اسراییل او عربستان د امریکا نوي منتخب ولسمشر ته د بریا مبارکي ورکړه
د نړۍ په مشرانو کې چې د امریکا منتخب ولسمشر جوبایډن ته مبارکي ورکوي، د اسراییل او سعودي عربستان مشران هم ورزیات شول.
د بایډن بریا که څه هم د اسراییل د صدراعظم بینامین نتانیاهو لپاره چې له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره یې ښې اړیکې درلودې، خو نوموړي بایډن او مرستیالې کاماله هیریس ته پر ټویټ مبارکي ورکړې.
نتانیاهو له بایډن سره په نژدې څلویښتو کلونو کې د اوږدواو ښواړیکو د لرلو یادونه کړې ده.
بایډن او مرستیالې هیریس ته یې د سعودي عربستان له خوا د دې هېواد پاچا سلمان بن عبدالعزیز او ولیعهد محمد بن سلمان چې له ټرمپ سره یې نږدې اړیکې لرلې، د مبارکۍ پیغامونه استولي دي.
سعودي عربستان د خلیج د سیمې وروستی هېواد دی چې بایډن ته مبارکي ورکوي.
بایډن ویلي چې له دې هېواد سره پر اړیکو به له سره غور وکړي.
چین هم د بایډن د انتخابېدو په وړاندې ورو اقدام کړی خو په یوه سرمقاله کې چې نن دوشنبې د دې هېواد په دولتي رسنۍ کې خپره شوې ویل شوي چې دوه اړخیزې اړیکې ښایي د سوداګرۍ په بېرته پیلولو سره له انتظاره لیرې بېرته اعاده شي.