هرات چارواکي: ناپېژاندو وسله والو د استېناف څارنوالۍ یو څارنوال وژلی
په هرات کې د استېناف څارنوالۍ یو څارنوال نن سهار د ناپېژاندو وسله والو په ډزو ووژل شو.
د دې څارنوالۍ رییس عبدالحق احمدي وویل چې دا پېښه نن سهار د هرات ښار په دولسمه ناحیه کې رامنځته شوې او د دوی د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د تحقیقاتو د برخې څارنوال عبدالسمیع رحمتي په کې وژل شوی.
هغه زیاته کړه: "نن سهار اته نیمې بجې چې نوموړي غوښتل دفتر ته ولاړ شي، چې په خواشینۍ سره د خپل کور په پنځوس مترۍکې پرې درې موټر سایکل سپاره ډزې کوي او هغه وژني."
د ښاغلي احمدي په وینا وسله وال د پېښې له ځایه تښتېدلي او پولیسو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
که څه هم تراوسه د دغې پېښې انګېزه نه ده څرګنده خو د هرات د استېناف څارنوالۍ رییس وایي، د ښاغلي رحمتي په ګډون یې یو شمېر همکارانو ته په دې وروستیو کې د ځینو افرادو او ډلو له خوا ګواښونه شوي وو.