Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2020

کابل کې د 'پارک سینما' د ړنګولو په تړاو غبرګونونه زیات شوي

0
کابل کې د 'پارک سینما' د ړنګولو په تړاو غبرګونونه زیات شوي

په کابل کې د پارک سینما ړنګولو غبرګونونه راپورته کړي دي.

۶۲ کلن عظیم الله د نورو کسانو ترڅنګ د پارک سینما ړنګولو ته ګمارل شوی.

د دې سینما ړنګول ښايي د ده لپاره له نورو ډېره دردونکې ځکه وي چې ډېرې ښې خاطرې ترې لري.

هغه وايي: "ډېرې ښې خاطرې ترې لرم، هغه مهال له سینما غیر بل څه نه وو، کله به چې له کاره وزګارېدم دلته به راتلم، زموږ په وخت کې يې د ټیکټ بیه ۵ افغانۍ وه، زه يې په ړنګولو خوښ نه یم خو اوس يې مسئولیت راکول شوی دی."

تازه د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر طاهر زهیر له کابل ښاروالۍ او د ولسمشر له لومړي مرستیال غوښتي چې په دې پرېکړه بیا کتنه وکړي. 

دی وايي، پارک سینما د افغانستان یو فرهنګي او تاریخي میراث دی او د دې هېواد د هنرمندانو خاطرې ورپورې تړلې دي.

 هغه زیاته کړه: "د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ نظر دا دی چې باید په دې پرېکړه بیا غور وشي، او عالي فرهنګي شورا په دې اړه پرېکړه وکړي، چې په دې اړه به یې په لومړي فرهنګي غونډه کې بحث وشي."

د دې سینما د ړنګولو په وړاندې غبرګونونه دلته نه خلاصېږي، له هېواده بهر مېشت افغانان هم دغه چارې اندېښمن کړي دي.

افغان سندرغاړی فرهاد دریا د دغه سینما ړنګول د بودا د مسجمو له ړنګولو سره برابر ګڼلي دي.

نوموړي د افغان ولسمشر له لومړي مرستیال امرالله صالح نه په یو سر خلاصي لیک کې غوښتنه کړې چې، د پارک سینما باید ړنګه نه بلکې ورغول شي.

 

ښاغلي دریا د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، چې د یادې سینما د ړنګولو د مخنیوي په هدف یې بدیله طرحه ښاغلي صالح ته استولې ده.

هغه زیاته کړه: "فکر کوم د فرهنګ د یوه کور په توګه د پارک سینما چې د زوړ کابل او دغه شان د میلیونونو کسانو د مینې کیسې ورسره تړلي دي، ړنګول يې د بودا د مجسمو له خرابولو سره برابره چاره ده، که څه هم د بودا کیسه ښايي لویه وي او د دې سینما وړه خو دواړه زموږ فرهنګي میراثونه دي."

د افغان فلم کارکونکې رویا سادات هم د یادې سینما د ړنګولو په غبرګون پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلي، چې باید د هر ډول فرهنګي میراث د بیارغونې او ړنګولو په برخه کې له فرهنګیانو سره مشوره وشي.

په ورته وخت کې د افغان فلم رییسه سحرا کریمې وايي هغه سینما چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال ړنګه نه شوه اوس ړنګېږي.

هغې زیاته کړه: "ان د طالبانو د واکمنۍ پر مهال دغه سینما ړنګه نه شوه خو اوس د دیموکراسۍ او د بیان د ازادۍ په دوره کې دغه د ۶۵ کالونو عمر لرونکې سینما چې د یو ښار فرهنګي او هنري ارزښت دی ړنګېږي."

هغه وايي، د "د پارک سینما مه ړنګوئ" په نامه يې کمپاین هم پیل کړی دی.

په  ورته وخت کې کابل ښاروالۍ وايي، دوی په خپله پرېکړه بیا کتنه نه ده کړې.

د کابل ښاروالۍ ویانده سمیرا رسا وايي: "تر اوسه پورې کابل ښاروالې په دې برخه کې په خپله پرېکړه بیا کتنه نه ده کړې، زمونږ همکاران کار کوي او دا کار د ولسمشر د لومړي مرستیال په لارښوونه او د کابل ښاروالۍ په مشرۍ کېږي، چې څو ورځو پورې به یې د ړنګولو چارې بشپړې شي."  

پارک سینما د افغانستان له لرغونو سینما ګانو ده چې ۶۵ کاله وړاندې جوړه شوې وه.

د افغان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د کابل د امنیت په اړه د خپلو پرېکړو په لړ کې چې د ده په فیسبوک پاڼه هم راځي، کابل ښاروالۍ ته لارښوونه کړې وه چې دغه سینما ړنګه کړي ځکه اوسنی وضعیت یې د منلو وړ نه ده.

نوموړي کابل ښاروالۍ ته ویلي وه، کوم ځای چې دغه سینما پرې ودانه ده پارک کې شامل کړي او یا دې هم په پرمختللې بڼه جوړه یا د یو فرهنګي مرکز په توګه فعاله کړي.

ښاغلي صالح، مخکې له دې له سوداګرو هم د بدیلو طرحو غوښتنه کړې وه چې د ده د لیکنو پر بنسټ چا کومه طرحه ورته نه وه سپارلې.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
WTA

Павлюченкова и Потапова не смогли выйти в финал турнира WTA в Мадриде в парном разряде






Тайны профессии. Восемь историй о том, когда нотариусы спасают людей

Зарема Салихова: в чемпионате "Спартаку" ловить нечего

Амбассадоры сообщества «Волонтеры Москвы» помогают столице и горожанам

Адвокат Тимура Иванова хочет обжаловать решение суда для смягчения приговора