د پاکستان سترې محکمې د جنګ په نوم د رسنیو د سترې شبکې مشر خوشې کړی
د پاکستان سترې محکمې د جنګ په نوم د دې هېواد د رسنیو د سترې شبکې مشر ایډیټور او مالک چې د دېرش کاله مخکې یوې قضیې په تور نیول شوی و، په ضمانت خوشې کړی.
میرشکیل رحمن په توقیف کې له اتو میاشتو وروسته نن د لس میلیون روپیو چې ۶۳ زره ډالره کېږي، په ضمانت خوشې شوی دی.
د لاهور محکمې مخکې په جولای میاشت کې په ضمانت د رحمان د خوشې کېدو غوښتنه رد کړې وه.
د ورځپاڼو او ټلویزیوني چینلونو په ګډون د هغه د رسنیو شبکې د حکومت پر وړاندې سخت انتقادي دریځ درلود.
نوموړی تورن شوی چې په ۱۹۸۶ کال کې په لاهور ښار کې د یوه ملکیت په پېرېدلو کې له مالیې فرار کړی و.