پوهنتون ته ولاړه شم، که وضعیت په همدې توګه دوام وکړي زه اړ یم څو یو کال د بیا ځل لپاره درس ووایم." یوازې عابده نه ده، چې د وسله وال تاوتریخوالي د زیاتېدو او په تحصیلي مرکزونو د ترهګریزو بریدونو له وېرې د خپلو درسونو له دوام پاتې شوې. Читать дальше...