Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2020

دانش: د امریکا-طالبانو د هوکړې مسؤلیت نه‌لرو، واشنګټن دې د سولې بهیر بیا وارزوي

0
دانش: د امریکا-طالبانو د هوکړې مسؤلیت نه‌لرو، واشنګټن دې د سولې بهیر بیا وارزوي

د افغانستان حکومت له طالبانو سره د سولې مذاکراتو د پیل او تر خوا یې په دې بهیر کې د شته ستونزو په اړه نوي مسایل راپورته کړي دي.

تازه د جمهور رئیس غني دوهم مرستیال سرور دانش د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د لړم ۱۰» په یوې غونډه کې غوښتنه وکړه چې د امریکا نوي رهبري باید د سولې روان بهیر ته له سره کتنه وکړي او دا بهیر بیا وارزوي، څو په خبره‌یې دې برخه کې شته ستونزې حل شي.  

د جمهور رئیس دوهم مرستیال وویل، طالبان د سولې مذاکراتو د پیل لپاره د دوحې هوکړه یو بنسټ بولي، هغه څه چې د افغان دولت مذاکره کوونکی پلاوی یې نه‌مني او نه هم افغان دولت د دې هوکړې د جزئیاتو پر وړاندې مسؤل دی.

سرور دانش د امریکا او طالبانو ترمنځ په دوحه کې د شوې هوکړې پر وړاندې د افغان دولت مسؤلیت هم رد کړ او طالبان‌یې هم تورن کړل چې دا هوکړه‌یې نقض کړې ده.  

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو بیا له جوبایډن غوښتي چې د دوحې هوکړې ته ژمن پاتې شي.

هغه زیاته کړه: "موږ د افغانستان حکومت په توګه دا هوکړه نه لاسلیک کړې، نه‌یې یو لوری یو، نه مو توحید کړې او له حقوقي او قانوني اړخه، د هغه څه په اړه چې د هوکړې په جزئیاتو کې راغلي، هېڅ ډول مسؤلیت هم نه‌لرو."

ښاغلي دانش طالبان له امریکا سره د شوې هوکړې په نقض، د تاوتریخوالي په زیاتېدو او له ترهګرو ډلو سره د اړیکو په دوام هم تورن کړل، هغه چې د هغه له قوله، د دوحې د هوکړې خلاف دي.

د جمهور رئیس غني دوهم مرستیال دا څرګندونې داسې مهال کوي چې طالبانو د امریکا له راتلونکي جمهور رئیس څخه غوښتي، د هغه موافقې درناوی وکړي چې له افغانستان څخه‌یې د امریکایي ځواکونو وتلو ته زمینه برابره کړې ده.

د طالبانو یو ویاند فرانس پرس اژانس ته ویلي، د دې ډلې مشرانو د یو کس سره نه، بلکې د امریکا له حکومت سره هوکړه لاسلیک کړې ده.

په ورته وخت کې د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري د سولې مذاکرات له بن‌بست سره مخ بولي او زیاتوي، د طالبانو وړاندیزونه او غوښتنې د منلو نه‌دي.

ده وویل: "هغه وړاندیزونه چې موږ ته د منلو نه‌دي. یو د حنفي او جعفري فقهې مسئله وه او بل دا چې د سولې د مذاکراتو بنسټ باید د دوحې هوکړه وي."

طالبان بیا وايي، د دوحې هوکړه د سولې د روانې پروسې لپاره اصل دی.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند نعیم وردک ازادي راډیو ته په رالېږلي پیغام کې لیکلي "په دې اړه ډېر بحثونه شوي او دا د ټولو په ګټه هم ده، د هوکړې عملي کول او ورته التزام لرل د ټولو په ګټه دي."

 

دا چې د امریکا حکومت به د افغانستان د غوښتنې په اړه څه دریځ ولري، لا هم روښانه نه‌ده، خو جوبایډن د کمپاین پر مهال فارین پالېسي ته په یوه مقاله کې لیکلي و، د افغانستان او منځني ختیځ له جګړو څخه خپل اکثریت سرتېري وباسي او القاعده او داعش به ماتوي.   

ښاغلي بایډن دا هم لیکلي و چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې به د ترهګرۍ پر ضد مبارزه باندې تمرکز کوي او د ډېرو سرتېرو د استولو پر ځای به په استخباراتي او ځانګړو مأموریتونو تکیه کوي.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Андрей Рублёв

«Титул, которым я горжусь больше всего»: Рублёв одолел Оже-Альяссима и выиграл второй турнир серии «Мастерс» в карьере






В подмосковном ЖК «Пехра» открылась детская поликлиника на 50 посещений в смену

Оркестр «Серебряные трубы» выступил в Чехове в преддверии 9 Мая

Захватывающий фестиваль K-POP танцев CoverLand прогремел в ТРЦ «Нора»

XXIII республиканский пасхальный фестиваль «Золотые купола» стартовал в Якутии